له زده کړو څخه د نجونو محرومیت؛ یوناما «اندیښنه او مایوسي» څرګنده کړه

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) له زده کړو څخه د نجونو د دوامداره محرومیت په اړه «ژوره اندیښنه او مایوسي» څرګنده کړې، او ویلي یې دي چې دا محدودیت د نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د دوامداره جلاوالي یو له اصلي دلیلونو څخه دی.

دې دفتر نن (چهارشنبه، ۶ د وري) په یوې خپرې کړې بیانیه ویلي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز به یوازې بشري حقونه، بشري مرستې او اقتصادي بحرانونه پیچلي کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: «په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شوی، خو بیا هم په ټولګیو کې د نجونو د څرګند او زیان رسونکي نشتوالي سره.»

هغې زیاته کړې چې پر زده کړو بندیز نه یوازې د نجونو راتلونکي ته زیان رسوي، بلکې د ټولو افغانانو سولې او هوساینې ته هم زیان رسوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل او د نجونو پر زده کړو د دوامدار بندیز سره شاوخوا ۴۰۰زره نورې نجونې د زده کړو له حق څخه محرومې شوې او په وینا یې، که دا بندیز تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، نو له څلورو مېلیونو څخه ډیرې نجونې به د لومړني ښوونځي هاخوا د زده کړو له حق څخه محرومې شي.

د یوناما مشرې په خبره: «زه په ژوره توګه مایوسه یم چې چارواکي په ټول افغانستان کې د خلکو غوښتنې له پامه غورځوي.»

هغه ټینګار کړی چې پر زده کړو باندې محدودیتونه د افغانستان د بیارغونې لپاره امکانات اغیزمنوي او باید لېرې شي.

د یوناما مشرې ویلي: «دا محدودیت د نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د دوامداره انزوا یو له اصلي دلیلونو څخه دی، کوم چې د هیواد بیا رغونه هم ځنډوي.»

هغه په ​​بسپنه ورکوونکو غږ کړی چې د امکان تر حده د افغانانو لپاره، په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې، خپلې مرستې ته دوام ورکړي.

نوی ښوونیز کال تېره اونۍ د نجونو د ښوونځیو له پرانیستلو پرته پیل شو.

دا څلورم کال دی چې نوی ښوونیز کال د نجونو پرمخ د ښوونځیو د بیا پرانیستلو پرته پیلېږي.