ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اوبو د کړکېچ په اړه په نیویارک کې نندارتون جوړ کړ

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر ویلي چې په افغانستان کې د اوبو د بېړني کړکېچ په تړاو یې په نیویارک کې د دې سازمان په مقر کې یو نندارتون جوړ کړی.

د یوناما له خبرپاڼې سره سم، دا پنځه ورځنی نندارتون چې د فبروري له ۲۴ څخه تر ۲۸ پورې به دوام لري، په افغانستان کې د اوبو پر زیاتېدونکي کړکېچ پکې بحث کېږي؛ هغه کړکېچ چې د سختې وچکالۍ، اقلیمي بدلونو، څو لسیزو جګړو او زیربناوو د له منځه تلو له امله رامنځ ته شوی.

یوناما ویلي چې په دې نندارتون کې د اوبو کمښت ښوول کېږي، دا هغه کړکېچ دی چې لوږه، بې ځایه کېدنه او نابرابري تشدیدوي او د ناروغیو د پراختیا خطر زیاتوي.

همدا راز یوناما ویلي چې په ټول هیواد کې ټولنې د څښاک پاکو اوبو او روغتیایي امکاناتو ته د لاسرسي له کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا، ښځې او ماشومان په نامتناسبه توګه د دې کړکېچ تر اغېز لاندې دي او دې وضعیت جنسیتي نابرابرۍ تشدیدې کړې دي او ماشومان د روغتیايي امکاناتو د کمښت له وجې د هغو ناروغیو په وړاندې نور هم متضرر کېږي چې له ناپاکو اوبو را پیدا کېږي.

د اوبو د کمښت کړکېچ د هیواد په کلیو او ښارونو کې لا هم یوه جدي ستونزه ده.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږي کوونکي دفتر (اوچا) په وینا، ۳۹ سلنه افغانستان د اوبو له کمښت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق تېر کال خبرداری ورکړی و چې په ښار کې د چټکې میشتېدنې او اقلیمي بدلونو له وجې ښایي چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د کابل تر ځمکې لاندې اوبه ختمې شي.