د ایران او اسراییلو ترمنځ د لسګونو کلونو ترینګلتیا او غیر مستقیمې نښتې بالاخره په مخامخ جګړه بدله شوه. که څه هم ایران د جګړې په دې مرحله کې په ناڅاپي توګه د اسراییلو تر برید لاندې راغی او له همدې امله یې د جګړې په لومړیو ساعتونو کې د سر کسان وبایلل، خو ویې کولای شول چې ځان سمبال کړي او پر اسراییلو خپلو یرغلیزو او ځوابي بریدونو ته دوام ورکړي. جګړه مخ پر اوږدېدو ده او له کبله یې ګڼې اندیښنې راپیدا شوې دي چې هسې نه دا جګړه په منځني ختیځ کې نورو هیوادونو ته پراخه شي او ایا دا چې د متحده ایالاتو ځواکونه به په مستقیمه توګه د اسراییلو په ملاتړ په دې جګړه کې ښکېل شي او کنه؟ که څه هم دا جوته نه ده خو داسې ښکاري چې اسراییل د متحده ایالاتو د ښکېلتیا هڅه کوي او بل پلو ایران خپله ټوله هڅه کوي چې له متحده ایالاتو سره ټکر ونه کړي او په عین مهال کې یې چمتووالی ښودلی چې که اسراییل بریدونه بند کړي، نو دوی به هم ځوابي برید ونه کړي او مذاکراتو ته چمتو دي. که څه هم د چین او روسیې په څېر قوي هیوادونه هم د مذاکراتو غوښتنه کوي، خو د مذاکراتو له لارې د دې اوږدېدونکې شخړې حل مبهم ښکاري.
له دوستۍ تر دوښمنۍ
د ایران د ۱۹۷۹ تر اسلامي انقلاب وړاندې د ایران او اسراییلو ترمنځ اړیکې دوستانه وې او دواړو د متحده ایالاتو د ملګرو په توګه په منځني ختیځ کې د غیر عربي هیوادونو په توګه ګډې ستراتیژیکې ګټې درلودې. مګر د ۱۹۷۹ له انقلاب سره وضعیت بدل شو او د ایت الله خامنهیي انقلاب د ایران په حکومتي ایډیولوژۍ کې له یهودو سره دښمني او مخالفت ځای پر ځای کړ. اسراییل «صهیونیستي رژیم» او پر اسلامي نړۍ د استعمار تحمیل ونومول شو. له همدې کبله ایران د اسراییل دښمنه ډلو لکه په لبنان کې د حزب الله او په غزه کې د حماس ډلو ملاتړ پیل کړ او له همدې وخته د ایران او اسراییلو ترمنځ دښمني پیل شوه او د نیابتي جګړو او ګڼو نورو لارو په واسطه د یوه-بل تضعیفول او پرځول د دواړو رژیمونو موخه وه.
په دې مهال کې ایران وتوانېد چې اسراییل د خپلو نیابتي ډلو له لوري محاصره کړي او په اوږدو جګړو کې یې ښکېل کړي. مګر د تېرو دوو کلونو پر مهال ایران په سوریه، غزه، لبنان او یمن کې خپل ملاتړي یا هم له لاسه ورکړل او یا هم په غزه او لبنان کې دومره کمزوري شول چې نور پکې دومره سیک نه دی پاتې چې اسراییل په جګړه کې خوږ کړي او یا هم د ایران د اهدافو لپاره یو څه وکړي. له همدې کبله د دې ډلو تر له منځه تلو او کمزوري کېدو وروسته دا نوبت نن په خپله ایران ته ولاړ دی او اسراییلو د تېرې جمعې په ورځ (۲۳ د غبرګولي) په ایران کې ګڼ بریدونه ترسره کړل او د ایران د لوړپوړو پوځي چارواکو په ګډون یې ګڼ هستوي ساینسپوهان هم ووژل او اوس هم اسراییل ادعا کوي چې د تهران او د ایران د ګڼو نورو ښارونو پر فضا برلاسي دي او خپل اهداف په نښه کوي.
