بلوچستان چې د مساحت له مخې د پاکستان یو تر ټولو ستر ایالت دی، د دې هیواد ۴۳ سلنه برخه رانغاړي مګر نفوس یې یوازې شاوخوا ۱۴ میلیونه اټکل شوی دی چې شاوخوا اووه میلیونه وګړي یې بلوڅان دي. له دې سره-سره چې بلوچستان د طبیعي زېرمو له اړخه د پاکستان یو تر ټولو بډایه ایالت دی، خو د پرمختګ له اړخه بیا تر ټولو شاته پاتې دی او لا یې هم اکثره طبیعي زېرمې نه دې سپړل شوي. د دې تر څنګ د بلوچستان ستراتېژیک جغرافیوي موقعیت هم خاص ارزښت تر لاسه کړی او په دې سیمه کې یې دنننیو او بهرنیو شخړو او لاسوهنو ته لار هواره کړې، ځکه له یوې خوا د جیوپولیټیکل سیالانو د شخړې په ساحه کې پروت دی او بل اړخ ته منځني ختیځ او مرکزي اسیا ته ډېر نږدې موقعیت لري. بلوچستان د منځني ختیځ، مرکزي او سویلي اسیا په لار کې پروت دی او داسې ښکاري چې د ۲۱مې پېړۍ د نوې لویي لوبې په لړ کې د انرژۍ او سوداګرۍ د انتقال د مرکز په توګه پام جلبوي. له دې سره-سره دا ایالت د سمندري بندر لرلو تر څنګ ګڼې سرچینې لري او په نړیواله کچه بدلېدونکو سیاسي او اقتصادي حالاتو د چین او پاکستان ستراتیژیکې اړیکې په ځانګړي توګه د بلوچستان پر سر نورې هم ټینګې کړې دي. د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا د انرژۍ د پراخو سرچینو لپاره د لویو ځواکونو د سیالۍ په لړ کې بلوچستان د پاکستان لپاره پراخ اقتصادي فرصتونه برابروي، مګر په دې ایالت کې روانو اتنیکي او قومي شخړو په دې سیمه کې نه یوازې د چین پانګونه بلکې د پاکستان د پوځ واک هم له ننګونې سره مخ کړی دی.
له پاکستان سره د یو ځای کېدو ترینګلی شالید
د بلوڅو یوه مشر غوث بخش بازینجو (چې د بلوچستان په بابا مشهور دی) یو وخت ویلي و: «موږ له پاکستان پرته ژوند کولای شو … مګر پوښتنه داده چې له موږ پرته به پاکستان وي؟ که پاکستان له موږ سره د خپلواکو خلکو په توګه چلند کول غواړي، د ملګرتیا او همکارۍ لاس ور غزوو. که پاکستان پر دې هوکړه نه کوي … نو هر بلوڅ زوی به د خپلې ملي خپلواکۍ په دفاع کې خپل ژوند قربان کړي.»
د بلوڅو د یوه بانفوذه مشر له لوري داسې څرګندونې له پاکستان سره د بلوچستان د یوځایوالي مجبوریت په ډاګه کوي او د دوی دوو ترمنځ ناحل شوې تاریخي ترینګلتیا بیانوي. د هند له نیمه وچې د انګریز د وتلو او د هند او پاکستان د بیلتون پر وخت د بلوچستان مسئله هم د میز پر سر پرته وه او د بلوڅو په استازیتوب د کلات خان میر احمد خان د بلوڅانو د خپلواکۍ هڅې او مذاکرات کول. د نوموړي موقف دا و چې په تاریخي توګه کلات هیڅکله د انډیا برخه نه و، نو باید خپلواک پاتې شي. په همدې لړ کې د ۱۹۴۷ د اګست پر څلورمه په ډیلي کې مذاکرات وشول او د کلات لومړي وزیر او محمد علي جناح هوکړه وکړه چې کلات به خپلواک دولت وي او له خپلو ګاونډیانو سره به دوستانه اړیکې ساتي او د همدې هوکړې پر اساس محمد علي جناح او لیاقت علي خان د پاکستان د راتلونکي حکومت په استازیتوب د کلات له صدراعظم سلطان احمد سره توافقلیک هم لاسلیک کړ. همدا راز برتانوي چارواکو د کاران او لاسبیلا واکمنو او همدا راز د مري او بوګټي قبایلي سیمو ته خبر ورکړ چې ستاسو چارې د کلات دولت ته سپارل کېږي او په دې توګه ټول بلوچستان د کلات د خان تر ولکې لاندې راغی. پر همدې اساس د کلات خان د ۱۹۴۷ کال د اګست پر دوولسمه خپلواکي اعلان کړه چې د اګست له ۱۵مې به پلي کېدله.
