کونړ او نورستان کې روغتیاپالانې او ځايي خلک شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې ولایت کې په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د نیمايي معاشونو د ورکړې په شرط ګمارنې کېږي.
دوی وايي، که اړوندو مسوولو طالبانو ته نیمايي معاشونه ونه مني او یا هم زرګونه ډالر ورنه کړي نه یوازې دا چې بریالي کېږي نه؛ بلکې په ازموینه کې برخه نه ورکول کېږي.
دوی پر نړۍوالو مرستندویه ادارو غږ کوي چې په دې برخه کې دې جدي څارنه وکړي او په روغتیايي مرکزونو کې دې وړ کسان پر دندو وګمارل شي.
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ۲۷ کلنه عاقله چې د عالي قابلهګۍ په برخه کې یې زده کړې کړي شکایت کوي، چې له دوامدارو هلو ـ ځلو او په ځلونو د ازموینو له ورکړې وروسته د دندې پر اخېستو نه ده بریالۍ شوې.
نوموړې وايي، که څه هم د دندې اخېستو پر ټولو شرایطو یې ځان برابر کړی، خو دا چې زر او زور نه لري دنده نه ورکول کېږي.
عاقلې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ما د جمهوریت په اخري کال د عالي قابلهګۍ په برخه کې زده کړې بشپړې کړي، په کدر فارغه شوې یم، اېګزېټ امتحان مې ورکړی، ډېپلوم لرم؛ خو دا چې نه پیسې لرم او نه هم قوي واسطه لرم وظیفه نه راکول کېږي، په لسهاوو ځله مې ثبت نام کړی، امتحان مې ورکړی؛ خو نتیجه یې ناکامي وي، علت یې دا دی چې د وظیفې لپاره رانه د نیم معاش غوښتنه کېږي، راته وايي که نیم معاش راکوئ نو بریالۍ به شې که نه نو بل څوک کامیابېږي، بدبختانه چې هغوی د وظیفې په بدل کې پیسې او نیم معاش غواړي او زه دا توان نه لرم.»
د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی نصرالدین چې پر خپلې لور یې د نرسنګ په برخه کې زده کړې کړي خپلې لور ته د دندې له نه پیدا کېدو سر ټکوي.
نوموړی وايي، په خراب اقتصادي وضعیت کې یې پر لور زده کړې کړي، خو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د دندې اخېستو په موخه سرګردانه ګرځي او نه شي کولی چې د خپلې خوارۍ ثمر ته ورسېږي.
نصرالدین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ما پر خپلې لور له دولسم ټولګي وروسته د عالي نرسنګ څانګه ولوسته چې هم به د خلکو خدمت وکړي او هم به مو د کور اقتصادي ملاتړ وکړي، ځکه زه بې سواده یم او دهقاني کوم، خو پر خپلې لور مې تعلیم وکړ، زامن مې کوچني دي، د کار روزګار نه دي، ما ویل چې لور به مې وظیفه واخلي، د هغې لپاره مې اخېستي قرضونه به هم خلاص کړي او هم به مو د کور ضرورتونو ته اوږه ورکړي؛ خو په دې نظام کې هر څه په پیسو دي، چې هر ځای ته ځو وايي، درې زره ډالر راوړئ کس به مو مقرر شي، زه خو غریب سړی یم ډالر له کومه کړم.»
کونړ کې روغتیا پالانې وايي، د طالبانو د دوه ګوني چلند له امله خپلو هیلو ته نه دي رسېدلي او دې برخه کې د نړۍوالو پر چوپتیا هم نیوکې لري.
د دوی په باور افغانستان کې تر بل هر وخت ښځینه روغتیاپالانو ته اړتیا ډېره ده او غوښتنه یې دا ده چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې شته ټول خنډونه دې لېرې شي.
د کونړ مرکز اسعداباد اوسېدونکې جمیله چې د قابلهګۍ په برخه کې یې زده کړې نیمګړې پاتې شوي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ما په ډېر لوی امېد د قابله ګۍ په برخه کې تعلیم شروع کړ چې له فارغېدو وروسته به د خپلو همخېلو (ښځو) خدمت وکړم، خو طالبانو مو په ارمانونو خاورې واړولې، په دې برخه کې نړۍواله ټولنه هم ملامته ده؛ ځکه هېڅ غږ نه اوچتوي، کونړ او د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې ښځینه ډاکټرانو ته ډېره اړتیا ده، زما غوښتنه دا ده چې باید د نجونو پر مخ د زده کړو بندې دروازې ژر خلاصې شي، ځکه د ښځو له تعلیم پرته افغانستان فلج کېږي.»