د ایران د مقاومت دوام او د جګړې د پراخېدو اندیښنې
که څه هم د روانې جګړې په پیل کې اسراییلو پر ایران ډېر کاري ګوزارونه وکړل او داسې ښکارېدله چې تر دې وروسته به د ایران لپاره مقاومت سخت وي، مګر هغوی وکولای شول چې ځان سمبال کړي او پر اسراییلو غچ اخیستونکي بریدونه وکړي او له راپورونو سره سم چې د ایران د تېرو څو ورځو په بریدونو کې اسراییلو ته دومره زیان اوښتی، چې د تېرو دوو کلونو جګړو پر مهال یې نه دی لیدلی. له دې څخه ښکاري چې ایران توانېدلی چې په اسراییلو کې دننه خپل ځینې اهداف په بریالیتوب سره په نښه کړي او همدا راز شنونکي په دې باور دي چې د اسراییلو دفاعي سیسټم چې د بېلابېلو توغندیو د ویشتلو لپاره له ګڼو نورو سیسټمونو متشکل دی، د توغندیو او ډرونونو په شنډولو کې هغومره بریالی نه دی لکه تمه چې یې کېدله. همدې چارې په جګړه کې د اسراییلو اسیب پذیري ښایي تر توقع زیاته کړې وي، ځکه نه یوازې یې عملا ښارونه زیانمنېږي، وګړي یې وژل کېږي، بلکې د هیواد اقتصاد یې هم تر اغېز لاندې دی او په ګڼو ښارونو کې یې وګړي د ورځې حد اقل یو ځل سمڅو ته له توغندیو د خوندیتوب په موخه ځي چې دې چارې د اسراییلو لپاره د جګړې روان ساتل ستونزمن کړي دي او ښایي د دوی تر توقع به زیاته پېچلې کېږي.
بل لور ته، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له ایران انټرنیشنل ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې دوی غواړي په دې جګړه کې خپلو حد اقل دوو اهدافو د هستوي او توغندیزو زېرمو له منځه وړلو ته ورسېږي او په دې ترڅ کې ده خپله درېیمه موخه دا هم بیان کړه چې غواړي د ایران اوسنی نظام هم چپه کړي. داسې ښکاري چې د اسراییلو اهداف تر اوسه په دې جګړه کې نه دې تر لاسه شوي، یوه موخه د دوی دا وه چې د ایران هستوي زیرمې تباه کړي، مګر نه دې توانېدلي چې دا زېرمې چې په ژورو سمڅو کې جوړې شوې دي، په بشپړه توګه له کاره وغورځوي، بل دا چې د ایران د توغندیو د ویشتلو وړتیا ختمه کړي، مګر ایران لا هم تر اوسه دا وړتیا لري او په پر له پسې توګه اسراییل په نښه کوي. که څه هم اسراییل د ایران پر فضا تر یوه حده واکمن دي او د دوی له ادعا سره سم، د توغندیو ځیني زیرمې یې له منځه وړې دي، خو داسې ښکاري چې د ایران دا وړتیا په بشپړه توګه نه ده ختمه شوې او هغوی لا هم اسراییل پر خپله خاوره ګواښلای شي. له دې سره-سره د اسراییلو بله موخه د ایراني نظام چپه کول دي چې لا هم پر ځای پاتې دی او مقاومت کوي او داسې نه ښکاري چې په کور دننه دې ورته د خپلو سیاسي مخالفینو او ولسي خلګو له لوري جدي ستونزې راپیدا شوې وي.
له همدې کبله اسراییل وار په وار هڅه کوي چې متحده ایالات په جګړه کې په مستقیمه توګه ښکېل کړي، ځکه په یوازې ځان یې لا هم خپل لومړني اهداف نه دې تر لاسه کړي او که امریکا په دې جګړه کې ښکېلېږي، نو په منځني ختیځ کې له خپلو اډو به استفاده کوي. په دې صورت کې ایران ګواښ کړی چې که له هره هیواده وګواښل شي، سخت ځواب به ورکړي او په دې لړ کې نه یوازې امریکایي اډې بلکې د شنونکو په اند د تېلو زېرمي هم په نښه کولای شي او په دې توګه نه یوازې د دې هیوادونو اقتصاد بلکې نړیوال اقتصاد ته سخته ضربه ورکولای شي او ممکن په لوېدیځو هیوادونو کې د تیلو بیې ډېري لوړې شي، د خلکو ورځنی ژوند ورسره سخت شي او ممکن متحده ایالات د همدې فشار له وېري له جګړې ځان ګوښی ساتي.
که د اسراییلو دا عملیات د خپلو اهدافو په لاسته راوړلو کې ناکامېږي، نو د بنیامین نتنیاهو د حکومت لپاره یې بیه ډېره لوړه ده او داسې هم نه ښکاري چې د خپلو حد اقل اهدافو له ترسره کولو پرته دې اسراییل پر شا شي. مګر پوځي شنونکي په دې اند دي چې په خپله اسراییل په یوازې ځان نه شي کولای، دا موخې تر لاسه کړي. له همدې کبله د پر له پسې لابي له لارې غواړي متحده ایالات په جګړه کې ښکېل کړي او داسې راپورونه هم ورکول کېږي چې متحده ایالاتو منځني ختیځ ته خپل نور سرتېري او نظامي تجهیزات هم لېږلي دي چې له کبله یې د جګړې د پراخېدو اندیښنې زیاتې شوې دي.
