انتقاد او د استبداد لړزیدونکې ستنې

شمشاد زلمی

یو مهال داسې ښکارېدله چې د طالبانو په رژیم کې یوازې خبریالان او رسنیز کارمندان، په خاص ډول چې له طالبانو سره ظاهري شباهت هم ونه لري د دې ډلې له غضب، ترهې او ترټنې سره مخ کېږي مګر په دې وروستیو کې چې کله د داسې خلګو له لوري هم پر طالبانو انتقاد شوی چې په خپله طالبان وو او یا د طالبانو ملاتړي وو، د دې ډلې له توند غبرګون سره مخ شوي. له دې څخه ښکاري چې انتقاد که له هرې خوا کېږي، طالبان یې په وړاندې زغم نه لري، بلکې دوی ته یوازې ستایونکي په کار دي چې د دوی له هرې کړنې په هر ډول شرایطو کې دفاع وکړي. طالبان له منتقدینو سره د دښمنو په توګه چلند کوي او داسې انګېري چې د انتقاد له امله یې ټول وجود او رژیم له خطر سره مخ کېږي، له همدې امله نه یوازې په رسنیو کې بلکې بل هر ځای د نیوکې مخنیوی کوي.

که څه هم طالبان دا نه مني چې د دوی واکمني داخلي مشروعیت نه لري، خو دوی درک کوي چې د ملاتړ او د مشروعیت د نشتون له امله یې واکمني پر کمزورو ستنو ولاړه ده او له همدې امله د ډېر لږ مخالفت په وړاندې هم حساس دي. مګر دا یوازینی لامل نه دی چې طالبان یې له امله انتقاد نشي زغملای، بلکې د ګڼو نورو فکتورونو او وېرو له امله یې هم فضا د بیان د ازادۍ په وړاندې تړلې او د خلګو پر دې حق له اعتراف او ورکړې څخه په مطلق ډول نټه کوي.

د روایت له بایللو وېره

د دې لپاره چې طالبان خپله ټوله پخوانۍ جګړه او اوسنی استبداد توجیه کړي، نو تل خپل ټول اعمال او افکار له دین سره تړي او څرګندوي چې ټولې هڅې یې د دین او د دین د نفاذ لپاره دي او خپلې هیڅ ډول شخصي غوښتنې یې په دې هلو-ځلو کې دخیلې نه دي. مګر کله چې د دین د هغه تعبیر په اړه پوښتل کېږي چې دوی یې وړاندې کوي او په زور یې پلي کوي، نو د دې پر ځای چې نیوکو او پوښتنو ته ځواب ووایي، په کاوړ او غوسه غبرګون ښیي، پر مقابل اړخ تورونه لګوي او ان په ځینو مواردو کې منتقد او پوښتونکی یوازې د اعتراض او پوښتنې له امله زندان ته اچوي. که څه هم دا یو سخت او له زوره ډک غبرګون دی، مګر د دې اصلي وجه د دوی په اذهانو کې پرته وېره ده چې دوی ښایي په لومړي سر کې نه پرې اعتراف کوي او نه یې هم په ډاګه کوي. دوی ډارېږي چې که نیوکې دوام وکړي او د پوښتنو کولو اجازه خلګو ته ورکړل شي، نو ډېر ژر به د هغه روایت اصلیت خلګو ته په ډاګه شي چې دوی یې د خلګو په وېرولو، زنداني کولو او وژلو ساتي؛ ځکه دوی حد اقل په لاشعوري توګه درک کوي چې په دې روایت کې دومره منطقي زور نشته چې په خپله د خلګو اذهانو ته لار وکړي او خلګ قانع کړي.

همدا راز، که د بیان د ازادۍ پر اساس خلګ د ازاد فکر کولو او نقد کولو حق ولري، د طالبانو د مشرانو لپاره به سخته وي چې په خپل روایت سره ان خپل افراد قانع کړي، هغوی یوازې هغه وخت قانع او متحد ساتل کېدلای شي چې له انتقادي افکارو لیرې او خوندي وي او تر غوږونو یې هغه اوازونه ور ونه رسېږي چې د دوی فکر او کړنې ننګوي. له همدې امله هر غږ چې د دې روایت پر خلاف راپاڅېږي، د دوی له قهرجن غبرګون سره مخ کېږي. په ځانګړې توګه که دا اواز د خپل حیثیت له مخې په خلګو او ټولنو کې یو څه نفوذ هم ولري، هغه وخت ترې د طالبانو وېره څو چنده وي او دوی یې یوازې په ډارولو، ګواښلو او وژلو غلي کوي.

