Photo: UNMAS

یوناما: افغانستان له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له امله یو له ډېرو زیانمنو هیوادونو څخه دی

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) «د ماینونو د پوهاوي او له ماین پاکۍ سره د مرستې د نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې افغانستان له جګړې د پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله یو تر ټولو ځپل شوی هیواد دی.

یوناما نن (جمعه، ۱۵ د وري) د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې «د څو لسیزو جګړې پر مهال د افغانستان په لسګونو زره عادي وګړي له جګړې د پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي او یا یې هم د بدن غړي بایللي دي.»

د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي ویلي چې اوس مهال د ماینونو د چاودنو اکثریت قربانیان ماشومان دي.

یوناما ویلي چې د ماین پاکۍ کار یو سخت، خطرناک او لګښت لرونکی کار دی او د پېښو د مخنیوي لپاره زده کړې او د معلول شویو وګړو لاسنیوی هم ځانګړی ارزښت لري.

یوناما ویلي چې افغانستان د ماین پاکۍ لپاره د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ ته اړتیا لري او دا ملاتړ نه یوازې ژوند ژغوري بلکې د افغانستان د خوندي، باثباته او ښېرازه راتلونکې لپاره پانګونه ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د سازمان له شمېرو سره سم، په افغانستان کې ۳.۳ میلیون وګړي د ماینونو او چاودېدونکو توکو په یو کیلومیټر واټن کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) د ۲۰۲۵ کال پر مهال په افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره د ۲۱.۹ میلیون ډالریزې بودجې غوښتنه کړې.