د افغانستان ښځې د وېشلې نړۍ او انعطاف نه منونکو طالبانو ترمنځ

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپورچي سره مرکه

مرکه کوونکی: محمد یاسین صمیم

یادونه: د خبرو دا لړۍ د «یو ځای د راتلونکي پر لور شبکې» د غړو له لوري ترسره شوې دي. یو ځای د راتلونکې پر لور شبکه (Forward Together Network) د بشري حقونو او حق غوښتنې (دادخواهي) له نوموتو پوهانو جوړه ده چې د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه کار کوي. دا شبکه د مسلکي زده کړو، ستراتېژیکې شبکې جوړونې او باخبره ملاتړ له لارې د افغانستان د ښځو او نجونو د ژوند ښه کولو په لټه ده. دا نوښت چې د هیواد د بشري حقونو د یوه بنسټ له لوري مدیریت او د ډیموکراسۍ د ملي بنسټ (اين اې ډي) له لوري یې مالي ملاتړ کېږي، د زده کړې، معنادارو خبرو-اترو او د افرادو ترمنځ د دوامدارې همکارۍ په برخه کې د یوه پیاوړي مرکز په توګه رامنځته شوی او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بېړنیو ننګونو حل ته ژمن دی. اطلاعات روز د دې خبرو-اترو په خپرولو سره هڅه کوي دا زمینه برابره کړي چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالان وکولای شي خپل افکار، اندیښنې او وړاندیزونه په دې حوزو کې له عامو وګړو سره شریک کړي.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ سره دا خبرې په افغانستان کې د مسلکي ښځو د پیاوړي کولو د پروژې مدیر محمد یاسین صمیم کړې دي.

صمیم: دا چې دې مرکې ته مو وخت راکړ، له تاسو څخه مننه کوو. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت له کلي ارزونې پیل کوم. تاسو د تېرو دریو کلونو پرمهال په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې څېړنه کړې ده. همدا راز، وړاندې مو د حق غوښتنې/داد خواهۍ ګڼې غونډې کړې دي او په بېلابېلو غونډو کې د مرکو، علمي غونډو او انلاین جلساتو په توګه خپل نظر او ارزونې وړاندې کړې دي. په افغانستان کې د ښځو او نجونو عمومي وضعیت څرنګه ارزوئ؟

بېنټ: د افغان ښځو او نجونو په تړاو زما کلي مشاهدات په هغو راپورونو او اعلامیو کې بیان شوي چې په عامه توګه خپاره شوي دي.

زما څېړنې او ارزونې ښيي چې د طالبانو سیاستونو او مقرراتو په جدي توګه د افغانستان ښځې او نجونې له عمومي فضا حذف کړې دي او د ژوند په ټولو برخو کې یې د هغوی ونډه محدوده کړې ده. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې د بشري حقونو له پراخ نقض سره مخ دي؛ د زده کړو، کار او ازاد تګ-راتګ په برخه کې د هغوی پر حقونو محدودیتونو په ټولنیزو چارو کې د هغوی د ګډون وړتیا کمه کړې ده. د جمهوریت پر مهال د تبیعض او تاوتریخوالي په وړاندې د ښځو د ملاتړ لپاره چوکاټونه او میکانیزمونه وو چې اوسمهال ځنډول شوي دي او یا هم په مطلقه توګه ختم شوي. له همدې کبله ښځې په پراخه توګه متضررې دي. له دې سره-سره، روان بشري کړکېچ د ښځو او نجونو متضرروالی نور هم زیات کړی او د هغوی ډېری له فقر او د روغتیايي خدماتو او درملنې په شمول اساسي خدماتو ته یې لاسرسی محدود دی. په تازه توګه د طالبانو د رهبرۍ له لوري د امر بالمعروف  او نهی عن المنکر په نوم قانون تصویب شوی دی، پخواني احکام یې را یو ځای کړي او تشدید کړي دي او د لنډ واټن په سفر کې د محرم درلودل او د ښځو پر غږ بندیز یې هم وراضافه کړي دي؛ دا قانون یوازې د ښځو په تړاو نه دی، بلکې دې قانون په رسنیو کې د ژوندیو شیانو د عکسونو پر ښوولو هم بندیز لګولی دی.

له همدې کبله، هغه بد چلندونه چې د «اسلامي امارت» په حکومت کې د شریعت په نوم په دوامداره توګه په ظاهره د ښځو او د هغوی د خوندیتوب په موخه ترسره کېږي، په بل هیڅ مسلمان هیواد کې مخینه نه لري او په شدیده توګه د نړیوالو بشري حقونو د معیارونو خلاف دي. په دې لړ کې په دې وروستیو کې ځینو هیوادونو د ښځو پر خلاف د تبعیض د مخنیوي په کنوانسیون (CEDAW) کې د طالبانو پر خلاف خپله غوښتنه ثبت کړې ده. فکر کوم چې دا لومړی قانوني اقدام دی او دا یو څو دولتیز اقدام دی چې د افغانستان د دولت چې اوسمهال یې طالبان استازیتوب کوي، شروع شوی دی او ښايي د عدالت په نړیواله محکمه کې ختم شي. همدا راز ما په خپله تحلیلونو کې جنسیتي تبعیض او ځورونې (Gender persecution) ته اشاره کړې ده او بیا-بیا مې ویلي دې چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره اوسنی چلند د تعقیب او ځورونې داسې کچې ته رسېدلی دی چې د بشریت پر خلاف یو جرم دی او شونې ده چې عاملین یې په نړیواله جنایي محکمه کې تعقیب شي. د افغانستان ښځو او ډېری نورو منلې چې د جنسیتي اپارتاید اصطلاح په سمه توګه د افغانستان د ښځو وضعیت بیانوي. جنسیتي اپارتاید تر اوسه په نړیوالو حقونو کې ثبت نه دی او یو الزامي او قانوني سند نه دی، خو یو نړیوال کمپاین روان دی چې موخه یې همدا ده چې تر څو دا مفهوم د بشریت پر خلاف د جرایمو په تړاو په یوه نوې احتمالي معاهده کې ځای پر ځای شي.

