د طالبانو بیا ځل واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت په بېسارې ډول خراب شوی دی. د نړيوالو مرستو بنديدو د کورنيو پر عايداتو مستقيم او ژور اغېز کړی، چې له امله يې ورځ تر بلې د افغانانو ژوند سختیږي او نه يوازې دا چې د خپلو کورنيو د غړو د ګېډې مړولو وس نه لري، بلکې د ژوند لومړني اړين توکي هم نه شي پېرلی او په دې توګه یې راتلونکی د جدي ګواښ سره مخ دی.
د هېواد په سويلي حوزه کې د دولتي روغتيايي مرکزونو مسوولين وايي، چې دغلته روغتونونو ته د خلکو ورتګ څو برابره زيات شوی او ګڼې کورنۍ د ناروغۍ په پلمه خپل د کورنۍ غړي روغتونونو کې بستروي، څو وکولای شي لږ تر لږه د روغتون له خوا وړاندې کېدونکي خواړه ترلاسه کړي. د روغتيايي مرکزونو له لورې د وړيا خدمتونو شتون د هغو خلکو لپاره وروستۍ هيله ده، چې د بې وزلۍ له امله نه يوازې د درملنې وس نه لري، بلکې ورځني خواړه هم په سختۍ پیدا کوي.
زابل کې د يو دولتي روغتون مسوول احمدضيا (مستعار) وایي، چې د پخوا په پرتله يې ۵۰ سلنه د ناروغانو شمير زيات شوی او ډير هغه ناروغان چې پخوا يې په خصوصي روغتيايي مرکزونو کې درملنه کوله اوس د درملنې او نس مړيدو په هدف دولتي روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کوي.
نوموړی زیاتوي، چې ډيری داسې کورنۍ هم شته، چې د سختو اقتصادي ستونزو له کبله خپل د کورنۍ غړي دولتي روغتون ته ور وړي او غوښتنه کوي چې بستر یې کړي.
احمدضیا وویل: «زموږ په روغتون کې د ناروغانو شمير څو برابره زيات شوی دی که پخوا به د ورځې موږ ته ۵۰ ناروغان راتلل اوس د دغه ناروغانو شمير تر ۱۰۰ هم اوښتی دی ډير شمير خلک چې د کورنۍ غړي يې عادي ناروغۍ هم ولري کوښښ کوي، چې زموږ په روغتون کې یې بستر کړي او زموږ سره ټينګار کوي چې د کورنۍ غړی يې د درملنې په هدف بستر کړو همدغه کسان وايي، چې موږ کور کې ډوډۍ نه لرو بل ځای مو هيله نشته ځکه يې دلته بستر کوو چې په ګيډه زموږ د کورنۍ غړې ماړه شي.»
دغه راز په کندهار کې هم د زابل په څير په دولتي روغتيايي مرکزونو کې د عامو خلکو ګڼه ګوڼه خورا زياته شوې او د ميروس حوزوي روغتون په ګډون ټول دولتي روغتيايي مرکزونو کې د بستر کټونه د ناروغان ډک دي.
په دې ولایت کې میرویس حوزوي روغتون چې په سويلي حوزه کې يو له مهمو او لويو روغتيايي مرکزونو څخه ګڼل کېږي، يو مسوول یې نوم یې د نوم نه یادولو په شرط وویل، له کله راهیسې چي د سور صلیب له لوري پر دغه روغتون مرستې محدودي شوي د دغه روغتون په فعاليتونو کې ۷۰ سلنه کمښت راغلی، خو د ناروغانو شمير بیا د پخوا په پرتله زيات شوی دی.
هغه وايي، چې د سویلي حوزې د بېلابېلو ولايتونو داسې ناروغان چې په خصوصي روغتيايي مرکزونو کې د درملنې وس نه لري دغه روغتون ته مراجعه کوي او زیاتوي، چې يو شمير ناروغان تر درملنې وروسته بیا هم له روغتون نه وځي او حتا واسطې کوي چې په بستر خونه کې پاتې شي. دغه مسوول د خلکو د داسې چلند لامل اقتصادي ستونزې او په کور کې د کافي خوړو نه لرل یادوي.