د ۱۹۴۷ کال په ډسمبر کې د بلوڅانو ولسي جرګې (دارالعوام) له پاکستان سره پر یوځای کېدو بحث وکړ او یو پرېکړهلیک یې تصویب کړ چې له پاکستان سره باید اړیکې د یوځای کېدو پر اساس نه بلکې د ملګرتیا له مخې د دوو خپلواکو دولتونو په توګه وي. همدا راز د ۱۹۴۸ کال په جنوري کې د بلوڅانو دارالامرا (مشرانو جرګه) هم د کلات خپلواکي تایید کړه او له پاکستان سره یوځای کېدل یې رد کړل او ویې ویل چې له پاکستان سره یوځای کېدل نه غواړو ځکه چې د بلوڅ ملت خپلواک موجودیت له خطر سره مخ کوي. مګر د پاکستان بنسټګر او جنرل ګورنر محمد علي جناح چې د کلات له خان سره کومه هوکړه لاسلیک کړې وه، له هغې پر شا شو او پاکستان د ۱۹۴۸ کال په مارچ کې مکران، خاران او لاسبیلا له پاکستان سره یو ځای کړل او په دې توګه یې د کلات د دولت هم نیمه ځمکه لاندې کړه او هم یې سمندر ته لاسرسی ورختم کړ. د یادې میاشتې پر ۲۷مه د پاکستان پوځ پر کلات هم یرغل ور ووړ او د کلات خان یې کراچۍ ته یووړ او هلته یې له پاکستان سره د یو ځای کېدو اسناد ورباندې لاسلیک کړل. تاریخ لیکونکي مارټین اکسمان په دې اړه لیکلي چې «د یوه دولت مړینه د یوه ملت زېږنده وه.»
کله چې د کلات په خان له پاکستان سره د یوځای کېدو اسناد لاسلیک کړل شول، نو بل پلو د هغه ورور عبدالکریم خان د پاکستان د پوځ پر ضد ګوریلایي جګړه پیل کړه. نوموړي د کلات د خپلواکۍ ژمنه وکړه او د بلوڅ د ملي خپلواکۍ د کمیټې (Baloch National Liberation Committee) په نوم یې اعلامیه خپره کړه او د خان له لوري له پاکستان سره د یو ځای کېدو اسناد یې رد کړل. له نوموړي سره په دې هڅو کې د بلوڅو ګڼ نور مشران هم ملګري وو. عبدالکریم وکولای شول چې تر ۱۹۵۰ کال پورې خپله ملي داعیه ژوندۍ وساتي او په همدې کال کې د پاکستان د پوځ له لوري ورته د خوندي لار ورکولو ژمنه ورکړه، خو په دې شرط چې وسله کېږدي، مګر دا ژمنه ماته کړل شوه او نوموړی زنداني کړل شو. که څه هم د پاکستان پر خلاف د کریم بغاوت پراخ نه و، خو په یو توګه یې له پاکستان سره د بلوڅانو د یوځای کېدو هوکړه رد کړه او همدا راز یې د وسلهوال مقاومت لومړني څرکونه هم وښودل.
د پاکستان پر خلاف د بلوڅانو د دویم مقاومت او بغاوت څرکونه هغه وخت راڅرګند شول چې کله بلوڅ سردارانو د ۱۹۵۷ کال پرمهال د پاکستان له حکومت څخه د کلات په تړاو د One Unit پالیسۍ د ختمېدو غوښتنه وکړه. کله چې بلوڅ سردارانو له حکومت سره له همکارۍ کولو ډډه وکړه، نو د پاکستان د پوځ د هغه مهال لوی درستیز ایوب خان د ۱۹۵۸ کال د اکتوبر پر ۶مه کلات ته پوځ ولېږه او همدا راز یې د کلات خان هم بندي کړ. په دې سره د پاکستان تر جوړېدو یوولس کاله وروسته د بلوڅانو د دویم بغاوت سپرغۍ هم بله شوه او د بلوڅانو د زارکزي قبیلې ۸۸ کلن مشر نوروز خان زهري له ۵۰۰ وسلهوالو کسانو سره یوځای پاڅون پیل کړ او د میرګټ په غرونو کې یې سخت مقاومت وکړ. د ۱۹۵۹ کال د می پر ۱۹مه نوروزخان تر هغه وروسته وسله کېښوده چې پاکستاني چارواکو ورسره په قرآن قسم وکړ چې غوښتنې به یې مني. مګر دا ځل بیا ژمنه ماته کړل شوه او نوروزخان له خپلو ملګرو سره یو ځای بندي کړل شو او د نوموړي مشر زوی له شپږو نورو کسانو سره اعدام کړل شو. په خپله نواب نوروزخان هم په زندان کې ومړ.
