Photo: Social media

اروپا ته د تګ سیالي؛ هوس که مجبوریت؟

د تېر جمهوري نظام له نسکورېدو او بیا ځلي د طالبانو واکمنېدو سره په افغانستان کې د بې روزګارۍ کچه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده، چې له امله یې ګڼ شمېر ځوانان د کار موندلو په موخه اروپایي هیوادونو ته پر قاچاقي لارو د تګ هڅه کوي.

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ځينې کورنۍ ځمکې، څاروي او د خپلو ښځو سره زر خرڅوي او په پیسو یې اولادونه په ناقانونه لارو اروپا ته لیږي، چې په ګمان یې هلته په رسیدو به یې اقتصادي وضعیت ښه شي؛ خو دا چاره بیا د ټولو لپاره یو شان نه ده، ځکه په قاچاقي لارو د ځوانانو سفر د مرګ په بیه تمامیږي او ځینو کورنیو ته یوازې بې روحه جسدونه په لاس ورکوي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا بهر ته د اولادونو لیږل سیالي که مجوریت دی؟

عبدالناصر د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او غواړي، چې د خپلو پنځو زامنو له ډلې یو زوی اروپا ته په ناقانونه لارو ولیږي.

هغه وایي، دا مهال د نوموړي په ګډون زیاتره کورنۍ بېکارۍ او سخت غربت اړې کړي چې خپل اولادونه بهر ته ولیږي.

د نوموړي په خبر بهر ته د ځوانانو لیږل تر ډيره د بې روزګارۍ، تربګنۍ او د سیالۍ له مخې ترسره کیږي، چې ډیر کله د ځوانانو په مرګ تمامیږي.

عبدالناصر وویل: «پنځه زامن مې دي پخوا یې نظامي دندې درلودې، خو اوس بې روزګاره شوي او یو ته مې هم واده نه دی کړی، اقتصادي ستونزې مو زیاتې دي تصمیم مې ونیوه چې یو زوی پر قاچاقي لارو جرمني ته ولیږو؛ قاچاقبر راسره په اته زره امریکایي ډالرو خبره کړې تر ایران هوایي ځي او بیا به نور پر قاچاقي لارو ځي بله لاره نه لرو ځکه دلته روزګار خراب دی او همدا یوه اروپا راته پاتې ده که دا زوی مې په خیر سره ورسېده نو زمونږ اقتصادي ستونزې به هم ورسره تر یوې کچې حل شي.»

د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی تواب خان وایي، چې د دوی له سیمې څخه ځينې ځوانان له هيواده بهر ته په تګ دي او ډېرو یې پر ناقانونه لارو د سفر تابیا کړې.

هغه وایي، بهر ته په سفر زرګونه ډالر لګښت راځي چې یو شمېر کورنۍ د خپلو اولادونو د لیږلو لپاره خپلې پلرنۍ ځمکې خرڅوي او ځینې بیا له نورو خلکو پیسې قرض کوي.

د نوموړي په خبره که څه هم تر ډیره دا چاره د بې روزګاره له امله ترسره کېږي، خو د دوی په سیمه کې دا کړنه بیا تر ډیره د تربګنۍ او سیالۍ له مخې ترسره کېږي.

تواب خان زیاتوي: «د خوږیاڼو زیاتره خلک به اروپایي هیوادونو کې دي او که بل هیواد ته د کار لپاره لاړ نه شي نو بیا یې اخیري ځای سعودي او یاد دوبۍ وي، هلته خو حتما د مزدورۍ لپاره ځي په نورو ولسوالیو کې به دا کار د مجبورۍ له مخې کېږي؛ خو خوږیاڼو کې بیا دا چاره د تربګنۍ سیالۍ مخې کېږي، که د یو خپلوان، کاکا زوی، ماما زوی او یا کلیوال اروپا ته لاړ شي، نو دا نور خپلوان یې هم د سر او مال په بیه خپل اولاد پر قاچاقي لارو اروپا ته لیږي زیاتره ځوانان په لارو کې مړه کېږي.»

اروپایي هیوادونو ته د ځوانانو تګ ډیر کله د سر په بیه تمامیږي/ خواله رسنۍ

ضیاالحق د ننګرهار ولایت د کوز کونړ (ښېوې) ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه د اقتصادي ستونزو او همدارنګه د انساني قاچاقبرانو د درواغجنو ژمنو له امله وهڅول شو، چې خپل کشری ورور په قاچاقي لارو بهر ته ولیږي.

هغه وايي، سره له دې چې زرګونه امریکايي ډالر یې ولګول، خو نه یوازې یې ورور خپل منزل ته ونه رسېد، بلکې د انساني قاچقبرو د بې غورۍ له امله یې په نیمه لار کې ساه ورکړه.

ضیاالحق وویل: «ما غوښتل خپل کشری ورور نبی الله پر قاچاقي لاره فرانسې ته ولیږم، له قاچاق کوونکو سره مې په ۷ نیم زره ډالره خبره وکړه دوه زره ډالر یې راڅخه مخکې واخېستل او نور مو صراف په ضمانت کې ورکړ؛ خو زما ورور د ایران او ترکیې ترمنځ سرحدي سیمه کې د پولیسو له لوري په ډزو وژل شوی و، کورنۍ مو تر درېیو اوونیو خبره نه وه مونږ د فیسبوک له لارې د خپل ورور له مرګ خبر شو، بیا مو په ډیره سختۍ مړی هیواد ته راوړ چې دوه زره ډالر لګښت یې د مړي په انتقال وشو، هغه ورځ چې د ورور له مرګ خبر شوم سم قیامت و، انساني قاچاقبران هیڅ رحم نه لري او همدا لامل دی چې خلک د دوی په خبرو تېروځي.»

د نوموړي په خبره له دومره ستونزو سره سره بیا هم ډېری ځوانان له هېواده بهر د تګ په لټه کې دي او د خپلو کورونو په ګروولو او یاهم د کور د مال پلورلو په پېسو له هېواده بهر ته د تګ لپاره د ناقانونه لارو په لټه کې دي.

هغه ټینګار کوي دغه کار نه یوازې دا چې ډېر ځله د دوی د سر په بیه تمامېږي، بلکې ډېری وخت قاچاق کوونکي دوی تېر باسي.

په دې وروستیو کې له ننګرهار سربېره په لغمان کې هم د ډېرو کورنیو ترمنځ دا بحثونه ګرم دي، چې څنګه اولادونه له هيواده بهر او په ځانګړې توګه اروپا ته په کار او مزدورۍ پسې ولیږي.

خو ډېري کورنۍ د دې توان نه لري چې په ناقانونه لارو بهر ته د اولادونو لیږلو لپاره قاچاقبرو ته پسې پیدا کړي.

ګل محی الدین د مرکز مهترلام اوسیدونکی دی چې غواړي د روسیې په لاره اروپا ته ځان ورسوي. هغه زیاتوي، چې له کلي یې دا مهال یوولس کسانو تابیا نیولې چې پر قاچاقي لاره اروپا ته ځانونه ورسوي.

نوموړی وایي، د ده په ګډون زیاتره خلک د تربګنۍ، اقتصادي ستوونزې او بېکارۍ اړ کړي، چې په بهر کې د خپلې کورنۍ لپاره پيسې وګټي.

ګل محی الدین په خپلو خبرو کې وویل: «مخکې مې دولتي دنده درلوده، خو یو کال کېږي طالبانو له دندې ګوښه کړی یم او زما پر ځای یې بل طالب ګمارلی، تر اوسه بې دندې یم د کورنۍ اقتصادي ستونزې زیاتې دي لګښتونه ډیر دي او عاید نشته؛ د کاکا او ماما څو زامن مې په اروپا کې دي، نو ځکه خو مې یو جریب ځمکه، دوه څاروي او د مېرمنې سره زر مې خرڅ کړل او غواړم چې په قاچاقي لاره سویس ته لاړ شم، له ماسره د کلي یوولس نور ځوانان هم دي چې له ډلې یې زیاتره پخواني نظامیان دي اوس بې روزګاره دي.»

زیاتره کورنۍ د سیالۍ له مخې خپل اولادونه اروپایي هیوادونو ته لیږي/ خواله رسنۍ

د لغمان اوسېدونکی فریدالله چې نږدې څلور کلونه وړاندې پر قاچاقي لارو جرمني ته تللی وایي، افغانستان کې شته شرایطو ته په کتو، ډېرې کورنۍ خپل اولادونه بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول اروپا ته په مزدورۍ پسې لېږي حال دا چې له ستونزمنو لارو او د قاچاقبرو له ناوړه موخو خبر نه دي.

نوموړی پر نورو کورنیو غږ کوي چې خپلو اولادونو لپاره داسې لارې وګوري چې قانوني وي او ژوند ته خطر ونه لري.

