فقر او کافي خوړو ته نه لاسرسی؛ کندهار کې میرویس روغتون د خوارځواکه ماشومانو ډک شوی

د نړیوالو مرستو له کمېدو وروسته افغان وګړي له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي، چې له امله یې ماشومان د خوارځواکۍ ښکار شوي دي. کندهار کې روغتیاپالان وایي، چې اقتصادي ستونزې، مناسبو خوړو ته د کورنیو نه لاسرسی او په بازارونو کې د توکو لوړې بیې د دې لامل شوي، چې دغلته د خوارځواکه ماشومانو شمیر تر بل هر وخت زیات شي.

په دې ولايت کې د میرویس حوزوي روغتون یو تن ډاکټر د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې په دې روغتون کې د ماشومانو د څانګې ټول بسترونه د هغو ماشومانو ډک دي چې په خوارځواکۍ اخته دي. د ده په وینا، چې تېرې کب میاشت کې دغه روغتون ته یو زر او ۳۰۵ خوارځواکه ماشومان ور وړل شوي، چې له ډلې یې ۲۰ هغو د شدیدې خوارځواکۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه ډاکټر زیاتوي، چې د ۱۴۰۳ کال په شپږو میاشتو کې یاد روغتون ته شپږ زره او ۵۱۰ تنه په خوارځواکۍ اخته ماشومان وړل شوي، چې له دې جملې یې یو زرو او ۳۸۰ تنه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله بستر شوي دي. دی وایي، چې د ماشومانو خوارځواکي یوازې یوه صحي ستونزه نه ده، بلکې یوه جدي بشري بحران دی چې عاجلو اقداماتو او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

هغه وویل: «موږ د ۱۴۰۳ کال په لومړنيو ۶ مياشتو کې د ورستيو ۶ مياشتو په پرتله ۲۰ سلنه لږ په خوراځواکۍ اخته پيښې لرلې، په ورستيو ۶ مياشتو کې دغه شمير ۶۵۱۰ تنو رسيږي او د کب په مياشت کې بیا د نورو مياشتو په پرتله د خوارځواکۍ پيښې زياتې دي، چې شمير يې ۱۳۰۵ تنه رسيږي په تيره مياشت کې موږ ۲۰ تن مړينه هم لرله په خوارځواکۍ اخته ډير ناروغان د لېري پرتو سيمو کورنۍ وي.»

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۲۱مه ویلي و، چې په افغانستان کې درې میلیونه او ۲۰۰ زره ماشومان او ۸۴۰ زره میندې په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د دې کمیټې د راپور پر اساس له دې شمېر څخه ۱.۷ مېلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله له مړینې او د ادراکي کمزورتیا له خطر سره مخامخ دي.

ميرويس حوزي روغتون ته د کندهار د يوې ليري پرتي ولسوالۍ نيش څخه يوې عمر خوړلې اناګل بي بي خپل درې کلنه لمسی چې په خوارځواکۍ اخته دی راوړی او وایي، چې د لمسي مور يې يو کال مخکې د يوه بل ولادت پرمهال مړه شوې او د دغه ماشوم پالنه هغې ته ورپاتې ده.

دغه ميرمن چې ستونی يې د ژړا ډک دی، وايي چې دومره وس نه لري چې خپل لمسي ته مناسب خواړه برابره کړي، نو ځکه يې لمسی په خوارځواکۍ اخته شوی دی.

اناګل بي بي زیاتوي، چې دا يې دویم ځل دی چې خپل درې کلن لمسی د خوارځواکۍ څخه د ژغورنې په هدف ياد روغتون ته رواړي، خو په وینا یې چې که د دوی په اقتصادي وضعيت کې بدلون رانه شي ويره لري چې راتلونکي کې به يې بیاځلي هم ماشومان خوارځواکه شي.

هغې وویل: «کله چې پیسې پیدا کړم شېدې ورته رواړمه، خو کله چې پیسې نه وي بیا همدغسې پاتې وي تورې چای ورته ورکومه ټولې ستړياوط او لوږې تندې زه پر خپل ځان تيرومه.»

کندهارۍ میرمنې وایي، چې نه یوازې د ماشومانو لپاره خواړه نه لري، بلکې خپله هم چې یو وخت یې وخوري بل وخت ته حیرانې وي

د میرویس روغتون په ډيرو بسترونو کې خوارځواکه ماشومان بستر دي او د دغو ماشومانو د کورنیو غړي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي او وايي، چې په کورونو کې د خوراک لپاره هیڅ نه لري.

