طالبان: یوناما باید د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او بې ځایه تشویشونه ایجاد نه کړي

@GMICafghanistan on X

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) د غځولو په غبرګون کې ویلي، چې «دغه استازولۍ باید د افغانستان او ملګرو ملتونو او د نورو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پياوړتیا تمرکز وکړي او د تیر په څیر بې ځایه تشویشونو ایجاد نه کړي».

مجاهد نن (سې شنبه، ۲۸ د کب) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوې بیانیه کې لیکلي، چې یوناما باید «په افغانستان کې د امنیتي، اقتصادي او اجتماعي پرمختګونو په ملاتړ او په سم انعکاس ‏د افغانستان د خلکو د نړیوالو حقوقو د ترلاسه کولو، د بې ځایه تحریمونو لېرې کولو، د افغانانو شتمنیو د غصب پای ته رسولو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان کرسۍ بیرته افغانانو ته په سپارلو تمرکز وکړي».

د طالبانو ویاند زیاته کړې: «دوی باید د تیر په څیر د بې ځایه تشویشونو ایجادولو، له یو یا دوو جزوي مسایلو څخه په سوء استفاده د افغانستان پر وړاندې پروپاګند ته لاره هواره نکړي او د مغرضو کړیو لپاره د لاس اله نه شي.»

تېره شپه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د سیاسي هڅو سربیره د بشري مرستو د څارنې او مدیریت مسوولیت هم په غاړه لري.

په دې موده کې یوناما په وار وار په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د طالبانو پر تګلارو نیوکې کړي دي.

خو، طالبان د یوناما راپورونه د دوی پر وړاندې د تور انځور خپرول بولي او دغه سازمان د تبلیغاتو په خپرولو تورنوي.

په عین حال کې بیا د طالبانو سره د یوناما پر تعامل هم نیوکې کېږي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا د افغانستان په اړه د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي، چې د مهمو نړیوالو اړخونو له لوري ناهیلي مخ پر زیاتېدو ده چې له طالبانو سره سیاسي تعامل ګټه نه لري او شونې ده چې [نه تعامل] په دې ډله کې دننه توندلاري وهڅوي.

نوموړې زیاته کړې، چې طالبانو تر اوسه د افغانستان له نړیوالو تعهداتو سره د یوه انتخاب په توګه چلند کړی دی او ځینې تعهدات یې د دې دلیل له مخې رد کړي چې د هیواد له حاکمیت یا هم دودونو سره په ټکر کې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته