چورلکه

میدان وردګو کې د یوې چورلکې نسکورېدل؛ نهه تنه وژل شوي

اطلاعات روز: ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد هوایي ځواک یوه چورلکه په میدان وردګو ولایت کې نسکوره او نهه تنه په کې وژل شوي.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان ویلي، دغه پېښه تېره شپه (چهارشنبه، ۲۷ د کب) د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، دغه چورلکه MI-17 ډوله او د هوایي ځواک ۷۷۷ لوا اړوند وه.

د ښاغلي امان په وینا، په وژل شویو کې څلور تنه عمله او پنځه امنیتي ځواکونه شامل دي.

ښاغلي امان د دې چورلکه د نسکورېدو لامل نه ده په ډاګه کړی، خو ټینګار یې کړی چې د نسکورېدو لامل موندلو لپاره به یې څېړنې کوي.