Photo: Social Media

د مکتب له جبري محرومیته تر مذهبي تبلیغ او افراطه

د هراتي نجونو فکري بدلون

د دارالحفاظ سالون ته له یوې کوچنۍ کړکۍ کمه رڼا راننوځي؛ هغه سالون چې لسګونه ځوانې نجونې پکې د دیني درسونو لکه قرآن، تجوید او فقهې زده کړه کوي. د طالبانو له‌خوا د نجونو د ښوونځیو بندېدو وروسته، په هرات کې ډېری نجونې اړې شوې چې له اجباري انزوا څخه د وتلو لپاره دیني دارالحفاظونو ته لاړې شي. په دغو دیني مرکزونو کې نه یوازې پر نجونو ځینې دیني ښوونې منل شوي، بلکې د دې نجونو په جامه او چلند کې یې لوی بدلونونه راوستي او په ځینو مواردو کې دا مرکزونه توانېدلي چې دا نجونې افراطي مذهبي زده کړو ته لېوالې کړي. دا راپور د هغو نجونو ژوند ته اشاره کوي چې له عصري زده‌کړو بې‌برخې شوي او په هرات کې دیني مدرسو ته ورغلې دي. له دې مدرسو څخه یوه یې د هرات ښار په زوړ بازار کې ده.

مروا چې ۲۱ کلنه ده، د همدې نجونو له ډلې یوه ده. هغه په تېرو وختونو کې د هرات پوهنتون د طب پوهنځي یوه بااستعداده محصله وه او د ډاکټرې کېدو هیله یې درلوده؛ خو کله چې پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل شول، د هغې ژوند په بشپړه توګه بدل شو. مروا چې پر زده کړو تر بندیز وروسته په ژور خپګان اخته شوه، اوس خپل وخت د قرآن په حفظ او د دیني متونو په مطالعه تېروي. هغه څه چې د مروا په ژوند کې تر مدرسې وروسته د پام وړ دي، د زده‌کړو او اخلاقو په اړه د هغې نظر دی، اوس ورته ځان پر لا ډېره سمه لار ښکاري.

مروا چې تور لباس او نقاب یې اغوستی او مخ یې پټ کړی، د دارالحفاظ په یوه ګوښه کې ناسته ده او قرآن یې په لاس کې دی. هغه وایي: «د دیني مدرسې په لومړۍ ورځ چې راغلم، یو څه بې‌حجابه وم. استاد هېڅ ونه ویل، یوازې یې په نرمه ژبه نصیحت وکړ چې که مې یو ویښته هم څوک وویني، داسې ده لکه ټول وجود چې مې لیدل شوی وي. په کرار کرار یې قوانین بیان کړل او موږ خپله پوه شوو. اوس نه یوازې دا چې بشپړ حجاب لرو، بلکې هېڅکله بې‌نقابه نه وځو. لمونځونه مو نه قضا کېږي او قرآن په دوامداره توګه لولو.»

د مروا ژوند په بشپړ ډول بدل شوی دی. نوموړې به پخوا له خپلو ملګرو سره تفریح ته وخت ورکاوه او رنګارنګ کالي به یې اغوستل، خو اوس یې خپل ډېر وخت عبادت او دیني مطالعې ته ځانګړی کړی دی. هغه حتا نور خلک هم هڅوي چې د هغې لار تعقیب کړي.

هغې وویل: «زما هیله دا وه چې ډاکټره شم، خو اوس احساس کوم چې په ډېره ګټوره لاره روانه یم. هر چېرې چې ځم، خپلو شاوخوا کسانو ته وایم چې حجاب مراعات کړئ او دیني کتابونه ولولئ. فکر کوم چې دا له انحراف او فساد څخه د ځان ساتنې تر ټولو غوره لار ده.»

د نوي چاپېریال اغېزې یوازې د مروا پر ظاهري بدلونونو نه ختمېږي. هغه اوس په ډېره ولوله نور خلک هڅوي چې دیني اصول رعایت کړي او حتی کله-ناکله په ټینګار سره ورته یادونه کوي چې کوچني ګناهونه هم لویې پایلې لرلی شي.

د هغې په وینا، دا بدلونونه د خپل استاد د ښوونو نتیجه ګڼي؛ «زموږ استاد تل وایي چې د اسلام دین دا دی چې حجاب ولرې او حتی ستا د وېښتانو یو تار هم ونه لیدل شي. هغه په خپله هېڅکله بې‌نقابه بهر نه ځي او موږ هم هڅوي چې همداسې وکړو.»