پر بدیل بندیز

طالبان په ټوله کې پر هیڅ ډول پلورالیزم باور نه لري، نه هم په سیاست کې له خپل مخالف سره یو ځای ژوند کولای شي او نه هم په ټولنه کې هیڅ هغه اواز ته د جګېدو فرصت ورکوي چې له طالبانو پرته یو بل بدیل وړاندې کوي؛ ځکه چې د دوی لومړیتوب دادی چې واک باید یوازې د دوی په انحصار کې وي او بل هیڅ شریک او بدیل باید ونه لري. له همدې وجې د انحصار ساتلو لپاره هیچاته هم اجازه نشته چې پر بدیل سیاست، بدیلو افکارو، بدیلو حکومتي پالیسیو او بدیلو ټولنیزو لارو-چارو بحث او خبرې وکړي، ځکه دا هر څه د طالبانو د واک لپاره مستقیم خطر دي او په دې تړاو د خلګو د شعور په لوړېدو د دوی واک ننګول کېږي او دوی ته د خپل واک او انحصار د ساتلو توجیه سخته او ننګوونکې کېږي. طالبان نهایي هڅه کوي چې د بېلابېلو دیني شعارونو او روایتونو په کارولو سره ځان د یوازیني انتخاب په توګه معرفي کړي، له همدې وجې یې یو استدلال دا هم دی چې دا د «علماوو» نظام دی، ځکه دوی په «شریعت» (البته د طالبانو له تعبیر سره سم) ښه پوهېږي. همدا راز یې په دې لړ کې ځیني داسې روایتونه هم د احادیثو له کتابونو موندلي چې ځان پرې د پیغمبر وارث معرفي کوي (البته د دې روایتونو پر صحت نیوکې شته دي او ګڼ علماء یې پر صحت شک څرګندوي) او په دې توګه خپل ځان ته د تقدس په ثابتولو سره هڅه کوي چې ځان تر بل هر چا د واک لپاره وړ وښیي؛ مګر دوی ښایي دې ته متوجې نه وي چې د واک لپاره وړتیا له عملي خدماتو معلومېږي او مشخصېږي، نه تنها د ایډیولوژیکو متونو له لارې.

له همدې کبله چې کله د دین د متونو په تړاو د طالبانو له حاکم روایت پرته بل نظر ورکول کېږي، دوی یې سمدستي د چوپولو اقدام کوي او سیاسي مخالف ته خو د ژوند په حق هم نه دې قایل. دغسې چلند د ټولو استبدادي نظامونو ځانګړنه وي، ځکه چې واک انحصاري وي، د یوې محدودې کړۍ ګټې خوندي وي او کله چې د پلورالیزم خبره رامنځ ته کېږي نو نه یوازې د دې کړۍ انحصار ماتېږي، بلکې ولس ته په واک کې د ګډون فرصت هم تر لاسه کېدلای شي، هغه چې استبداد ورسره د خپل طبیعت له مخې هیڅ وخت جوړ نشي راتلای.

له ښځینه معترضینو سره د طالبانو تاوتریخجن چلند

د ډار او ملامتۍ ستراتېژي

طالبانو په ډاګه کړې چې دوی له منتقدینو سره څرنګه چلند کوي، له همدې وجې ښایي ډېری وګړي په ډاګه پر طالبانو او د دوی پر پالیسیو د نقد کولو جرأت ونه کړي او د انتقاد په وړاندې د طالبانو د تګلارې موخه هم همدا ده چې له خلګو د نقد او نیوکې کولو جرأت واخلي، هغوی یې پر خلاف خبرې ونشي کولای او د طالبانو اعمال، افکار او تګلارې په هیڅ ډول نه وننګول شي او نه هم وپوښتل شي ځکه دوی پوهېږي چې د دوی د بقا یوازینۍ لار همدا ده چې خلګ باید له دوی وډارېږي او نه یې پر خلاف خبرې وکړي او نه یې هم پر خلاف متحد شي. په استبدادي نظام کې دومره سېک نه وي چې د خلګو د نیوکو په وړاندې سالم پاتې شي، ځکه چې ټوله وجودي فلسفه یې ننګول کېږي. له همدې کبله خشن او تاوتریخجن غبرګون ښیي او غواړي د زور په کارولو سره خلګ وډاروي او چوپ یې کړي. هغه نظام چې منځ یې له منطق او استدلاله تش وي، د ولسونو د اېلولو یوازینۍ لار پکې همدا وي.