صمیم: د طالبانو فرمانونو او چلندونو په ځانګړي توګه د هغوی د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د افغانسان د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو څه اغېز کړی دی؟ ایا دا سیاستونه او تګلارې په ټولو ټولنو کې پر ښځو او نجونو یو ډول اغېز کوي او یا هم له قومي، مذهبي او سیمه‌ییز اړخه تفاوتونه لري؟ همدا راز، که کولای شئ ځینې ځانګړي مثالونه وړاندې کړئ چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر ورځني ژوند د دې سیاستونو اغېز بیان کړي، نو دا به لا ښه شي.

بېنټ: د طالبانو سیاستونه او اقدامات قطعي اغېزې لري. تر شپږم ټولګي پورته نجونې نه شي کولای په رسمي توګه په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې ګډون وکړي. همدا راز د ګمارنې په برخه کې محدودیتونه شته دي؛ د بېلګې په توګه له ملګرو ملتونو او یا هم نړیوالو بشرپالو سازمانونو سره کار نه شي کولای. یوازې اجازه لري چې د خصوصي برخې په محدودو صنایعو کې کار وکړي. دا سیاستونه همدا راز روغتیايي خدماتو او پاملرنو ته د لاسرسي په څېر موضوعاتو باندې اغېز لري؛ ځکه چې ښځې مکلفې دي چې باید محرم ورسره وي. اوس په ځانګړي توګه د نوي قانون له مخې، د لنډ واټن سفرونو لکه کلینیک ته د تلو لپاره هم ښځې محرم ته اړتیا لري چې دا مورد پخوا شاوخوا ۷۸ کیلومیټره و. داسې محدودیت حتا په لنډه فاصله کې هم د ښځو تګ-راتګ سختوي. طبیعي ده چې د نوي قانون تطبیق ډېر محدودیتونه رامنځته کړي دي، خو له ما سره یې د وضاحت لپاره کافي وخت نشته.

بل لور ته، د ښځو پر زده کړو او کار بندیز بین نسلي او اقتصادي اغېزي لري؛ تاسو کولای شئ تصور وکړئ چې که د ښځو یو بشپړ نسل یوازې د شپږو کلونو د زده کړو په لرلو سره را لوی شي، نو هغوی به د کار د پیدا کولو په برخه کې زیات محدودیتونه ولري. دا له دې امله چې طالبان په دې باور دي چې ښځې باید په کورونو کې وي او کورنۍ او اولادونو ته رسیدګي وکړي او بل کار ونه کړي. له همدې کبله دا مسله د افغانستان پر راتلونکو نسلونو لوی اغېز لري.

ستاسو د دویمې پوښتنې په اړه او ایا دا چې دا مسئله په مساوي توګه پر ټولنو اغېز کوي یا نه، باید ووایم چې ما د خپل ماموریت پر مهال تقاطعي (Inter sectional) تحلیل ته پام کړی دی او د دې مطلب دادی چې موږ باید د ښځو او نجونو پر خلاف څو چندي تبعیض ته پام وکړو. د بېلګي په توګه، که یوه هزاره ښځه فرض کړو نو دا د نورو په پرتله له زیاتو ننګونو سره مخ ده او دا ستونزه هغه وخت نوره هم غټېږي چې دا فرد یوازې ښځه او مور وي او مېړه ونه لري؛ مثلا داسې څوک وي چې مېړه پرېیښې وي. دا موضوع له قومیت او مذهب پرته پر ستونزو یو بل عنصر هم ور زیاتوي. په همدې توګه، معیوبیت یا هم جنسي ناتواني پر دې محدودیتونو یو بل عنصر ور زیاتوي. همدا راز، داسې ستونزې یو پر بل برسېره کېږي او د ښځو پر وړاندې تبعیض او د هغوی ننګونې څو چنده کوي. له همدې کبله مهمه ده چې تقاطعي چلند ته پام وکړو او کوم کسان چې په افغانستان کې د ښځو او نجنونو په برخه کې کار کوي، هغوی ته هم داسې تحلیل ضروري دی، ترڅو وکولای شي تر ټولو متضررو افرادو ته لاسرسی پیدا کړي. یعنې له هغو ښځو او نجونو پرته چې په لومړۍ کرښه کې فعالیت کوي، تر ټولو متضررو افرادو ته هم پام وشي.