د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لپاره له ایران سره جګړه او حد اقل د ایران د پوځي وړتیاوو ځپل یو لومړیتوب و او نوموړي ویلي، چې دې شیبې ته یې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې انتظار کړی دی او نوموړي په خپلو وروستیو کې څرګندونو کې رسنیو ته ویلي، چې له ایران سره خبرو ته لېوالتیا هم نه لري. له همدې وجې لیدل کېږي چې په متحده ایالاتو کې د دې هیواد د مستقیمې ښکېلتیا په تړاو په پر له پسې توګه بحثونه کېږي او داسې څرګندېږي چې ښایي اسراییل د خپلو موخو په تر لاسه کولو کې یوازې پرېنښودل شي، مګر دا چې له اسراییلو پرته د نورو ځواکونو د مداخلې ډول به تر دې وروسته څرنګه وي، اټکل یې ښایي ستونزمن وي.
ښایي ایران به په دې سختو شیبو کې خپلو نړیوالو ملګرو چین او روسیې ته تمه لري، مګر د هغوی د مستقیمې ښکېلتیا شونتیا نه ښکاري، خو شنونکي په دې اند دي چې روسیه ممکن له ایران سره په ځینو استخباراتي او تخنيکي برخو کې مستقیمه مرسته وکړي مګر تر یوه حده باور داسې دی چې روسیې ته په ایران کې د رژیم بدلون د منلو نه دی او تر دې وروسته له راتلونکو بدلونونو وېره لري. د شنونکو په اند، روسیه په اوس مهال کې ښایي له ایران سره د پوځي تجهیزاتو مرسته ونه کړي، بلکې د دې پر ځای هڅه کوي چې دې شخړې ته یو ډیپلوماټیک او سیاسي حل پیدا کړي. همدا راز، داسې ښکاري چې عربي هیوادونه هم د سیاسي حل موندنې لپاره هڅې کوي او په همدې موخه پر متحده ایالاتو هم فشار راوړي.
داسې تمه نه کېدله چې له اسراییلو سره په جګړه کې به ایران په دومره کمزوري موقف کې وي، لکه همدا اوس چې دی. مګر له دې سره-سره توانېدلی چې جګړه روانه وساتي او اسراییل یې لا هم نه دې پرېیښي چې خپلو اهدافو ته ورسېږي. په دې لړ کې د دې پوښتنې ځواب موندل اسانه نه دي چې کوم اړخ به بالاخره برلاسی کېږي ځکه چې څرګنده نه ده چې هر اړخ څومره زیان زغملای شي، که یوې خوا ته اسراییل هره شپه د توغندیو او ډرونونو پر شنډولو په سلګونو میلیونونو ډالر لګښت کوي، له بلې خوا یې اقتصاد ولاړ دی، خلک یې په سمڅو کې شپې او ورځې تېروي او په تېرو دوو کلونو کې تر ټولو لوی زیان ورته اوښتی دی. بل لور ته ایران هم له ورته زیانونو سره مخ دی، د سر کسان یې تللي، مهمې زېرمې یې ویشتل شوې دي، پر خپله فضا یې کنټرول بایللی او ایا کولای شي چې خپل نظام له چپه کېدو وساتي؟ په دوی دوو کې هم یو-بل اړخ دا نه شي درک کولای چې مقابل اړخ د څومره نورو ګوزارونو تاب لري؟ ایران له کور دننه فشار څخه هم وېره لري چې تر اوسه په پراخه کچه نه محسوسېږي، په داسې حال کې چې اسراییل په جدي توګه هڅه کوي چې په ایران کې دننه لویو لاریونونو ته لار خلاصه کړي، خلک راوپاروي او د ایران نظام پرې سقوط کړي، مګر ایراني چارواکي توانېدلي چې د اسراییلو د بریدونو پر وړاندې ملي یووالی وساتي.
که د ایران مقاومت اوږدېږي او اسراییل نه توانېږي چې په لنډه موده کې خپل اهداف تر لاسه کړي، نو په دې جګړه کې د نورو ځواکونو په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د ښکېلتیا شونتیا زیاتېږي او په دې صورت کې قوي شونتیا داده چې ایران به د څو ځواکونو د پوځي ځواک پر وړاندې ونه شي درېدلای.