له دې سره-سره د طالبانو په څېر مستبد نظامونه ډار په یوه بله بڼه هم کاروي، خپل خلګ او ولس له نورو باندنیو دښمنانو وېروي او په دې توګه ځان ته دا فرصت برابروي چې باید په واک کې پاتې شي او په عین مهال کې ځان د یوه ژغورونکي په بڼه ښیي. طالبان دا کار په دوو بڼو کوي، یو دا چې وایي هیواد یې له جګړې را ایستلی او د دوی په اصطلاح له اشغاله یې خلاص کړی دی او اوس ورته د خپلواکۍ ساتنې مسوولیت ور له غاړې دی. بل دا چې ځان د «شریعت د نافذ» په توګه ښیي او غواړي داسې وښیي چې له دنیا سره-سره د خلګو د اخرت چاره هم کوي. د همدې توجیهاتو په وړاندې کولو سره طالبان له یوې خوا غواړي خپل انحصاري قدرت توجیه کړي او له بله اړخه ځان د ولس د ژغورونکي په بڼه ښیي او په دې سره لا ځان ته دا حق ورکوي چې مخالف غږونه باید چوپ کړي، ځکه د دوی په وینا چې دا مخالف غږونه هیواد یو ځل بیا بحران ته بیایي.

مګر کله چې د اوسني کړکېچ او بحران خبره راپورته کېږي او د اوسنیو ستونزو د حل لاره-چاره ترې غوښتل کېږي، نو د طالبانو په څېر مستبد نظامونه د ملامتۍ لپاره یو څوک پیدا کوي او د دې پر ځای چې د خپلو ناکامیو مسوولیت واخلي، خپلې نیمګړتیاوې تشخیص او اصلاح کړي، د دې پر ځای د ستونزو په تړاو نور ملامتوي، له مسوولیته تښتي او ستونزې د حل کولو پر ځای همداسې پرېږدي چې دا په خپله یوه بل بحران ته لار هواروي. واکمن په اسانۍ پر خپلو تېروتنو اعتراف نه کوي او د مستبدو واکمنیو په قاموس کې خو پر خپلو نیمګړتیاوو د اعتراف الفاظ له سره نشته. همدا وجه ده چې طالبان په پر له پسې توګه پر پخواني حکومت، امریکا، نړیوالې ټولنې او کله-کله ګاونډیو هیوادونو پړه اچوي چې په هیواد کې د شته ستونزو او اقتصادي کړکېچ لامل دي، په دې توګه د زده کړو، ملایي انحصار، بشرپالي بحران او ګڼو نورو ستونزو په تړاو د خلګو پاملرنه له خپل ځان پرته بل چاته اړوي او غواړي د موضوع په احساساتي او عاطفي کولو سره خپله ناکامي او بې مسوولیتي پټه کړي.

همدا وجه ده چې کله په داسې یو چاپېریال کې یو مخالف غږ د حقیقتونو په ډاګه کولو په خاطر لوړېږي، د مستبدو واکمنیو په ودانیو کې لړزه راځي، ځکه هغوی پوهېږي چې د واکمنۍ ستنې څومره نازکې دي او کوم نظامونه چې له ولسي ملاتړ او رضایت څخه بې برخې وي او ولس یې په برخلیک ټاکلو کې رول ونه لري، د هغې واکمنۍ ستنې په رښتيا هم نازکې وي او باید د ولس له شعوري بیدارۍ ووېرېږي او د بیان د ازادۍ غږ چوپ کړي، تر څو د دوی له فساد، بې کفایتۍ، انحصار طلبۍ او نورو شومو کړنو د ښکلو شعارونو پوښ ایسته نه کړي.