په افغانستان کې کرنه او مالداري د خلکو د ژوند اساسي برخه جوړوي او نه یوازې د میلیونونو افغانانو د عاید سرچینه بلل کېږي، بلکې د هېواد د خوړو امنیت، صادراتو او د کلیوالو ټولنو د بقاء لپاره حیاتي رول لري، خو د دې کرنیزو محصولاتو او ترڅنګ یې د افغاني صنعتي توکو لپاره د نړیوال بازار نشتون یو له لویو ننګونو څخه بلل کېږي.
د هېواد په سویلي ولايت کندهار کې د وچې او تازه ميوې سوداګر، صنعت کاران او همدا راز د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې نورو هیوادونو سره د طالبانو د سړو اړیکو ترڅنګ د افغاني تولیداتو غیر معیاري بسته بندي او د نړیوال نورم سره نه برابروالی د دې لامل ګرځیدلي، چې دغه توليدات د کورني مارکيټ ترڅنګ هيڅ نړيوال بازار ونه لري.
په دې ولایت کې يو تن د وچې ميوې سوداګر احمد شبیر شيرين وايي، چې د بهرنيو هېوادونو سره د طالبانو ناسمې سیاسي اړيکې د دې لامل شوي، چې افغاني توليدات په ګدامونو کې پاتې شي.
نوموړی زياتوي چې په افغاني وچه ميوه کې ځينې داسې صادرات شته چې خوسا کېږي، ځکه نو دوی يې د خوسا کيدو څخه د ژغورنې په هدف ورباندې کيمياوي درمل وهي، ترڅو تر ډیره وخته پاتې او زیان ونه کړي.
هغه که څه هم مني چې د وچې میوې پر صادراتو د کيمياوي درملو شندل کولای شي چې کیفيت یې خراب کړي، خو زیاتوي چې د خوسا کيدو او سوداګر د زيان څخه د خلاصيدو په موخه دغه کار ترسره کوي.
دی وايي، نړيوال بازار ته لار نه لرل، د بهرنيو هېوادونو ويزو ته نه لاسرسی او د پاکستان حکومت نه همکاري د دې لامل شوي چې د افغان سوداګرو مالونه کلونه په ګدامونو کې پاتې شي او کیفيت له لاسه ورکړي.
دغه سوداګر وویل: «زموږ د اسلامي امارت څخه غوښتنه ده چې زموږ غږ واوري ماته د ۳ کلونو مالونه پراته دي ځينې مالونه موږ ته خراب دي خرابيږي زموږ لاس نيوی وکړي، زموږ تجاران ډير مايوسه دي زموږ تجاران ټول په تاوان کې پراته دي موږ لاره نه لرو ويزې نه لرو په ګدامونو کې زموږ وچ صادرات پراته دي، په ټولو مو په کيمياوي درمل وهلي دي، که څه هم کيمياوي درمل يې کیفيت خرابوي بل لاره نشته موږ د خپل صادراتو د ساتلو لپاره کيمياوي درمل په توکو وهو.»
د کرنې د برخې پوهان بیا وايي، چې د افغاني توکو د نړيوال مارکيټ نشتون اساسي لامل د افغاني توليداتو بي کفيته کيدل دي.
د کرنې د برخې کارپوه صفت الله دانش وايي، د افغانستان وچه ميوه چې په نړيوالو مارکيټونو کې یې غوره ځای خپل کړی و، د بي کیفيته کیدو له کبله یې خپل پخوانی ځای له لاسه ورکړی دی.
دی وايي، چې په سویلي حوزه کې يو شمير سوداګر او خپله باغ لرونکي په خپلسري ډول پر خپله وچه ميوه کيمياوي درمل اچوي ترڅو خوسا نه شي، خو د دغه کيمياوي درملو له امله بیا میوې خپل اصلي ارزښت له لاسه ورکوي.
دانش له کروندګرو او سوداګرو غوښتنه کوي، چې د افغاني توليداتو د نړيوال بازار پیدا کيدو لپاره دې دغه توليدات په ښه کفيت جوړ او مارکيټ ته دې وړاندې کړي.
نوموړي وویل: «په ډيرې خواشینۍ سره چې زموږ يو شمير باغ لرونکي د دې لپاره چې د وچې ميوې فزيکي جوړښت ښه کړي او تر ډيره وخته پاتې شي په زياته اندازه کيمياوي درمل ورباندې شيندي چې له امله يې وچه ميوه خپل اصلي کیفيت د لاسه ورکوي او مارکيټ يې کمزوری شي.»
نړيوالې اړتياوې څه دي؟
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالستار شاداب وايي، چې نور هېوادونه هڅه کوي، چې د خپل توليداتو کیفیت لوړ او په ښه بیه یې بازار ته وړاندې کړي، خو په وینا یې چې افغانستان کې بیا دا هرڅه له پامه غورځول شوي دي.