عاطفه بیا بله هغه میرمن ده، چې خپل یو کلن زوی یې د کندهار له شاولي کوټ ولسوالۍ څخه میرویس روغتون ته د درملنې په موخه راوړی او وايي، چې د ولسوالۍ په کلینیک کې يې ورته ډاکټرانو وویل، چې زوی يې سخت خوارځواکه دی او بايد ميرويس حوزوي روغتون ته يې انتقال کړي.

د دغې ميرمنې په خبره چې په کور کې د خوراک لپاره هيڅ نه لري او په خبره يې چې باید له دوی سره مرستې ترسره شي.

نوموړې وویل: «موږ په کور کې هيڅ هم نه لرو اوس مو دغه خپل ماشومان دلته روغتون ته راوړي دي که زموږ سره مرسته وشي ماشومان خو پريږده زموږ غټ کسان هم د خوراک لپاره شی نه لري ټولې سترګې مو مرستو ته دي.»

په ورته وخت کې روغتياپالان هم په سویلي حوزه په خاص ډول کندهار ولايت کې د خوارځواکۍ پیښو پر ډيريدو انديښنه څرګندوي.

کندهار کې یو تن د ماشومانو متخصص ډاکټر ولي الله ولي وايي، چې خوراځواکي په افغانستان په خاص ډول کندهار کې یوه جدي روغتیايي ستونزه ګرځیدلې او زیاتوي، چې د متوازنه خوړو کمښت، د پاکو اوبو نشتون، د مور د شېدو ناسم استعمال او اقتصادي ستونزې د دې لامل ګرځېدلي چې ماشومان او ميندې په خوارځواکۍ اخته شي.

دی وايي، چې د خوراځواکۍ دوامدار شتون نه یوازې د ماشومانو وده زیانمنوي، بلکې د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي، چې د ناروغیو پر وړاندې مقاومت کموي او په وينا يې که جدي ونه ګڼل شي، دا به د ټولنې پر راتلونکي ناوړه اغېز وکړي.

هغه وویل: «خوارځواکي ډير لاملونه لري، خو په افغانستان کې يې ستر لاملونه اقتصادي ستونزې، خوړو ته په منظم ډول نه لاسرسۍ د ماشومان ناسمه روزنه د عامه پوهاوي کمښت د دې لامل شوي چې د خوراځواکۍ پيښې زياتي کړي که پر وخت دغې ستونزې ته پاملرنه ونه شي ټوله ټولنه به په ستونزه کې اخته شي.»

دغه راز د خوړو نړیوال پروګرام تازه ویلي، چې د روان ۲۰۲۵ میلادي کال پرمهال به په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي؛ مطلب دا چې په هرو لسو ثانیو کې به یو ماشوم خوارځواکی کېږي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولې موتینتا چیموکا د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان اوس مهال په خپل تاریخ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ له تر ټولو بد کړکېچ سره مخ دی.

د دې په وینا، کومې میندې چې ماشومان تغذیه کوي، په خپله خوارځواکې دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولې زیاته کړې، چې په کافي بودیجې سره په افغانستان کې د خوارځواکۍ د کړکېچد ودرولو شونتیا شته ده.

نوموړې زیاتوي، کولای شي چې په کافي بودیجې سره د خوارځواکو ماشومانو او میرمنو درملنه وکړي او هغوی ته کافي او قوي کوونکي خواړه ورکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام مسوولینو تر دې وړاندې هم د بودیجې له کمښت څخه شکایت کړی و او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو باندې یې د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی و.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ۲۰۲۵ کال په راپور کې څرګنده کړې چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه خلک، چې د ټول نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي بشري مرستو ته اړتیا لري.

بلخوا کندهار کې د طالبانو مسوولين وايي، چې دوی د خلکو د اقتصادي وضعيت د ښه کيدو هڅه کوي او په خبره يې چې د نړیوالو موسېساتو ترڅنګ د ملاهبت الله دفتر هم يوه کميټه جوړه کړې، چې هره مياشت په کندهار ولايت کې اړمنو کورنيو سره مرستې کوي.