فریدالله زیاتوي: «انساني قاچاق کوونکي ځوانان تېرباسي او په یوه او بله پلمه یې هڅوي چې اروپا ته لاړ شي، دوی دروغ وایي او کومې خبرې چې د لارو د اسانتیاوو په اړه کوي دروغ دي؛ کله چې مونږ د ایران او ترکیې له لارې پر قاچاقي لارو جرمني ته سفر کاوه، نو داسې وخت راغلی چې مونږ دوه، درې او حت تر پنځو ورځو هم ډوډۍ نه ده خوړلې ځان مو په مرګ حساب کړی و، زیاتره زمونږ ملګري په لاره کې پاتې او مړه شول ځینې پولیسو وویشتل او ان ځینې د لوږې او تندې له امله مړه شول.»

هغه د طالبانو له حکومت هم غوښتنه کوي چې په کور دننه د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

د ده په خبره، اوس مهال ډېری ځوانان له سختې بې ‌روزګارۍ او بې وزلۍ له کبله اړ کېږي چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

بهادر ولیزاده د ننګرهار کامې ولسوالۍ هغه اوسېدونکی دی چې پلار یې اروپا ته د هغه د لیږد لپاره خپله یوه اندازه ځمکه پلورلې وه، خو هغه خوشبخته و، چې د څلور میاشت په موده کې فرانسې ته ورسېده.

هغه پر قاچاقي لارو د تګ کېسه کوي او وایي، که له دومره سختیو خبر وای، هیڅکه به یې په غیر قانوني لاره اروپا ته سفر نه وی کړی.

ولیزاده وویل: «زه د روسیې او بیلاروس له لارې د لس زره ډالرو په لګښت تر فرانسې رسېدلی یم، خو په لاره کې مو ځان په مرګ حساب کړی و، ځکه نه خواړه و او نه اوبه او هم پوښاک و، دوه کلونه کیږي چې تراوسه مې د کورنۍ شوي لګښتونه نه دي پوره کړي؛ ځکه دلته په اروپا کې هم د پخوا په شان مزدوري نشته او هم د حکومت له اجازه پرته کار کولای شې قانوني اسناد هم ژر نه درکوي او حتا زیاتره ځوانان چې دلته راغلي کېسونه یې رد شوي او دوی اوس په رواني ناروغۍ اخته دي او یا په نشه یي توکو روږدي شوي، خو کورنۍ له دوی خبر نه لري ځوانانو ته پیغام لرم چې په خپل هیواد کې لږ کار وکړي، خو اروپا ته مه راځئ ځکه دلته راتګ د مرګ په بیه دی.»

ولیزاده ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت باید په هېواد کې د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو له برابرولو سربېره د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې هم ګامونه پورته کړي ترڅو هېواد وال په قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته د تګ له امله قرباني نه شي.

د هغه په خبره له هغو کسانو ډېری چي د اروپا په موخه يې ځانونه ترکيې ته رسولي وو، ترکيې بيرته افغانستان ته اخراج کړي او اوس هم دغه لړۍ روانه ده.

افغان ځوانان پر طالبانو نېوکه کوي چې د کاري فرصتونو په موندلو کې پاتې راغلي، چې له امله دوی اړ شوي په مرګونو لارو بهرنیو هیوادونو ته سفر وکړي/ خواله رسنۍ

که څه هم د طالبانو واکمنیدو سره ډېرو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او ډيرې کورنۍ له سخت اقتصادي کړاو تیریږي، خو ویل کېږي، چې بهر ته ټول تلوونکي کسان نه يوازي د مجبوریتونو له امله بلکې ځینې یې د سیالۍ په بڼه سخت خطرونه قبلوي او بهر ته ځان رسوي.

په ناقانونه لارو اروپا ته سفرونه له سختو ستوونزو او کړاونو ډک دي او ډېر کله ان د مسافرو په مرګ تمامیږي.

بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې د ناقانونو او قاچاقي لارو د ټاکلو له امله دې خپل ژوند له ګواښ سره نه مخ کوي.

دغه راز د طالبانو مشر ملا هبت الله هم څه موده وړاندې د یو فرمان په صادرلو سره انساني قاچاق کوونکو ته د سختې سزا غوښتنه کړې وه.

د طالبانو له بیا واکمنیدو څلور کلونه بشپړیږي، خو لاهم هغوی د یوه منظم حکومت په جوړولو نه دي توانیدلي چې له همدې امله په هېواد کې بې کاري زیاته شوې او خلک په یوه ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند تیروي.