سرچینې وویل :«زموږ روغتون کې اوس روغتيايي خدمتونه د پخوا په پرتله څو برابره کم شوي دي ځکه موږ د هيڅ سازمان لخوا ملاتړ نه لرو ټوله تمويل د دولت لخوا کېږيؤ چې دولت په کافي اندازه امکانات نه لري د ناروغانو شمير مو څو برابره زيات شوی دی ځينې ناروغان چې روغ شي د دې لپاره چې روغتون کې ورته کافي خواړه رسيږي بیا د روغتون له بسترونو څخه نه ځي او موږ ته واسطې کوي چې د روغتون پر بسترونو يې پريږدو.»
د زابل او کندهار ترڅنګ په ارزګان ولايت کې هم د دولتي روغتيايي مرکزونو مسوولين دغه ډول ادعاوې کوي او زياتوي چې د لوږې سره مخ کورنۍ دولتي روغتونونو ته مراجعه کوي او خپل د کورنۍ غړي د ناروغۍ په پلمه روغتون کې بستروي ترڅو یوه مړۍ ډوډۍ ورته ورسیږي.
د خلکو اقتصادي وضعيت
د سویلي حوزي اوسيدونکي وايي، چې د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او هيڅوک ورسره مرسته نه کوي.
د کندهار د نيش ولسوالۍ اوسيدونکې زرغونه چې د خپلې اته کلنې لور سره د دې ولایت په یوه دولتي روغتون ته راغلې، وايي چې شاوخوا ۱۵ ورځې کېږي چې په ياد روغتون کې يې لور بستر شوې او کور ته یې بیرته نه وړي ځکه په وینا یې که ناروغه لور کور ته انتقال کړی ويره لري چې د لوږې له امله به یې روغتیايي حالت تر دې ډير خراب شي.
دغه ميرمن وايي، چې د دوی په کلي کې د زيات شمير کورنيو اقتصادي وضعيت سخت خراب دی او د وچې ډوډۍ پیدا کيدو وس هم لري.
هغې وويل: «لور مې دلته بستر کړې، ۱۵ ورځې کېږي ۴ ورځې مخکې ډاکټرانو راته وويل، چې لور دې جوړه ده، خو موږ کور کې هيڅ شی نه لرو ځکه مو دلته بستر کړې ده د ډاکټرانو څخه غوښتنه کوو چې موږ کور ته ونه ليږي او دلته زما لور په بستر کې پريږدي.»
د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ په يوه روغتيايي مرکز کې بستر شوې حميده چې تازه يې ولادت شوی، وایي چې د خراب روغتيايي وضعيت له کبله روغتون کې بستر شوې او اوس که څه هم ماشوم يې پیدا شوي، خو په خبره يې چې په کور کې د چای او وچې ډوډۍ پرته هيڅ هم نه لري.
نوموړې په خپلو خبرو کې وویل: «يو څو ورځې مخکې مو دلته په روغتون کې يو ماشوم پیدا شوو وروسته بیا کور ته ولاړو، خو روغتيايي حالت مو سخته خراب شو بیا چې روغتون ته راغلو ډاکټرانو وويل، ته باید سم خواړه وخورې کله چې زموږ د کور د اقتصادي حال څخه خبر شول بیا د روغتون ريس وويل خير دی په روغتون کې دې بستر وي»
که څه هم په ټول هېواد کې اقتصادي وضعيت ورځ تر بلې د خرابيدو په حال کې دی، خو طالبان بیا ادعا کوي، چې په ټول برخو کې وضيعت ښه دی او دوی د اړمنو خلکو سره په دوامداره ډول مرستې کوي.
طالبان په داسې حال کې د افغانستان د اقتصادي وضعيت د ښه کيدو ډاډ ورکوي، چې د ملګرو ملتونو ادارو په ګډون مرستندویه سازمانونه اړمنو کسانو ته د رسیدګۍ لپاره د بودیجې له کمښت خبره کوي.
د ملکرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل راپور کې ويلي، چې نږدې ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا ویلي، چې د بودیجې د پام وړ کمښت له امله د مرستې رسونې بهیر د لومړیتوب له مخې ترتیب شوی او له ۲۲ میلیونه وګړو څخه ۱۲.۵ میلیونه وګړو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
دې بنسټ ویلي، چې ډېرو اړمنو وګړو ته د مرستې رسونې لپاره ۱.۶۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
افغانستان سره د نړیوالو په ځانګړي ډول د امریکا د مرستو بندیدو د بې وزله افغانانو ستونزې زياتې کړي او ګڼې کورنۍ نه پوهيږي چې د ځان او کورنۍ د غړو د ګيډې مړيدو لپاره څه ډول عمل وکړي.