د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې، جورجیت ګانیون، یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو او په ټولو تعلیمي کچو کې د نجونو د بېقیده او شرطه زدهکړو د حق غوښتنه کړې ده.
یوناما نن (جمعه، ٩ د زمري) د یوه انځوریز راپور په خپرولو سره ویلي چې مېرمن ګانیون په دې وروستیو کې د کابل د استالف ولسوالۍ د سفر پر مهال د نجونو له یوه لومړني ښوونځي څخه لیدنه کړې او د نجونو پر زدهکړو د لګېدلو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.
د یوناما سرپرستې په استالف کې له هغه لومړني ښوونځي څخه هم لیدنه کړې چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په ملاتړ په کمپیوټرونو سمبال شوی دی.
هغې د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ ته د نجونو د لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ او له طالب چارواکو یې وغوښتل چې محدودیتونه لرې کړي او د افغانستان نجونو ته اجازه ورکړي چې په ټولو تعلیمي پړاوونو کې زدهکړې وکړي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زدهکړې منع کړې. اوس مهال یوازې د نجونو لومړني ښوونځي پرانیستي دي، او ښځې او نجونې له منځنیو او لوړو زدهکړو او پوهنتونونو څخه محرومې دي.
د ملګرو ملتونو د علمي، تعلیمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) وایي، دا مهال له ۲.۵ میلیونو څخه ډېرې نجونې د طالبانو د دې پرېکړې له امله له زدهکړو بېبرخې شوې دي، او اټکل کېږي چې دا شمېر به تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې څلورو میلیونو ته ورسېږي