تاسو له ما د ځینو ځانګړو بېلګو په اړه وپوښتل. داسې ګڼې بېلګې شته چې ښيي دا سیاستونه څرنګه د ښځو پر ورځني ژوند اغېز کوي. له دې سختیو سره-سره ښځې قضایي سیسټم او زده کړییزو فرصتونو ته محدود لاسرسی پیدا کوي. تر شپږم ټولګي پر لوړو زده کړو له بندیز سره-سره به تاسو خبر یاست چې انلاین ښوونځي او زیات پټ مکتبونه شته. که څه هم د دې ښوونځیو/مکتبونو شمېر او کیفیت د رضایت وړ نه دی، خو د افغانستان د ښځو د مقاومت او د بهرنیو ملاتړو له امله هغوی کولای شي چې د زده کړو حد اقلي کچه تر لاسه کړي. همداسې په حقوقي برخه کې داسې ملاتړي شته چې له ښځینه وکیلانو سره یې مرسته کړې چې د پخوا په څېر خپل فعالیت ته وام ورکړي؛ که څه هم هغوی نشي کولای چې په ډېرو ولایتونو کې فعالیت وکړي او دا موضوع له یوه ولایت څخه بل ولایت ته متفاوته ده. په ځینو ولایتونو کې که څه هم ښځې نه شي کولای په محکمو کې حاضرې شي او د ښځو استازیتوب وکړي، خو کولای شي تر پردې شاته د حقوقي دوسیو په چمتو کولو سره د نارینه وکیلانو ملاتړ وکړي.

په کلي توګه، عدالت ته د ښځو لاسرسی ننګوونکی دی؛ ځکه چې ښځینه وکیلانو ته اجازه نه ورکوي چې محاکمو ته حاضرې شي او په ټوله کې په عدلي او قضایي سیسټم کې د څارنوالې او قاضۍ په توګه د ښځو رول منحل شوی دی. البته لاهم ځینې وړې هڅې کېږي، ځینې ښځینه وکیلانې او حقوقي بنسټونه شته دي چې خپل فعالیت کوي البته د طالبانو له توافق پرته. دا د پټو زده کړو په څېر موضوع ده او یوازې د افغانستان د ښځو او سازمانو د زړورتیا او استقامت له امله شونې ده. پر ښځینه قاضیانو، څارنوالانو او وکیلانو بندیز د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي او د ښځو پر خلاف د تبعیض د مخنیوي د کنوانسیون (CEDAW) په څېر یې ګڼ بشري حقونه نقض کړي دي او همدا راز د ټولنیزو او سیاس حقونو له کنوانسیون سره هم په تضاد کې دی. د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په عدلي او قضایي سیسټم کې د بشري حقونو نړیوال معیارونه په مطلقه توګه نقض کېږي، د هغو معاهداتو په شمول چې افغانستان وړاندې تصویب کړي دي.

صمیم: تاسو د طالبانو د سیاستونو په تړاو د «بین نسلي او اقتصادي اغېز» اصطلاح وکاروله. په همدې مفهومي چوکاټ کې ستاسو په اند د ښځو پر رواني روغتیا او د هغوی پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت او د هغوی پر کورنیو د دې سیاستونو بېړنۍ او اوږدمهالې اغېزې څه دي؟ د کومو اوږدمهالو پایلو وړاندوینه کولای شئ؟

بېنټ: د افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو د مقرراتو او پالیسیو لنډمهالې اقتصادي او ټولنیزې اغېزې په عملي توګه ویني. د بېلګي په توګه، د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو بنسټ (UN-Women) اټکل کړی چې تقریبا هرکال د افغانستان له اقتصاد څخه شاوخوا یو میلیارد ډالر کمېږي ځکه چې ښځې کار نه شي کولای او هغوی له اقتصاد سره مرسته نه شي کولای. البته یو شمېر ښځې په خصوصي برخو، کرنه او یو شمېر نورې د روغتیا او درملنې او پوهنې په برخو کې په کار اخته دي. مګر له دې سره-سره د طالبانو سیاستونو او ښځه ځپونکو اقداماتو پر اقتصاد پراخ اغېز کړی دی او د مالکیت په برخه کې د ښځو کسب او کارونه په تدریجي توګه د محدودوونکو پالیسیو تېر اغېز لاندې راځي. همدا راز، ماته څرګنده شوې چې یو ښځینه سازمان باید د کورنۍ د یوه نارینه غړي په نوم او د هغه تر رهبرۍ لاندې ثبت شي. دا سیاستونه منفي اقتصادي او رواني اغېزې لري.

د دې سیاستونو د رواني اغېزو درک کول سخت دي البته بیا-بیا مې د هغو نجونو د ناهیلۍ احساس اورېدلی دی چې له زده کړو بې برخې شوې دي. د هغوی ډېریو ویلي چې هیلې او امیدونه یې خښ شوي دي. همدا راز، د خپګان د زیاتېدو او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د نجونو او یو شمېر نارینه‌وو له لوري د ځان وژنې د راپورونو د زیاتېدو شاهدان یو. له همدې امله، د دې سیاستونو رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې ډېرې جدي دي.

په اوږدمهال کې نه پوهېږو چې څه به کېږي، خو دا تصور کولای شو چې د کور تر دېوالونو د ښځو او نجونو محدودول جدي اقتصادي او رواني پایلې لري. موږ تر اوسه د وختي/کم عمره ودونو د کچې زیاتېدل وینو ځکه چې د اقتصادي دلایلو له امله والدین د خپلو اولادونو ملاتړ نه شي کولای. له همدې امله د هغوی په اند حل لاره داده چې خپلې لوڼې په کم عمرۍ معمولا د ۱۰-۱۲ کلونو ترمنځ مېړه ته ورکړي او یا هم خپلې نجونې په کم عمر کې وپلوري ترڅو یو څه پیسې ترلاسه کړي. په دې بېلګو کې د دې سیاستونو د اقتصادي ستونزو او رواني اغېزو ترمنځ اړیکه تصور کړئ. په بله وینا، اقتصادي فشار د دې لامل کېږي چې داسې اقدامات وشي چې یوازې بقا ته پکې پام شوی وي او په دې توګه ښایي پر ښکېلو او نجونو او ټولو کورنیو دوامدارې ټولنیزې او روانې اغېزې ولري. دوی دا کار له دې امله هم کوي چې د طالب چارواکو له لوري د جبري او وختي ودونو له امله اندېښمن دي. کورنۍ د دې لپاره چې خپلې نجونې له طالبانو وساتي هغوی وختي ودوي او دا چاره د هغوی پر فردي او ټولنیزې روغتیا بدې اغېزې لري.