هغه وايي، که افغان سوداګر غواړي چې افغاني تولیدات نړیوال بازار ته لار ومومي باید د ISO، GMP، CE او Halal په څېر نړیوال معیارونه پوره کړي او تولیدات یې باید هر ځل یو شان کیفیت ولري.
د شاداب په وينا، چې نړیوال بازار ته د صادراتو لپاره یوازې تولید بسنه نه کوي، بلکې کیفیت، خوندیتوب او د نړیوالو معیارونو درلودل ضروري دي.
نوموړی وايي، چې اوسمهال ډېری افغاني تولیدات د کیفیت له پلوه ښه ظرفیت لري، خو نړیوال تصدیقونه نه لري چې دا کار د بازارموندنې مخه نیسي.
هغه په دي برخه کې د سوداګرو ترڅنګ ډيره پړه پر حکومتونه هم اچوي او زياتوي چې په کار ده د نندارتونونو پر ځای افغاني تولیدات پر نړيوالو معيارونو برابر کړي.
عبدالستار شاداب وویل: «د افغاني توليداتو لپاره که وچه ميوه وي او که نور توليدات وي نړيوال معيارونه چې په هغو کې ISO 9001، ISO 22000، CE،GMP تصدیقونه شامل دي اړينه ده، ترڅو نړيوال بازار پیدا کړي زموږ افغاني توليدات ښه کفيت لري، خو اساسي ستونزه پر نړيوالو معيارونه برابرول او تصديق کول دي چې دغه مسووليت اول تجاران او بیا حکومت لري.»
که څه هم د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانی توليداتو پر نړيوالو معيارونو ټينګار کوي، خو د تيرو دوو لسيزو راهیسې سوداګرو او نه هم نظامونه د افغاني توليداتو د ټولو نړيوالو معيارونو د پوره کيدو لپاره هڅې کړي دي.
ډيری وخت افغاني توليدات د پاکستان بازارونو ته په ښکته قيمت ځي چې بیا د پاکستان له بازارونو څخه نړيوالو مارکيټونو ته دپاکستان په نوم پر معيار برابر وړل کېږي چې ګټه او د کیفيت تضمين يې ټول د پاکستان په نوم کېږي.
اقتصادي شنونکي ټینګار کوي، تر هغو چې د طالبانو حکومت د سوداګرو ټولې ستونزې حل نه کړي او تجاران افغاني توليدات پر نړيوالو معيارونو برابره نه کړي، نو ټول افغاني توليدات به د اوس په څير د نړيوالو مارکيټونو څخه بې برخې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د می میاشتې پر ۸مه نيټه د اروپايې ټولنې استازې ورونیکا بوسکوویچ پوهار ويلي، چې پر افغاني توليداتو نړيوال بنديزونه نشته، خو زياته کړې یې ده چې ټول افغانې توليدات بې کیفيته او پر نړيوالو معيارونو برابر نه دي.
د هغې په وینا، چې پر افغاني توکو غيرې قانوني کيمياوي مواد شندل کېږي چې دغه کړنه د دې لامل ګرځي چې په نړيوالو بازارونو کې د افغانستان توليدات رد شي.
خو، د طالبانو حکومت او افغان سوداګر چې د افغانستان د توليداتو د معياري کيدو برخه کې ستر مسووليتونه لري تر اوسه يې يادو برخو کې کوم خاص اقدامات نه دي کړي.
بلخوا کندهار کې د صنعت او سوداګرۍ خونه که څه هم د افغان صادراتو برخه کې یادې ستونزې مني، خو زياتوي چې سږ کال له دغه ولایت بهرنیو هېوادونو ته د څه باندې ۴۴۷ميليونه ډالرو په ارزښت ۴۲۱ زره ټنه صادرات شوي دي.
د دغې خونې د مسوولینو په خبره، په دې صادراتو کې د وچې او تازه مېوې په ګډون، حبوبات، کاني ډبرې، سبزيجات او حيواني محصولات شامل دي.
د یادې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وویل: «په تېرو ۱۱ میاشتو کې له کندهار څخه پاکستان، هند، چين، امريکا، متحده عربي اماراتو، سويډن، ایران، ترکيې او جرمني ته د ۴۴۷ میلیونه او ۱۶۳ زره امريکایي ډالرو په ارزښت ۴۲۱ زره او ۷۵۸ ټنه د وچې او تازه مېوې په ګډون، حبوبات، حيواني او کرنيز محصولات، سبزيجات او کاني توکي صادر کړي دي.»
په افغانستان کې د شته حکومتونو او افغان سوداګرو د پرله پسې هڅو سره سره لا هم افغاني توليدات څومره چې ورباندې تکيه کېږي او هيلې ورته شته په هغه اندازه عايد ورڅخه نه ترلاسه کېږي. که څه هم په تېر جمهوریت او د طالبانو په حکومت کې افغاني تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه په کور دننه او بهر سلګونه نندارتونونه جوړ شوي او لا هم جوړیږي، خو پایلې یې د تمې خلاف دي او افغاني توکو د دغې لارې مارکیټ نه دی پیداکړی.