د ۱۹۶۲ کال پرمهال چې کله د ټولټاکنو له لارې بلوڅ ملتپالي مشران لکه خیر بخش مري او عطاء الله مینګل غوره شول، نو جنرال ایوب خان د ټاکنو پایلې ونه منلې. سمدستي یې دوی ګوښه کړل او پر ځای یې د خپلې خوښې سرداران د بلوچستان د محلي ادارو د مشرانو په توګه وټاکل. په دې سره د بلوڅانو درېیم وسلهوال مقاومت راوپارېده او کله چې د همدې کال په اګست کې ایوب خان د بلوچستان مرکز کویټې ته ولاړ نو هلته یې په ډاګه وویل، «که مخالفت کوئ، نو په بشپړه توګه به تصفیه شئ.» په دې ځل د بلوڅانو مقاومت د تېر په پرتله منسجم و او شیر محمد مري د خیر بخش مري په مرسته د ۱۹۶۳ کال پرمهال د کیمپونو یوه شبکه جوړه کړه او په هر کیمپ کې شاوخوا ۲۰۰ جنګیالي مېشت وو. دې مقاومت تر ۱۹۶۹ کال پورې دوام وکړ، تر دې چې د ایوب خان ځایناستي جنرال یحی خان هوکړه وکړه چې د One Unit پالیسي به ختموي. مګر دا ځل بلوڅ وسلهوالو له هوکړې سره-سره بیا هم خپل تشکیلات لغوه نه کړل او پر ځای یې وساتل.
څلورم بغاوت په ۱۹۷۳ کال کې وشو او لامل یې د پاکستان د حکومت له لوري د بلوچستان د ایالتي حکومت لغوه کول و چې عطاء الله مینګل یې مشري کوله. د دې حکومت تر لغوه کېدو وروسته د بلوڅو مشران لکه مینګل، غوث بخش بازینجو، خیر بخش مري او نور ونیول شول. د بلوڅانو د ایالتي حکومت لغوه کېدو او د بلوڅو مشرانو نیول کېدو د بلوڅو ملتپالو ترمنځ دا فکر نور هم پیاوړی کړ چې یوازې له ډیموکراټیکو لارو د خپلو حقونو ساتنه نه شي کولای. د مینګل د حکومت لغوه کول له بلوچستان سره د پاکستان د حکومت د ژمنو د ماتېدو یو بل څپرکی دی. د مینګل د حکومت تر لغوه کېدو او ختمېدو وروسته ګڼ بلوڅو وسلهوالو سازمانونو فعالیت او د پاکستان پر پوځ یې بریدونه پیل کړل. دې مقاومت څلور کاله دوام وکړ او د تېرو مقاومتونو په پرتله ډېر پراخ و. د ۱۹۷۷ کال پرمهال جنرال ضیاء الحق د کودتا تر کولو وروسته بغاوت د مذاکراتو له لارې ختم کړ، مګر تر دې وخته په جګړه کې پنځه زره بلوڅ وسلهوال او درې زره پاکستاني سرتېري وژل شوي وو. که څه هم ضیا د وسلهوالو مقاومت کوونکو بلوڅانو هیڅ غوښتنه ونه منله، خو پوځي عملیات یې ختم کړل، پوځ یې وایست او په زرګونو بندي بلوڅ وسلهوال او فعالان یې خوشې کړل او ټولو هغو کسانو ته یې عمومي عفوه وکړه چې وسلې یې اخیستې وې. په دې سره بلوچستان کې تقریبا د دوه نیمو لسیزو لپاره ناکرارۍ له منځه ولاړې مګر په دې ټولو مقاومتونو کې یو شی څرګند شو چې هر مقاومت تر پخوا زیات دوام وکړ، د هر مقاومت جغرافيوي ساحه تر پخواني پراخه وه او په هر مقاومت کې تر مخکیني مقاومت زیات بلوڅان ښکېل وو او دا پراخه زیاتیدونکې نارضایتي د یوه پراخ مقاومت او مزاحمت لپاره هوار بستر و.
