انځور: UNAMA/Fardin Waezi

په یوه ورځ کې د څلورو تنو اعدام؛ یوناما د اعدام د مجازاتو سمدستي توقف غوښتی

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د طالبانو له لوري څلورو علني اعدامونو ته په غبرګون کې د اعدام د مجازات سمدستي توقف غوښتی.

یوناما پر ایکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې ویلي چې د اعدام مجازات د ژوند له اساسي حق سره په تضاد کې دی.

دې دفتر ویلي چې د اعدام د مجازاتو سمدستي توقف یې د لغو کېدو پر لور یو ګام دی.

طالبانو نن څلور تنه په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې د قتل په تور اعدام کړي دي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې دا څلور تنه د دې ډلې د درو ګونو محکمو له لوري په قصاص محکوم شوي وو او پر هغو دا حکم د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده تر تایید او د مقتول د کورنیو له لوري تر نه بښنې وروسته تطبیق شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د دې څلورو کسانو پر علني اعدام خواشیني ښوولې او دا اقدام یې انساني کرامت ته «فاحش سپکاوی» او د نړیوالو قوانینو او معیارونو نقض بللی دی.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ هم ویلي چې د طالبانو له لوري اعدام او نور ټول بدني مجازات په عام محضر کې ترسره کېږي چې د نړیوالو قوانینو ډاګیزه سرغړونه ده.

د نننیو څلورو اعدامونو په شمول طالبانو د تېرو درې نیمو کلونو پر مهال ټولټال ۱۰ تنه په عام محضر کې اعدام کړي دي.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته خپل لومړی قصاص په فراه کې د سراج الدین حقاني او ملا برادر په شمول د خپلو لوړپوړو چارواکو په حضور کې ترسره کړی و.

دې ډلې همدا راز دوه تنه نور په غزني، یو تن په لغمان، یو تن په جوزجان او یو بل کس په پکتیا کې په عام محضر کې اعدام کړي دي.