د طالبانو د سیاستونو تطبیق به اوږدمهالې پایلې ولري. د بېلګې په توګه، پرمختللو او تخصصي زده کړو ته نه لاسرسی به افغانستان له مسلکي ښځو لکه ډاکټرانو، وکیلانو، ښوونکو او نورو هغو څخه بې برخې کړي چې په افغانستان کې ورته اړتیا ده. له همدې امله، هغوی په بشپړه او غیر قانوني توګه له دې زده کړییزو او کاري فرصتونو محرومې شوې دي. دا موضوع همدا راز څو چندیز او یا تقاطعي اغېز هم لري چې وړاندې مې یې په اړه خبرې وکړې. کوم کسان چې له جنسیت پرته د مذهب، قومیت او یا هم معلولیت له امله له زیات تبعیض سره مخ دي، د نورو په پرتله زیات اغېزمنېږي.

د خپلو خبرو په رالنډولو سره باید ووایم چې لکه څرنګه چې ډېری خلکو ویلي «هیڅ هیواد هم هله په اقتصادي او یا بله توګه پرمختللی کېدلای نه شي چې نیمه ټولنه یې په اساسي توګه له عمومي فضا حذف شوې وي»، افغانستان به هم د طالبانو د ښځه ځپونکو سیاستونو له امله له واقعي پرمختګه محروم وي.

په دې اړه یوه بله مهمه خبره داده چې کوم ماشومان په دې وضعیت کې رالوییږي، شونې ده چې د طالبانو په مدرسو او ښوونځیو کې د لومړنۍ کچې زده کړو ته لاسرسی ولري؛ خو طالبان اراده لري چې د ټیټې کچې د زده کړو دا وضعیت عادي کړي، ترڅو په تدریجي توګه د افغانستان د ټولو وګړو او په ځانګړې توګه ښځو او نجونو له لوري ومنل شي او د مقاومت کچه د وخت په تېرېدو سره راکمه شي او یا هم له منځه ولاړه شي. د طالبانو ګټې دا ایجابوي چې هغوی زیات افراد په ځانګړې توګه نارینه د خپلې ایډیولوژۍ په ملاتړ وروزي.

لکه څرنګه چې وینو، طالبان غواړي پر هیواد اوږدمهالی کنټرول ولري او غواړي د افغانستان په زیاته برخه نفوس قانع کړي چې د دوی ایډیولوژي ومني. دوی دا کار په بېلابېلو ډولونو کوي. د زده کړو کنټرول یې یوه لاره ده؛ خو له دې سره-سره، یې اطلاعاتو ته د لاسرسي او بیان د ازادۍ په برخه کې هم بندیزونه لګولي دي. د بېلګې په توګه، پر رسنیو له دې امله بندیزونه لګول شوي دي چې هغوی غواړي د افغانستان وګړي یوازې له خپل تفکر او د دوی د ژوند له ډول سره عادي شي. مګر له دې سره-سره، زه داسې انګېرم چې دا کار د طالبانو لپاره د ۱۹۹۰یمې لسیزې په پرتله ډېر سخت دی. اوسمهال د افغانستان زیات وګړي ټیلیفون او ټکنالوژۍ ته لاسرسی لري. که یو څوک حد اقل سواد ولري، کولای شي هغو نړوالو معلوماتو او نړیوالو لیدونو ته لاسرسی ولري چې د طالبانو له کنټروله بهر دي. د انټرنیټ امکانات ان د شپږم ټولګي ماشومانو په ځانګړې توګه نجونو ته دا وړتیا ورکوي چې چې انلاین او پټو زده کړو ته دوام ورکړي. له همدې امله، اوس د طالبانو لپاره دا ستونزمنه ده چې خپله ایډیولوژي پر ټولې ټولنې وتپي. د دې سیاستونو پر وړاندې مقاومت د ټکنالوژۍ، په بهرني ملاتړ او همدا راز د افغانستان د نجونو په عزم او مقاومت سره شونی دی.

