اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر د «ځمکې د نړیوالې ورځې» په مناسبت د افغانستان د چاپېریال ساتنې غوښتنه کړې.
یوناما نن (سېشنبه، ۲ د غوایي) پر فېسبوک د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې ناپایداره تګلارو، ککړتیا او د عمومي پوهاوي نشتون په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې بهیر ګړندی کړی.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر همدا راز ویلي چې له کلونو راهیسې د ځنګلونو غوڅیدنې د افغانستان طبیعي پوښښ ختم کړی دی.
یوناما ویلي چې افغانستان د سیمې په کچه د اقليمي بدلونونو له یو شمېر سختو ننګونو سره مخ دی او په دې هیواد کې سیندونه او څاوې مخ پر وچېدو دي او د اوبو کمښت په یوه ملي ستونزه بدله شوې.
هغه ویډیو چې یوناما خپره کړې، پکې ویل شوي چې د ګرمۍ زیاتوالي، اوږدو وچکالیو او د چاپېریال فشارونو په ټول افغانستان کې د خلګو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.
په دې ویډیو کې ویل شوي چې د زلزلې او سیلاب په څېر طبیعي ناورینونو دا خلګ نور هم سخت زیانمن کړي.
یوناما همدا راز ویلي چې دې ننګونو کروندګر تر فشار لاندې کړي، فقر یې زیات کړی او ماتېدونکی ایکوسیسټم یې د نابودۍ تر سرحده رسولی.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر ټینګار کړی چې اوس تر بل هر وخت بېړنۍ اړتیا ده چې د ځنګلونو د بیا کرنې ملاتړ وشي، اوبیزې سرچینې په ښه ډول مدیریت شي او ځیرکې اقلیمي حل لارې وموندل شي.
یوناما ویلي چې د افغانستان د چاپېریال ساتنه په حقیقت د خلګو او د راتلونکو نسلونو خوندي کول دي.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر له افغان وګړو غوښتي چې د ونو په کرلو او له پلاستیک څخه په کمې استفادې د هیواد د چاپېریال په ساتنه کې خپل رول ادا کړي.