اقتصادي استحصال، د بشري حقونو نقض او د ګوادر بندر شخړه
د بلوچستان د طبیعي زېرمو استحصال او د دې ولایت او خلکو د ودې لپاره ترې کمه استفاده د پاکستان په دې ایالت کې د بلوڅو او پاکستاني دولت ترمنځ د شخړې یو عمده لامل دی. که څه هم اسلام اباد د دې ولایت بندرونو، سړکونو او ډېمونو ته پام کول غواړي او تر یوه حده یې کړی دی، مګر د دې ایالت د خلګو د ژوند کچې لوړولو ته کمه پاملرنه شوې. له همدې کبله بلوڅ وګړي د دې ایالت طبیعي زیرمې خپلې ګڼي او غواړي چې تر هرڅه لومړی د دوی د ژوند د ښه کولو لپاره ترې استفاده وشي. له دې اړخه بلوچستان ډېر مهم ارزښت لري، لکه څرنګه چې د ۲۰۰۸ کال پرمهال نړیوال بانک په خپل یوه راپور کې تایید کړې وه چې بلوچستان د پرمختګ لپاره ډېرې مهمې زیرمې لري لکه طبیعي او جغرافیوي سرچینې، د دې ایالت پراخه ځمکه، د هیواد دوه پر درې ساحلي سیمه، د ماهي نیونې فرصتونه او له ایران، افغانستان، مرکزي اسیا او فارس خلیج سره د سوداګرۍ ښه موقعیت، د ګازو پراخې زېرمې، همدا راز د ډبرو سکرو، مسو، سرپو، سرو زرو او نورو موادو پراخ منابع لري. د یاد راپور په وینا، مګر بیا هم د بلوچستان اقتصاد ښه نه دی.
که څه هم بلوچستان د ګازو او ډبرو د سکرو پراخې زېرمې لري، خو د دې ایالت ۴۰ سلنه اړتیاوې لاهم د لرګیو د سوځونې له لارې پوره کېږي/کیدلې. په دې ایالت کې د ګازو استعمال ډېر کم دی ځکه زیاتو سیمو ته یې لاهم پایپ لاین نه دی غزول شوی. یوه ښه بېلګه یې ښایي دا وي چې په ۱۹۵۲ کال کې د بلوچستان د ډیره بګټي په سوۍ سیمه کې ګاز وموندل شو او بلوچستان د یوه نیمې لسیزې لپاره د پاکستان د ګازو یوازینۍ سرچینه وه. مګر له دې سره-سره بلوچستان د خپلو ګازو له زېرمو بې برخې و او تر ۱۹۸۲ کال پورې بلوچستان ته هیڅ ګاز توزیع نشو او د ۱۹۸۳ او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ له خپلو ګازو څخه د بلوچستان استعمال یوازې دوه سلنه و، ان په خپله ډیره بګټي سیمې ته د ۱۹۹۰یمو کلونو پرمهال ګاز ورکړل شو. د ۲۰۱۴ کال پرمهال د پاکستان د پیټرولیمو او طبیعي زېرمو وزیر په پارلمان کې وویل چې د بلوچستان له ۳۲ ولسوالیو یوازې د دیارلسو ولسوالیو مرکزونه ګاز لري او د بلوچستان ۵۹ سلنه کلیوالي سیمې ترې بې برخې دي. همدا راز، بلوچستان د ډبرو د سکرو ډېره استخراجیدونکې برخه هم نورو ایالتونو ته ځي. له دې سره-سره د دې ایالت په چاغي ولسوالۍ کې چې د سرو زرو د استخراج لپاره له چینایي کمپنۍ سره کوم قرارداد شوی دی، د هغه له مخې هم یوازې دوه سلنه رویالټي د بلوچستان ایالتي حکومت ته ورکول کېږي او نوره ټوله ګټه یې کمپنۍ او د پاکستان مرکزي حکومت اخلي.
دا چې د بلوڅو ملتپالو او پاکستان د حکومت او پوځ له پیله شخړه روانه ده او د بلوڅانو څو مقاومتونه هم پیل شوي، مات شوي او یا یې هم وسلې ایښې دي، خو د پاکستان پوځ د ناکراریو د ختمولو او خلکو د ایلولو په موخه د خپلو مخالفینو او یا هم د ممکنه مخالفینو د ځپلو لپاره د خپلسرې ورکولو او تښتولو له تګلارې څخه کار اخیستی دی. د بلوچستان د شخړې یو ډېر مهم اړخ همدا دی چې د بشري حقونو د نقض په لړ کې پرې په نړیواله کچه بحثونه شوي دي. د پاکستان د بشري حقونو فدرالي وزارت په یوه راپور کې تایید کړې وه چې د ۲۰۱۱ کال پرمهال په بلوچستان کې د ۹۳۶ تنو مړي موندل شوي چې په شکنجې سره وژل شوي وو. همدا راز د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې اردو بي بي سي ځینې ارقام خپاره کړي وو او پکې څرګنده شوې وه چې د حکومتي ادارو له لوري پراخې خپلسرې نیونې او وژنې ترسره شوې دي. همدا راز د بلوچستان ایالتي حکومت د ۲۰۱۵ کال پرمهال وویل، چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د ۸۰۰ کسانو مړي موندل شوي چې له وسلهوالو یاغي ډلو سره د تړاو په تور وژل شوي دي. د بلوڅانو د ورکو افرادو غږ ادارې (Voice of Baloch missing persons/VBMP) ویلي، چې په ۲۰۰۶ کال کې د اکبر بګټي له وژل کېدو راهیسې ۱۸ زره بلوڅ نارینه ورک دي.