صمیم: تاسو د موضوع په اړه مهم مثالونه وړاندې کړل. ما تازه د یوې نړیوالې رسنۍ راپور لوستی دی چې د بشري حقونو د یوه نړیوال سازمان له لوري ترسره شوی دی، ویلي یې دي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې او کار په تړاو د کورنیو درک او ملاتړ تغییر شوی دی. ما داسې راپورونه اورېدلي چې ښيي د طالبانو تر راتلو وروسته د نجونو د زده کړو او کار د ملاتړ په تړاو د کورنیو لیدلوری او عزم منفي لور ته تغییر کړی دی. کولای شئ یادې ټولنیزې اغېزې تشرېح کړئ؟

بېنټ: تاسو یوه مهمه موضوع مطرح کړه. اجازه راکړئ چې د دې بدلونو د وضاحت لپاره څو مثالونه وړاندې کړم. ما د افغانستان له څو میندو اورېدلي چې زامن یې اوس د پخوا په پرتله له دوی سره متفاوت چلند کوي. د بېلګې په توګه، پخوا یې خپلو میندو او د پېرلو او وتلو په تړاو د هغوی حق او ازادي ته زیات درناوی کاوه، خو اوس په دې پوښتنې سره چې څه وخت او ولې دباندې ځي، ولې مناسب حجاب نه کوي او یا هم دې ته ورته جملو سره غواړي خپلې میندې کنټرول کړي. موږ همدا راز د کورني تاوتریخوالي په ځانګړي توګه د ښځو پر خلاف د زیاتوالي شاهدان یو؛ ځکه چې د طالبانو تر حکومت لاندې د ښځو درناوی او د هغوی انساني کرامت کم شوی او د طالبانو په نظام کې نارینه غوره افراد ګڼل کېږي. له همدې کبله کوم نارینه چې د طالبانو په سیسټم کې دا اطلاعات او زده کړې ترلاسه کوي، ډېر ژر دا ارزښتونه مني او هڅه کوي چې د خپلې کورنۍ ښځې کنټرول کړي او خپل ځان لوړ وښيي. له همدې کبله، د خپلې کورنۍ له ښځو سره نامناسب چلند کوي او همدا وجه ده چې د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي د زیاتېدو شاهدان یو.

لکه څرنګه چې مې وړاندې وویل، یوه بېلګه داده چې کوم ښځینه سازمانونه او بنسټونه اوس د طالبانو د سوداګرۍ په وزارت کې ثبت او تمدید کېږي، باید د کور د یوه نارینه غړي په نوم وي. سره له دې چې دا سازمانونه د ښځو تر مشرۍ لاندې دي، خو مسلکي ښځې په تدریجي توګه خپل استقلال بایلي. که څه هم په لومړي سر کې دا یوازې د کاغذ پرمخ د مېړه او میرمنې ترمنځ یو توافق دی، خو له ځینو ترلاسه شویو معلوماتو سره سم، په ځینو مواردو کې د کور نارینه په تدریجي توګه کنټرول په لاس کې اخلي او دا سازمانونه له تخصص پرته مدیریت کوي؛ په داسې حال کې چې دا سازمانونه اصل د ښځو له لوري ایجاد شوي او د ښځو په برخه کې فعالیت کوي. دا هغه بېلګي دي چې ښيي د طالبانو مقررات او سیاستونه څرنګه د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې پر ښځو او نجونو اغېز کوي.

Photo: AP via FMT

صمیم: په دې اړه یوه بله پوښتنه داده چې دا سیاستونه د طالبانو د هغو چارواکو لپاره چې د دې مسوول دي کومې ملي او نړیوالې قانوني پایلې لري؟ نړیوالې حقوقي ادارې څرنګه کولای شي چې د طالبانو چارواکي د نجونو او ښځو د بشري حقونو د نقض له امله مسوول وګرزوي؟

بېنټ: موږ کولای شو چې د قانوني پایلو په تړاو پر بېلابېلو تګلارو خبرې وکړو. کولای شو د نړیوالو جزایي حقونو او همدا راز د نړیوالو بشري حقونو په تړاو خبرې وکړو. کله چې د نړیوالو جنایي حقونو خبره کوو، لکه څرنګه چې پوهېږو نړیواله جنایي محکمه د افغانستان په تړاو پلټنه کوي او دا محکمه صلاحیت لري چې د ښځو او نجونو پر خلاف جدي تبعیضونو ته پاملرنه وکړي او افراد د ښځو د جنسي ځورونې له امله تعقیب کړي. شونې ده چې یو طالب او یا هم د طالبانو یو مشر د بشریت پر خلاف د جنایت او یا هم د جنسي ځورونې له امله زندان ته ولېږل شي.

دویم مورد، غیر جزایي قضایي اقدام دی. ما وړاندې د ملګرو ملتونو د ځینو غړو هیوادونو د اقدام یادونه وکړه چې د تبعیض د مخنیوي د کنوانیسیون د نقض له امله افغانستان ننګوي چې شونې ده دا قضیه نړیوالې جنایي محکمې ته ولاړه شي او دا سازمان کولای شي په کلي توګه طالبانو ته الزامي دستورونه ورکړي. د یاد بنسټ دستور فردي نه دی، بلکې تر ډېره حده په هیواد یا هم هغې ډلې پورې چې دولت کنټرولوي، تړاو لري. کېدلای شي چې دا د قانوني اقدام یو بل امکان وي.

له دې سره-سره د نړیوالو معاهداتو د پلي کوونکو بنسټونو اقدامات هم شته. په دې لړ کې یو هم د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون دی او ټاکل شوې ده چې غوره شوې کمیټه د افغانستان وضعیت وارزوي. زه باور لرم چې دا بررسي به د راتلونکي میلادي کال په پیل کې وي او د افغانستان او د یادې معاهدې د نقض په تړاو به راپور خپور کړي. دا د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د طالبانو لپاره یوه بله حقوقي قضیه ده.

له یادو شویو مواردو پرته، په افغانستان کې د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي په توګه او د نورو راپور ورکوونکو راپورونه شته دي او موږ یې په دوره‌یي توګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او عمومي غونډې ته وړاندې کوو او د رسمیت پیژندنې او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د همکارۍ په برخه کې اغېز لري. همدا راز، ما د جنسیتي اپارتاید د کمپاین یادونه وکړه. اوسمهال دا اقدام بېړنۍ اغېزي/پایلې نه لري خو دا یو بهیر دی چې ښایي په اوږدمهال کې قانوني پایلې ولري. که دا موضوع په یوه نړیوال قانون بدله شي او ثابته شي چې طالبان د جنسیتي اپارتاید مرتکب دي، نو هغوی باید په دې تړاو بیا ځواب ووایي او وپوښتل شي. دا یو شمېر قانوني اقدامات دي چې دلته مې یې په لنډه توګه یادونه وکړه.

صمیم: ښاغلی بېنټ، تاسو د قضایي او جزایي چوکاټونو او همدا راز د بشري حقونو په ګډون د نړیوالو غیر جزایي چوکاټونو تفاوتونه واضح کړل چې ښایي د طالبانو پر خلاف استفاده شي. په دې اړه مې یوه بله پوښتنه داده چې په تازه توګه د کاناډا دولت او څو نورو هیوادونو چې فیمینیسټي بهرنی سیاست لري، د یوې ګواښونکې اعلامیې په خپرولو سره یې د طالبانو پر وړاندی یو دریځ خپل کړی او هغوی ته د یې د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي د کنوانسیون د نه اجرا کولو له کبله خبرداری ورکړی دی. په دې تړاو څه پرمختګ شوی دی او یا په لنډه او اوږده موده کې د ملموسې پایلې وړاندوینه کولای شئ؟

بېنټ: زه فکر کوم چې دا اقدامات کولای شي د طالبانو له انزوا سره مرسته وکړي. همدا راز، ښه خبر دادی چې د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) په ګډون ټولو مسلمانو هیوادونو په دې اړه یو دریځ خپل کړی او په ډاګه یې ویلي چې د ښځو او نجونو په تړاو د طالبانو اقدامات له اسلام سره سم نه دي او طالب چارواکي یو داسې ناسم تفسیر لري چې له نورو مسلمانو هیوادونو سره ډېره فاصله لري. له دې پرته، ځینو نورو مسلمانو کارپوهانو او علماوو په دې اړه د فتواوو په ورکولو سره د اسلامي همکاریو د سازمان دریځ تایید کړی دی، دا هم د اسلامي اصولو په چوکاټ کې یو ډول حقوقي اقدام دی او کولای شي د طالبانو لپاره ځیني پایلې ولري.

له دې پرته، د طالبانو د قوانینو او مقرراتو په تړاو پر سیاسي پایلو هم خبرې کېږي. تاسو پوهېږئ چې له اوږدمهال راهیسې د دوحې خبرې روانې دي. د افغانستان ځیني افراد او ډلې ناهیلې شوې دي او پر نظامي مقاومت او تاوتریخجنو انتخابونو ټینګار کوي، خو زه فکر کوم چې کوم څه مهم دي هغه دادي چې له سیاسي بهیرونو پرته چې څه ضروري دي، دادي چې حقوقي انتخابونه وارزوو؛ ځکه چې یو ثابت شوی نړیوال حقوقي نظام شته چې له څو لسیزو فعالیت کوي او افغانستان ورسره په رسمي توګه یو ځای شوی دی. دا چې اوس طالبان د بالفعل چارواکو په توګه پېژندل کېږي، باید د هر هغه څه مسوولیت ومني چې د افغانستان خلګ ورسره مخ دي.

صمیم: د قانوني او حقوقي چوکاټونو او پایلو په تړاو زموږ بحث ته په پام سره داسې تاریخي بېلګې شته چې په ورته مواردو کې د بشري حقونو ناقضین د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې مواخذه شوي وي او پوښتنه ترې شوې وي؟

بېنټ: زه د ښځو په اړه د بېلګو اوږد لړلیک نه لرم، خو خبر یم چې په نړیوالو محکمو کې داسې زیات موارد شته چې مرتکبین محکمې ته کش کړل شوي دي او د خپلو خلګو پر خلاف د بشري حقونو د نقض له امله زنداني شوي دي. که څه هم دا موارد په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو سره تړاو نه لري، خو د شکنجې، د ماشومانو له حقونو د ناوړه ګټې اخیستنې لکه ماشوم سرتېري، یا هم له ماشومانو نورې استفادې او یا هم له نړیوال قضایي صلاحیت (Universal Jurisdiction) سره تړلي موارد شته دي. د قضایي عدالت نړیوال صلاحیت په دې معنا دی چې هیوادونه هغه افراد محاکمې ته کش کوي – که څه هم هغوی افراد په ځینو نورو داسې هیوادونو کې کړي وي چې هلته اوس ژوند نه کوي. په هالنډ او بریتانیا کې داسې موارد شته چې افغانان د بشري حقونو د نقض له امله محکمې ته کش کړل شوي او زنداني شوي دي. له دې سره-سره، په نړیواله جنایي محکمه کې څو داسې قضیې ثبت شوې دي لکه د اسراییلي پوځ له لوري د فلسطینیانو د نسل وژنې قضیه او یا هم په میانمار کې د روهینګیا قضیه.

همدا راز داسې قضیې شته چې د بشري حقونو د قوانینو له نقض سره تړاو لري، د بېلګي په توګه د سوریې مثال چې د شکنجې په اړه دی. هو، دا له ملګرو ملتونو او د نړیوالې جنایي محکمې له لوري په یوه قضایي قانوني بنسټ کې اقدامات دي چې د هر هیواد د افرادو لپاره الزامي دي. د طالبانو په څېر د ځینو رژیمونو په تړاو د نړیوالو حقوقو تحمیل اسانه دی، خو شونې ده چې د هغوی لپاره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ځینې پایلې ولري.

صمیم: موږ د داسې هڅو په لټه یو چې د ښځو او نجونو د حقونو او په ټوله کې د افغانستان د وګړو د بشري حقونو په تړاو ترسره شوي وي. په دې لړ کې یو مهم سازمان ستاسو دفتر دی. زما پوښتنه تر ډېره حده له ملګرو ملتونو او یا هم نړیوالو ټولنو سره تړلې ده. د بشري حقونو نړیوال او محلي سازمانونه باید د افغانستان د ښځو او نجونو د موثر ملاتړ په موخه کوم کارونه وکړي؟ نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ښځو د حقونو په ملاتړ کوم رول ولري؟ همدا راز، که د طالبانو د پوښتلو په تړاو د خپل دفتر د اقداماتو او د هغو د اغېز په اړه خبرې وکړئ.

بېنټ: ستاسو د لومړۍ پوښټنې د ملي او نړیوالو بشري حقونو د سازمانونو د اغېز په تړاو فکر کوم دا مهم اړخ دی او اغېز لري. د بشري حقونو د دې ملي او نړیوالو سازمانونو تر منځ اړیکې او همغږي او په افغانستان کې د بشري حقونو د کړکېچ په تړاو یوه ګډ دریځ ته د هغوی رسېدل ارزښت لري. هغوی کولای شي په دې برخه کې درې روله ولري: لومړی، هغوی کولای شي د بشري حقونو د نقض د مستند کولو په برخه کې موثر رول ولري چې په دې کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په تړاو میداني څیړنې او د لوړ معیار شواهدو راټولول شاملېږي. دویم، د وضعیت تحلیل او شننه وکړي او د باوري معلوماتو پر بنسټ خپل تحلیلونه او سپارښتونه نړیوالو ادرو ته وړاندې کړي. درېیم، د حق غوښتنې/دادخواهۍ همغږې هڅې او فعالیتونه. معنا دا چې له بېلابېلو ستراتېژیو استفاده وکړي، په دې لړ کې سیاستوالو، تصمیم نیوونکو، ځواکمنو افرادو ته رجوع وکړي او د ویبینارونو، رسنیو، کانفرانسونو او ټولیز ارتباط د وسایلو له لارې د هغوی ذهنیت بدل کړي او ملاتړ یې ترلاسه کړي.

تاسو وړاندې د کاناډا مورد ته اشاره وکړه او د نړیوالې ټولنې د رول په اړه مو له ما پوښتنه وکړه. بهرنی فیمینیستي سیاست څه معنا لري؟ زما درک دادی چې کاناډا کولای شي په بهرني سیاست کې له خپل فیمینیستي سیاست څخه ګټه واخلي او هغه د ښځو د کار له نړیوال دستور، سولې او امنیت سره همغږی کړي. کاناډايي چارواکي کولای شي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره اغېزناک اقدامات وکړي؛ ځکه چې د ملګرو ملتونو په کچه کاناډا د ښځو او نجونو حقونو ته کلکه ژمنتیا لري او له همدې کبله یې باید خبرې له عمل سره سمې وي، لکه څرنګه چې یې په نړیواله کچه د افغانستان د موضوع په برجسته کولو سره دا کار وکړ.

د افغانستان د وضعیت په تړاو اړتیا ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لپاره مهمه موضوع شي، ځکه کلونه وړاندې تر ۴۰ زیاتو هیوادونو د طالبانو پر خلاف په یوه نړیوال ایتلاف کې ونډه واخیسته. مطلق اکثریت افغانانو د هغو ارزښتونو ملاتړ وکړ چې دې هیوادونو وړاندیز کړل او له همدې کبله دا هیوادونه د هیواد او افغانانو په اړه عمومي مسوولیت لري چې د نړیوال اقدام ملاتړ وکړي. د هغو خلګو بر خلاف چې د اشغال په توګه یې یادوي، مګر موږ باید له یوه بل اړخه ورته وګورو، افغانان هغه طرف وو چې د سولې، بشري حقونو، امنیت، زده کړې، کار او ښه ژوند غوښتونکي وو. اوس هغوی د تېرو ۲۰ کلونو یا هم زیات وخت پر مهال د دې هیلو د پوره کولو په موخه د خپلو فعالیتونو له وجې له تنبیه او تحریم سره مخ دي. له همدې کبله دې موضوع د نړیوالې ټولنې لپاره یو مسوولیت را پیدا کړی چې باید په دې سخت وخت کې د افغانانو تر څنګ ودرېږي.

د ځواب ویلو/پاسخ ګویي لپاره د اقداماتو د اغېز په تړاو باید ستاسو د پوښتنې په ځواب کې ووایم چې زما راپورونه د خلګو پر ژوند د بېلابېلو سیاسي او د بشري حقونو د پرمختګونو اغېز ارزوي، تر څو بدیل انتخابونه را پیدا کړي. که زیات اغېز ونه لري، بیا اړتیا ده چې له بېلابېلو افغانانو او ټولو ښکېلو اړخونو سره خبرې وکړم او مشوره وکړم چې پوه شم کومې تګلارې باید غوره او کومې هڅې ترسره شي چې زیات اغېز ولري.