د هرات دیني مدرسو پر نورو نجونو هم ورته اغېزې کړې دي. ډېری هغه چې د مدرسو تر اغېز لاندې راغلې دي، اوس په سختدریځې توګه مذهبي زده کړو ته ژمنې شوې دي. هغوی خپل مخکینی ټولنیز ژوند پرې ایښی او اوس خپل ډېر وخت د دیني متونو په مطالعې او د دعاګانو د غونډو په ترسره کولو تېروي.

د افغانستان د سقوط په لومړیو کې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې له یوې دیني مدرسې څخه د نجونو فراغت/ خواله رسنۍ

د مکتب له کتابه بیا د مرګ تر منظرې

د مروې تر څنګ المیرا ناسته ده. یوه داسې نجلۍ چې تور پړونی او نقاب یې اغوستی او د نقاب تر شا یې یوازې سترګې ښکاري؛ هغه سترګې چې کله د کتاب پاڼو ته او کله لوړ لور ته ځیرې وي. المیرا په ډېرې زیاتې پاملرنې سره یو مذهبي کتاب «منظره‌ی مرګ» لولي.

دا کتاب چې په پاکستان کې چاپ شوی، له هغو متونو څخه دی چې پر لوستونکو ژورې رواني اغېزې کوي. د کتاب منځپانګه ډېری وخت خلک له ژوند څخه زړه‌توري کوي او پام یې مرګ او تر هغه وروسته برخلیک ته اړوي. د المیرا لپاره دا کتاب نه یوازې د مدرسې د زده‌کړې یوه برخه ده، بلکې هغه نوی لیدلوری هم جوتوي چې په دارالحفاظ کې ورته ښودل شوی؛ یو داسې لیدلوری  چې نړۍ موقتي او بې‌ارزښته ګڼي او اخروي ژوند اصلي هدف بولي.

المیرا لکه د ډېرو نورو نجونو په څېر چې دې مدرسو ته راغلې، اوس د ژوند له یوه بل واقعیت سره مخ ده؛ داسې واقعیت چې پر ایمان او اخروي ژوند تمرکز پکې د فردي او دنیوي هیلو ځای نیولی دی. د لیدلوري دا بدلون هغه سختدریځې زده کړې هم ښیي چې په دې دارالحفاظونو کې تدریس کېږي.

المیرا وایي: «په دې مدرسه کې موږ خپل ډېر وخت د قرآن، حدیث او اسلامي فقهې په لوستلو تېروو. زموږ استادان ټینګار کوي چې دین باید زموږ د ژوند اصلي محور وي. هغوی وایي چې حجاب یوازې یو پوښاک نه دی، بلکې د ایمان او زموږ د شخصیت نښه ده. هغوی موږ هڅوي چې دین په خپلو ټولو کارونو کې عملي کړو او تل په یاد ولرو چې د یوې مسلمانې ښځې په توګه لوی مسوولیت لرو.»

شاوخوا درې کاله مخکې چې کله المیرا د مکتب په اتم ټولګي کې وه، د نجونو د مکتبونو بندېدو د هغې ژوند په بشپړ ډول بدل کړ. هغه چې پر درس ویلو او د بیلابیلو علومو پر زده‌کړې مینه وه، د مکتبونو تر بندېدو وروسته په ژور خپګان او ناهیلۍ اخته شوه. یو کال وروسته، د هغې کورنۍ پرېکړه وکړه چې هغه یوې دیني مدرسې ته ولېږي؛ داسې ځای چې لاهم د نجونو لپاره د زده‌کړې امکان پکې موجود و.

اوس المیرا نه یوازې دا چې خپله ځان د دیني ښوونو پابنده بولي، بلکې نور خلک هم هڅوي چې دیني لارښوونې عملي کړي. هغه وایي: «زه خپلو ملګرو ته وایم چې حجاب مراعات کړي او له ګناهونو ځان وساتي. دین موږ ته دا ښوونه کړې چې څنګه خپل ژوند پاک وساتو. اوس چې زه دلته زده‌کړې کوم، احساس کوم چې باید نورو ته هم لارښوونه وکړم چې اسلامي ارزښتونو ته نږدې شي. کله چې څوک دغه ارزښتونه له پامه غورځوي، دا خپل مسوولیت ګڼم چې نصیحت ورته وکړم.»