بل پلو، بلوچستان د پاکستان-چین اقتصادي دهلیز (China-Pakistan Economic Corridor) چې د چین د یوې لارې او یوه کمربند (Belt and Road Initiative) پروژې برخه ده، په لړ کې د ګوادر بندر له امله ډېر مهم دی او ګواکې د دې پروژې ټوله اتکا پر همدې بندر ده. دا پروژه د ۲۰۱۵ کال پرمهال افتتاح شوه. موخه داده چې د دې پروژې له لارې د چین شینجیانګ سیمه د پاکستان په بلوجستان ایالت کې پر عربي سمندرګي له واقع بندر ګوادر سره وتړل شي چې شاوخوا درې زره کیلومیټره واټن کېږي. CPEC د زیربنا، انرژۍ او صنعت په برخه کې د ۶۲ بیلیونه ډالرو په ارزښت یوه پروژه ده او د چین ترې یوه موخه داده چې ګوادر ته په لاسرسي سره پر مالاکا تنګي خپله اتکا کمه کړي او له دې لارې هم سوداګري وکړي او هم د انرژي واردېدلو بدیله لار ومومي او پاکستان هیلهمن دی چې له دې لارې به یې مرکزي اسیا او تر دې هاخوا نورې نړۍ سره سوداګري او راکړه-ورکړه پراخه شي. په پاکستان کې دې پروژې ته زیاتې هیلې دي او یو وخت د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه ویلي و چې دا یوازې د زیربنا او انرژۍ پروژه نه ده بلکې ټوله مرکزي او سویلي اسیا به بدلوي.
مګر پوښتنه داده چې په دې لویه پروژه کې چې پیل یې د بلوچستان له ګوادر څخه کېږي، په خپله د بلوچستان ونډه څه ده؟ د دې اټکل له دې څخه کېدلای شي چې د CPEC له ۳۳۰ ابتدایي پروژو څخه اته یوازې په بلوچستان او ۱۷۶ په پنجاب کې پلې شوې دي. همدا راز د انرژۍ په برخه کې د ۲۱ بیلیونه ډالرو په ارزښت پروژو څخه یوازې دوې چې ارزښت یې ۱.۳ بیلیونه ډالره اټکل شوی دی، په بلوچستان کې پلان شوې دي. همدا راز د کرنې په برخه کې به په بلوچستان کې یوازې ۹۲۰ میلیونه ډالره پانګونه کېږي، مګر د دې برخلاف په پنجاب کې ۱۳ بیلیونه او په سیند کې ۴.۶ بیلیونه پانګونه کېږي. همدا راز، د پاکستان د حکومت له لوري هڅه شوې چې د سيپیک پروژې ابتدایي ټاکل شوی مسیر تغییر کړي چې له امله یې د بلوچستان لویه برخه نه پوښل کېږي، بلکې د پخوا په پرتله یې مسیر ۴۰۰ کیلیومیټره نور هم په پنجاب ایالت کې اوږدېږي.