صمیم: یوه بله مسئله داده چې په افغانستان کې د بشري حقونو د مستند کولو او ترویجولو په موخه زیات کار شوی دی، خو کله چې د بشري حقونو خبره کېږي، نو غواړم پوه شم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي شورا او د ملګرو ملتونو د نورو بنسټونو ترمنځ اړیکه څه ده؟ کوم اقدامات باید وشي، ترڅو د بشري حقونو د ترویج اغېز زیات شي؟

بېنټ: ښه، زما په اند د نړیوالو بنسټونو د صلاحیت او اقدام د ساحې په اړه غیر واقع‌بینانه هیلې شته. د بشري حقونو عالي شورا د فشار زیاتې الې نه لري، خو کولای شي چې راپورونه خپاره کړي، کولای شي اعلامیې خپرې کړي او کولای شي کمپاین وکړي، خو اجرایي رول نه لري او اصلي رول یې قناعت ورکول او حق غوښتنه/دادخواهي ده. له همدې کبله، د فشار ابزار کم دي. د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې هم ورته حالت دی. برعکس، د ملګرو ملتونو امنیت شورا زیات ځواک لري او کولای شي بندیزونه ولګوي او حتا که لازمه وي نور اقدامات هم کولای شي لکه د زور کارولو ته اجازه ورکړي چې په احتمالي توګه اوسمهال به په افغانستان کې ونه کارول شي.

فکر کوم موږ اړ یو چې خپلې هیلې د دولتونو په کچه مدیریت کړو او په څو اړخیزه او سیمه‌ییزه کچه اړتیا داده چې له بېلابېلو هیوادونو او سیمه‌ییزو ډلو سره همکاري وکړو، تر څو بدیلې لارې پیدا کړو.په دې برخه کې د هغو بنسټونو کار چې اشاره ورته وشوه مثبت و. همدا راز، موږ وړاندې زده کړییزو برنامو او په افغانستان کې د ښځو د سازمانونو ملاتړ ته اشاره وکړه. هیوادونه په فردي او د سیمه‌ییزو ډلو په توګه کولای شي د طالبانو پر سفر او مالي منابعو بندیز ولګوي او کولای شي د طالبانو د عادي کېدو او رسمیت پېژندنې مسله کنټرول کړي او دا هغه څه دي چې ما بیا-بیا ټینګار پرې کړی دی او له هیوادونو مې غوښتي دي چې د طالبانو د نه منلو وړ اقدام دې نه عادي کوي او هغوی باید هغه څه تر لاسه نه کړي چې غوښتنه یې کوي لکه دوه اړخیزه او څو اړخیزه رسمیت پېژندنه، په ملګرو ملتونو کې څوکۍ، د پانګې ازادېدل او په نړیوال بانکي سیسټم کې بیا ادغام، د دې چارو ترسره کېدل باید شرطونه ولري.

یو کال وړاندې د ملګرو ملتونو له لوري خپلواکه ارزونه وشوه او له طالبانو سره یې د باور جوړولو او تعامل برنامه وړاندیز کړه او بین الافغاني خبرې هم پکې شاملې وې. باید د افغانانو ترمنځ خبرې وشي، البته ښځې او مدني ټولنه باید په دې خبرو کې ګډون ولري. حتا که د افغانانو ترمنځ خبرې نه وي او د نړیوالې ټولنې تر منځ وي، مدني ټولنه او ښځې باید پکې شامل وي او باید د بشري حقونو مسایلو ته پام وشي. له دې سره-سره، د اړیکو د عادي کولو په برخه کې هر ډول اقدام باید د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د ارزونې او تایید وړ بنسټونو له مخې ترسره شي.

همدا د اقداماتو په اړه ځیني نظرونه دي چې نړیواله ټولنه یې ترسره کولای شي، خو دا هر څه ډېر سخت دي، ځکه چې کومه ډله هیواد په زور سره کنټرولوي، له هغوی سره مذاکره اسانه نه ده او نړیواله ټولنه هم ډېر نفوذ نه لري.

صمیم: ښایي د دې موضوع دلیل د بشري حقونو د کار د دستور او سیاست ترمنځ اړیکه وي، ځکه چې د دوحې د مذاکراتو په بهیر کې د سیمې د هیوادونو او په قضیه کې د ښکېلو هیوادونو ترمنځ د نظر اجماع ډېره کمه لیدل کېږي. دا موضوع د طالبانو په تړاو د هغوی پر دریځ اغېز کوي؟

بېنټ: د نړیوالې ټولنې په تړاو په طالبانو کې دننه زیاته همغږي شته؛ ځکه چې هغوی یوه نه انعطاف منونکې او وحدت رامنځ ته کوونکې ایډیولوژي لري. هغوی په مراکاتو کې پر وحدت ټینګار کوي، که څه هم د کندهار او کابل تر منځ د نظر د اختلاف په اړه راپورونه شته. برعکس په نړیواله ټولنه کې اتفاق نشته او هر هیواد بېل نظر لري. د چین د خلق جمهوریت په څېر ځیني هیوادونه او همدا راز متحده عربي امارات او ازبیکستان د طالبانو رسمیت پیژندنې ته ډېر نږدې شوي دي، په داسې حال کې چې نور هیوادونه لاهم ډېر لېرې دي. له همدې کبله د نړیوالې ټولنې له لوري هیڅ داسې برنامه او تګلاره نشته چې ټول پرې متفق وي.

صمیم: ډېره مننه چې وخت مو راکړ.