اطلاعات روز: طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د دفتر له لوري د اعدام مجازاتو د لغوه کولو او یا ځنډولو غوښتنه «غیرمسوولانه» او «له اسلامي احکامو څخه پر ناخبرۍ» دلالت کوي.
دې وزارت نن (چهارشنبه، ۲۷ د وري) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې طالبان د یوه «اسلامي نظام» په توګه د اعدام پلي کول خپل «مکلفیت» ګڼي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د اعدام احکام د دې ډلې په ابتداییه، مرافعه او تمیز محکمو کې د افرادو د دوسیو تر ارزونو او تورنو افرادو ته د دفاع د حق تر ورکولو وروسته پلي کېږي.
دې وزارت زیاته کړې، چې حدود په ځانګړې توګه قصاص د شریعت د پلي کولو یوه نه بیلېدونکې برخه ده او دا مسئله باید ټولو ته څرګنده وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر همدې اساس پر اسلامي احکامو د نیوکې جسارت غیر مسوولانه کار دی او د یوناما د ماموریت خلاف دي او په راتلونکي کې باید ډډه ترې وشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر د طالبانو له لوري په یوه ورځ کې د څلورو کسانو تر اعدام وروسته د اعدام
مجازات د انسان د ژوند د حق خلاف وبلل او له طالبانو یې وغوښتل چې د اعدام مجازات دې وځنډوي او د هغو د لغوه کېدو هڅې دې پیل کړي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته تر اوسه لس تنه په اوو ولایتونو کې اعدام کړي او تقریبا هره ورځ خلک په عام محضر کې په دُرو وهي.
د بشري حقونو نړیوال بنسټونه اعدام او د تورنو افرادو بدني مجازات د انساني کرامت او نړیوالو قوانینو خلاف بولي او د ختمېدو غوښتنه یې کوي.
مګر طالبان دا مجازات د «شریعت د پلي کولو» په نوم توجیه کوي او ټینګار کوي چې پلي کول به یې روان ساتي.