په سيپیک پروژه کې تر ټولو مهم اړخ د ګوادر بندر جوړول او فعالول دي، ځکه چې دا نه یوازې د پاکستان بلکې د چین لپاره هم نهایي زیات ارزښت لري ځکه په دې سره چین له منځني ختیځ څخه د انرژۍ د واردولو لنډه لار مومي او په جغرافیوي توګه د زیانمن مالاکا تنګي لپاره یو بل انتخاب پیدا کوي. ګوادر د بلوچستان په مکران سیمه کې دی او له هرمز تنګي چې د نړۍ ۴۰ سلنه تېل ترې تېرېږي، ۲۵۰ دریایي میله لېرې دی. د دې پروژې په لړ کې ګوادر د پیل نقطه ده او د چین شینجیانګ سیمه د فارس له خلیج سره نښلوي. داسې اټکل کېږي چې په ګوادر کې دا ظرفیت شته چې چې د مرکزي اسیا لپاره د توکو د انتقال په یوه مرکز بدل شي. له دې سره-سره دا بندر د پاکستان لپاره هم ډېر مهم دی، کېدلای شي چې د کراچۍ بندر لپاره یو بدیل شي او هلته رش راکم کړي او په عین مهال کې د کراچۍ د بندر په پرتله د هند له ګواښ څخه هم خوندي کېږي مګر له دې لوی ارزښت سره-سره د بلوچستان اصلي اوسېدونکي بلوڅان له دې ټولې پانګونې وېره لري او پر خلاف یې دي او د بلوڅانو د یوه مشر اختر مینګل په وینا چې د CPEC بریا د بلوڅو وګړو په ملاتړ پورې اړه لري. له راپورونو سره سم، د بلوڅو لویي اندیښنې په دې پروژه کې د بلوڅو کمه ونډه، د دې پروژې د پلانولو له بهیر څخه د ځایي خلکو او د هغوی د استازو ایستل، ځایي خلکو ته په پروژه کې کاري فرصتونه نه ورکول، د فیډرالي حکومت او پوځي مشرتابه پر اقداماتو د خلکو نه باور، په سیمه کې د ځمکو غصب او په خپل ولایت کې په لږکيو د بدلېدو وېره، ځکه کله چې ګوادر په یوه بندري ښار بدلېږي، نو له چین او د پاکستان له نورو برخو څخه ښایي شاوخوا ۲ میلیونه خلک دلته مېشت کړل شي چې حد اقل ۲۰ زره به پکې چینایي وګړي وي. د بلوڅانو ټول نفوس په بلوچستان کې شاوخوا اووه میلیونه اټکل کېږي او هغوی وېره لري چې د وخت په تېرېدو به دلته میشتېدونکي خلک قانوني حقوق تر لاسه کړي او دوی به په خپله سیمه کې په لږکیو بدل شي او د اوس په پرتله به یې نور هم حقونه پایمال شي.
د ازادۍ غوښتنې پراخېدونکې شخړه او ژورېدونکې اندیښنې
د بلوڅانو د بغاوت پنځمه څپه د بلوڅانو د مشهور مشر او یو وخت د بلوچستان د اعلی وزیر اکبر بګټي له وژنې سره پیلېږي. نوموړی د بلوڅو د حقونو د خوندیتوب، د بلوچستان د لا زیات اختیار او پر طبیعي زېرمو د بلوڅانو د کنټرول غوښتلو پر سر له مرکزي حکومت او په ځانګړي توګه له پوځ سره په مخالفت کې و. د بلوچستان په سیاسي، اقتصادي او نورو چارو کې د پاکستان د وخت د دیکتاتور پوځي جنرال پرویز مشرف لاسوهنې د ده او د بګټي ترمنځ حالات ترینګلي کړل او نوموړي په ۲۰۰۵ کال کې په بلوچستان کې عملیات اعلان کړل او ډېره بګټي سیمه یې کلابنده کړه. پر بګټي تور و چې د ګاز پر پایپ لاین په بریدونو او نورو حملو کې لاس لري. کله چې د بګټي سیمه کلابنده شوه، نوموړی له خپلو وسلهوالو سره یو ځای غره ته ولاړ مګر د ۲۰۰۶ کال په اګست کې په ۷۹ کلنۍ کې د پاکستاني پوځ له لوري ووژل شو. د نوموړي وژنې بلوڅان د بل هر وخت په پرتله په زیاته کچه راوپارول او په دې سره د پنځم بغاوت لړۍ پیل شوه چې تر پخوا پراخه ده او د پخوا په نسبت پکې په لوړه کچه تعلیم لرونکي، ځوانان او د منځنۍ طبقې بلوڅان ښکېل دي. د دې څپې یو عمده توپیر د بغاوت له پخوانیو دورو سره دادی چې د بیلتون غوښتنې او یا هم له پاکستانه د بیلېدو خبره په ډېره ډاګه کوي.