د فراه د بالابلوک ولسوالۍ له یوې ديني مدرسې څخه د ماشومانو فراغت/ خواله رسنۍ

د جمهوریت تر سقوط وروسته د دیني مدرسو وده

مروه او المیرا په داسې یوه دارالحفاظ کې زده‌کړې کوي چې د هرات د زوړ ښار په یوه کوچنۍ سیمه کې موقعیت لري. د جمهوریت تر سقوط وروسته په دې سیمه کې څو کوچني او لوی دارالحفاظونه جوړ شوي دي چې دیني علوم او قرآن تدریسوي.  دا مدرسې د هغو نجونو پناهځای دی چې له مکتبونو څخه بې‌برخې شوې دي.

المیرا وایي: «زه مخکې د دین په اړه په ډېر څه نه پوهېدم، خو دلته مې زده کړل چې څنګه یو سم او د الله د خوښې ژوند ولرم. زه په افتخار سره حجاب کوم او خپلو ټولو ملګرو ته وایم چې دا لار تر ټولو غوره لار ده.»

په دې مدرسو کې د نجونو په چلند او فکر کې بدلونونه، په ځانګړي ډول د دیني اصولو په مراعاتولو کې زیاتېدونکی سختوالی، کله-ناکله پر نورو د قضاوت کولو او د توپیرونو د نه زغملو سبب ګرځي. المیرا وایي: «کله چې وینم چې څوک دین ته پابند نه دی، نه شم کولای چې چوپه پاتې شم. باید ورته ووایم چې تېروتنه کوي. که موږ ټول خپل مسوولیت ترسره کړو، نو یوه غوره ټولنه به ولرو.»

حاجي عبدالروف (مستعار نوم) د هغې سیمې وکیل دی چې دا دارالحفاظ پکې موقعیت لري. هغه د دې دیني مدرسو د پراخېدو په اړه مثبت نظر لري. نوموړی وایي: «دغه دارالحفاظونه زموږ لپاره لوی نعمت دی. موږ تل هیله لرله چې زموږ اولادونه وکولای شي قرآن او خپل دین زده کړي او اوس دا فرصت ورته برابر شوی دی. ډېر ځوانان او نجونې له نږدې کلیو څخه دلته راځي چې درس ووایي او د دین له اصولو سره بلد شي.»

عبدالروف تاییدوي چې د دې مدرسو شمېر مخ په ډېرېدو دی او زیاتره یې د خلکو په غوښتنه جوړې شوې دي. هغه وایي: «هره هغه مرسته چې د خلکو د ظرفیت د لوړولو لپاره وشي، موږ خپلې ټولې هڅې کوو چې دا دیني مدرسې پرانیستل شي. دا ځایونه یوازې د زده‌کړې لپاره نه دي، بلکې د ماشومانو لپاره د اخلاقو، ادب او اسلامي ارزښتونو د زده‌کړې ځایونه هم دي. د دې دارالحفاظونو استادان زموږ د اولادونو په دیني تربیه کې مهم رول لري او تل هغوی ته د حجاب مراعتولو، لمونځ کولو او له ګناهونو د ځان ساتلو سپارښتنه کوي.»

دا دارالحفاظونه عموماً د کورونو په کوچنیو خونو یا ساده ځایونو کې جوړ شوي دي او اکثره د سیمه‌ییزو خلکو او خیر غوښتونکو په مرسته چلېږي. په هر دارالحفاظ کې یو یا دوه دیني استادان د قرآن، حدیث او اسلامي احکامو د ښوونې مسوولیت لري، خو ځینې اندیښنې شته دي چې ښایي په دې مدرسو کې افراطي زده کړې ورکول کېږي. د محدودې فضا له کبله ډېری زده کوونکې په نوبت په غونډو کې ګډون کوي.

په عین مهال کې د دې دارالحفاظونو د منځپانګې په اړه اندیښنې شته دي. ډېری مدرسې په ځانګړې توګه د نجونو مدرسې د طالبانو د ایډیولوژۍ تر اغېزې لاندې دي او هلته سختدریځې ديني لارښوونې او اصول ور زده کېږي. دا مدرسې نه یوازې له ځوانانو او په ځانګړې توګه نجونو څخه غواړي چې ځانګړي اصول او دستورات عملي کړي، بلکې ځینې یې د تاوتریخوالي او افراطیت خپرولو ته کار کوي.