آخوا نورستان کې هم یو شمېر نرسانې او قابله ګانې شکایت کوي، چې د طالبانو په رژیم کې د زده کړو ترڅنګ د دندې له حق بې برخې شوي چې دې چارې له رواني پلوه سخت ځپلې دي.
نورستان کې له قابلهګۍ فارغه شوې فهیمه وايي، له نږدې دوو کالو راهیسې د دندې اخېستو په موخه پر بېلابېلو ادارو ګرځي، خو هېڅوک یې غږ نه اوري.
فهیمې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ما په سخت اقتصادي وضعیت کې په ننګرهار کې د قابلهګۍ په برخه کې زده کړې وکړې، خو دوه کاله کېږي چې له فراغت وروسته هرې ادارې ته د دندې وړاندیز کوم، مګر هېڅوک مې آن شارټ لېست کوي هم نه، هر چېرته چې ځم ټول اسناد ور سپارم، خو هلته رانه د پیسو غوښتنه کېږي، نه پوهېږم کوم دوران ته پاتې شوو، د زده کړو حق خو یې رانه اخېستی وو، اوس یې رانه د دندې حق هم اخېستی، آخر چاته شکایت وکړو، چاته وژاړو.»
د نورستان خلک دغه راز وايي، چې په روغتیايي مرکزونو کې د قابله ګانو او روغتیاپالانو د کمښت له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی د طالبانو له رژیم غوښتنه کوي چې په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه روغتيايي پرسونل د کمښت ستونزه حل کړي، ځکه په خبره یې دې چارې د مور او ماشوم ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړی.
د نورستان د برګمټال ولسوالۍ اوسېدونکی عرفات نورستانی له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زمونږ په ولسوالۍ کې په یوه کلینیک کې هم ښځینه ډاکټره نشته، کلینیکونو کې نارینه ډاکټران دوا ورکوي، نارینه ډاکټران هم مسلکي نه دي اکثریت یې نرسان دي، د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له کبله د مور او ماشوم ژوند له خطر سره مخ دی او هر وخت د مور او ماشوم د مرګ خبرونه ورکول کېږي، باید په هر دولتي روغتیايي مرکز کې ښځینه ډاکټرانې ځای پرځای شي.»
په همدې حال کې یو شمېر ټولنیز فعالان په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د وړتیا پرځای بډو او روابطو ته لومړیتوب ورکول د بشري قوانینو ضد ګام یادوي.
دوی باور لري که په دې برخه کې وړتیا ته په کتو ګمارنې ونه شي ستونزې به لا زیاتې شي.
کونړ کې یو ټولنیز فعال د نوم نه خپرولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «افغانستان کې لا هم په دولتي روغتیايي مرکزونو یا کلینیکونو کې د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابله ګانو کمی زیات دی، زمونږ غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې وړتیا ته په کتو ګمارنې وشي او دې برخه کې کمښت ته د پای ټکی کېښودل شي او همدارنګه نجونو ته د زده کړو حق هم ورکړل شي او ټولې آسانتیاوې ورته برابرې شي.»
موږ هڅه وکړه چې کونړ او نورستان کې د ښځینه روغتیاپالانو د نیوکو، شکایتونو او ستونزو په تړاو په دې ولایتونو کې د ځايي طالب چارواکو نظر هم ولرو؛ خو له پرله پسې هلوـ ځلو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.
کونړ او نورستان کې داسې مهال قابله ګانې او نرسانې په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د دندې اخېستو په برخه کې له ستونزو پرده پورته کوي چې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په لیندۍ میاشت کې د یوناما مرستیال «اندریکا رتواته» ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو له لوري په طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز اندېښمنوونکی بللی و.
هغه ویلي و، چې د طالبانو له لوري په طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز سره هممهاله شاوخوا ۴۰ زره قابلې او نرسانې له زده کړو بې برخې شوي چې دا چاره به د هغوی پر ژوند منفي اغېز وکړي.
هغه د طالبانو پر رژیم غږ کړی و، چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د بندیزونو پرځای لازم امکانات برابر کړي.