بلوڅ وسلهوالې ډلې په یوه پراخ سیاسي لید سره فعالیت کوي او غوښتنې یې په کلتوري، اقتصادي او سیاسي برخه کې د حقونو له تر لاسه کولو څخه واخله بیا له پاکستانه تر جلا کېدو او خپلواک کېدو پورې دي. ښایي د دې ډلو ترمنځ د غوښتنو او اهدافو له مخې یو څه توپیر وي، مګر د دوی پر وړاندې د پاکستان د دولت چلند یوازې په زور ځپل دي او دا ډلې د هغوی فعالیتونه او دریځونه د پاکستاني نیشنلیزم پر وړاندې ګواښ ګڼي. د پاکستان د حکومت ځپونکي چلند او استعماري ذهنیت په بلوچستان کې شخړه نوره هم ژوره کړې ده. که څه هم د کاغذ پرمخ د بغاوت د ځپنې ستراتېژي شته، خو لاهم د پاکستان حکومت نه دی توانېدلی چې د شخړې بنسټیز عوامل ختم کړي او د بلوڅ وګړو زړونه وګټي. مګر د دې پرځای حکومت پر استعماري تکتیکونو تکیه کوي، لکه په ټولیز ډول سزا ورکول او د دې په مقابل کې د مصالحې رغنده هڅو ته پاملرنه نه کوي. د پاکستان د پوځ او حکومت له لوري له دغسې سخت عکس العمل سره-سره د بلوڅو د پنځم مقاومت شاوخوا دوې لسیزې کېږي چې روان دی او د کمېدو او سړېدو پر ځای ورځ په ورځ پراخېږي او د پاکستان د دولت پر وړاندې په یوه جدي ننګونه بدل شوی دی.
له ۲۰۰۶ کال راهیسې د بلوڅانو د بغاوت دا پنځمه څپه ورو-ورو پراخه شوه او د خپل مقاومت په لړ کې یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو، حکومتي ودانیو او د ګاز پر نللیکو بریدونه کول او همدا راز یې د بلوچستان په ګډون په نورو ایالتونو او سیمو کې هدفي وژنې کولې، خو د وخت په تېرېدو سره دا خوځښت منظم، پراخ او بانفوذه شو او د اقتصادي استحصال، سیاسي انزوا او بشري سرغړونو له امله پارېدلي وګړي، د بلوڅ ټولنې د منځنۍ طبقې افراد او زده کړه لرونکي خلک له دې ډلو سره یو ځای شول. په دې لړ کې د بلوڅانو ګڼې وسلهوالې ډلې فعالې دي او افراد جذبوي، خو تر ټولو مخکښې یې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) او د بلوچستان د ازادۍ جبهه (BLF) دي. په دې وروستیو کې د بي ایل اې بریدونه پراخ او سیسټماټیک شوي دي او شنونکي په دې اند دي چې د دې ډلې له لوري په خپل جوړښت کې تر بدلونو وروسته دا ډله اوس یوازې چریکي ډله نه ده بلکې په ښاري سیمو کې په یوه پرمختللې او پیچلې جګړییزې ډلې بدله شوې ده او د بلوچستان ایالت په کچه یې مهم امنیتي تهدیدونه ایجاد کړي. دا ډلې د خپل تکتیک له مخې نه یوازې پر پوځي او حکومتي اهدافو بریدونه کوي، بلکې په پاکستان کې دننه چینایي وګړي هم په نښه کوي، ترڅو د پاکستان او چین ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي او همدارنګه سيپیک پروژه سبوتاژ کړي. له دې سره-سره، د وسلهوالو ډلو په تکتیکونو کې یو عمده تغییر دا راغلی دی چې د ځینو سیمو په موقتي نیولو او کنټرولولو سره غواړي ځان د یوه موازي قوت په توګه وښیي او همدا راز خپله وړتیا او ظرفیت په ډاګه کوي او هڅه کوي چې د بلوچستان او ان په نړیواله کچه ځان ته رسمیت وګټي ځکه چې د نړیوالو قوانینو له مخې موازي ډلې ځینې ځانګړي حقونه او مسوولیتونه لري او BLA ډله هڅه کوي چې تر لاسه یې کړي.
