د طالبانو له لوري پر تلویزیوني خبرو اترو بندیز: یوناما: دا چاره ویره او ځان‌سانسوري نوره هم زیاتوي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) وایي، چې «د فعلي دیفکتو واکمنو (طالبانو) د نویو رسنیزو لارښوونو په اړه سخت اندیښمن دي، کوم چې د سیاسي خبرو اترو په برخه کې موجود محدودوونکي اقدامات – لکه د منځپانګې او کارپوهانو له مخکې تایید ته رسمي بڼه ورکوي».

یوناما نن (پنجشنبه، ۱۹ د چنګاښ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه نوې لارښوونې «د رسنیو په هغه برخه کې چې له مخکې نه هم د محدودیت سره مخ وه، د لا ډېرې وېرې او ځان‌سانسورۍ لامل ګرځي».

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ له دې وړاندې ویلي و، چې دا لارښوونې په ژوره توګه د اندیښنې وړ دي.

د بېنټ په وینا: «دا د مطبوعاتو د آزادۍ لپاره یوه بله تیاره ورځ او په هیواد کې د سانسور او استبداد د زیاتوالي یوه بله نښه ده.»

طالبانو تر دې وړاندې د ژوندۍ تلویزیوني خبرو اترو خپرول بند کړي و او له رسنیو یې غوښتي و، چې یوازې هغه کارپوهان خپرونو ته راوبلي چې د دوی له خوا تایید شوي وي.

دغې ډلې په خپلې تازه لارښوونه کې غوښتنه کړې چې د تلویزیوني خبرو اترو منځپانګه باید له خپرېدو مخکې تایید شي.

له کله نه چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، پر رسنیو او خبریالانو یې پراخ محدودیتونه لګولي دي. دوی څو ځله د رسنیو پر دفترونو هجوم  ور وړی او خبریالان یې نیولي دي.

دغه ډلې همداراز د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له مخې د ژوندي موجوداتو د انځور خپرول منع کړي، چې له امله یې د یو شمېر ولایتونو ټلویزیوني شبکو خپل فعالیتونه درولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه