Photo: UN

د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړل شو

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (دوشنبه، ۲۷ د کب) په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي د دفتر ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د تمدید پرېکړه‌لیک ته موافقه رایه ورکړه.

په افغانستان کې د یوناما ماموریت نن پای ته ورسېد او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړې سره د راتلونکې کال د مارچ تر ۱۷ پورې تمدید کړل شو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر پر هیواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د خپلو سیاسي هڅو تر څنګ د بشرپالو مرستو څار او مدیریت هم کوي.

یوناما په دې موده کې په ځلونو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د ښځو او نجونو په تړاو یې د طالبانو پر سیاستونو نیوکه کړې.