بلوڅ وسلهوالې او بیلتون غوښتونکې ډلې په ټولو کچو او فعالیتونو کې له ځیرکانه تکتیکونو کار اخلي، له جګړییز ډګر هاخوا د تبلیغاتو په ډګر کې هم په پراخه توګه ټکنالوژي کاروي او د ټولنیزو رسنیو له لارې هڅه کوي چې ذهنیت د پاکستان د حکومت او پوځ پر خلاف کړي او خپلو لیکو ته نوي کسان جذب کړي. له دې سره-سره یې د افرادو د استخدام په لړ کې هم په خپلو تګلارو او تکتیکونو کې پرمختللي بدلونونه راوستلي او اوس په جګړییزو رولونو کې ښځې هم ورسره شاملې دي او ګډون کوي او ګڼ وختونه له هغوی د ځانمرګو بریدګرو په توګه هم کار اخلي. دا تکتیک نه یوازې دا چې پراخ روحي اغېز لري، بلکې پر مقابلو امنیتي ځواکونو هم تاثیر کوي. ښځې تر ډېره حده د ټولنیزو رسنیو له لارې جذبېږي او د هغوی د جذب لپاره پر داسې تبلیغاتي موادو کار کېږي چې د هغوی عاطفه او احساسات لمس کړي. له دې هاخوا، د بلوڅانو تعلیم یافته طبقه هم په زیاتېدونکې توګه له وسلهوالو ډلو سره یو ځای کېږي او دا په پراخه کچه د بلوڅو د ټولو طبقاتو ترمنځ له پاکستان څخه زیاتېدونکی واټن او نفرت په ډاګه کوي. په ټوله کې بلوڅ بیلتون غوښتونکي او په ځانګړې توګه BLA ډله د خپلو تبلیغاتو او ټولنیزو رسنیو له لارې هڅه کوي چې د پاکستان د دولت پر وړاندې د مقاومت یو روایت رامنځته کړي او د همدې لپاره ملاتړ را جلب کړي. څومره چې دا ډلې او BLA حکومت ننګوي، په هماغه کچه د بلوڅ ټولنې او دولت ترمنځ باور کمېږي. د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې پېښېدونکي زیانونه، د بشري حقونو سرغړونې، اقتصادي استحصال او نور موارد د دې ډلو د تبلیغاتي جګړې د سون توکي دي او له همدې لارې په ټولنه کې ځان ته ځای پیدا کوي او BLA سره د یو ځای کېدونکو خلکو له زیاتېدونکي شمېر څخه په ډاګه کېږي چې دوی له دې لارې د خلکو ترمنځ ځان ته ځای پیدا کړی دی او د همدې هڅو په لړ کې د ټولنې ترمنځ د یوه سیاسي ځواک په توګه عمل کوي، ترڅو په اوږد مهال کې سیاسي مشروعیت هم تر لاسه کړي.
د بلوڅو د مقاومت د دې پنځمې څپې شاوخوا دوو لسیزو مقاومت ته په کتلو سره یو اسانه تحلیل دا کېدلای شي چې دا مقاومت په زور نه شي ماتېدلای، بلکې د زور استعمال نور هم بلوڅ ټولنه د پاکستان له دولت او وجود څخه لېرې کوي، که څه هم تر اوسه د پاکستان د دولت او پوځ ډېر زور پر همدې تګلارې دی. د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارو په وینا، په بلوچستان کې شاوخوا ۲۵ زره پاکستاني امنیتي ځواکونه د بغاوت ځپنې په عملیاتو کې بوخت دي، خو تېر ته په کتلو سره د پوځي زور پر کارولو ټینګار او له معنادارو خبرو ډډه، یوازې بلوڅو مقاومت کوونکو ډلو ته د تلونکو سرتېرو شمېر لوړوي، له دې پرته بله محسوسه ګټه نه لري. بل لور ته، که د سیمې وضعیت او په ټوله کې د لویو قوتونو په ځانګړي توګه متحده ایالاتو، چین او له پاکستان سره د هند سیالۍ ته وکتل شي، نو داسې اخذ کېدلای شي چې ښایي ځینې بلوڅ وسلهوالې ډلې د ځینو قوتونو ملاتړ هم ولري، ځکه بلوڅ وسلهوالې ډلې په سیمه کې نه یوازې د پاکستان وجود، بلکې په عین مهال کې د چین او ایران ګټې ننګوي او شونې ده چې دوی په دې لړ کې حد اقل د هند او همدا راز د متحده ایالاتو پاملرنه جذب کړای شي. په دې توګه چې د دې شخړې ابعاد څومره پراخېږي، همدومره ورسره شخړه ژورېږي او پراخېږي او نور داسې تمه نه شي کېدلای چې پاکستان به دا مقاومت د زور له لارې وځپلای شي، بلکې د بلوڅو د دوو لسیزو مقاومت او له پاکستانه د بیلتون ډاګیز دریځ ان په پاکستان کې دننه د دې هیواد د یو موټي پاتې کېدو اندیښنې زیاتې کړې دي.
سرچینې
– Tilak Devasher: Pakistan, The Balochistan conundrum
– Mansoor Ahmad and Gulwar Khan: Balochistan, its history, geopolitics and conflict https://www.researchgate.net/publication/368925836_Balochistan_Its_History_Geopolitics_and_Conflict
– https://gjia.georgetown.edu/2025/03/14/the-balochistan-quagmire-a-cycle-of-violence-political-mobilization-and-repression/
– https://thegeopolitics.com/changing-face-of-insurgency-in-balochistan/
– https://www.iar-gwu.org/print-archive/8er0x982v5pj129srhre98ex6u8v8n