د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په هېواد کې د وروستیو تاوتریخوالو په غندلو سره وایي، هیڅوک هم باید د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سیاسي امتیازاتو ترلاسه کولو په هڅو پسې و نه اوسي.
د ملي روغې جوړې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي عبدالله دغه خبرې نن (چهارشنبه، ۲۱ لړم) د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ښار کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کامل اوف سره په لیدنه کې کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، هغه ویلي چې اوسمهال افغانستان یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره یو ښه فرصت ترلاسه کړی دی او د افغانستان دولت ژمن دی، څو له دې فرصته د سولې او ثبات لپاره ګټه واخلي.
له بلې خوا، هغه په هېواد کې سوله په منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات ټینګېدو په مانا یاده کړه او زیاته یې کړه: «افغانستان کې سوله کولی شي، چې موږ سره د سیمې امنیت ټینګښت، ترهګرۍ، افراطیت او اقتصادي پراختیا سره مبارزه کې مرسته وکړي.»
هغه ټینګار کړی دی، چې د افغانستان د ګاونډي په توګه په افغان سوله کې د ازبکستان رول مهم دی.
عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار کړی دی، چې هېواد یې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې له هڅو هرکلی کوي. هغه په افغانستان کې سوله د سیمې په اقتصادي پراختیا او سولې او ثبات سره په ګټې بللې او ویلي یې دي، چې ازبکستان افغانستان کې د سولې رامنځته کېدو مرستې ته تیار دی.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر تېره ورځ د یو دولتي لوړپوړي پلاوي په مشرۍ له افغان سولې د سیمه ییزو هېوادونو ملاتړ په موخه د خپلو سفرونو په دوام، ازبکستان ته لاړ. دغې شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی عبدالله د ازبکستان جمهوري حکومت په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر سره له لیدنې وروسته ښاغلي عبدالله عبدالله د دې هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې وزیر سردار اوکتامویچ امور زاکوف سره لیدلي دي.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال په دې لیدنه کې د افغان سولې له هڅو د ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلې یې دي، چې افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه کې د پراختیا کلي، اقتصادي پرمختیا او سیمه ییزو مرستو زیاتوالي په مانا ده.
ښاغلي عبدالله په دې لیدنه کې د سولې، دوحه کې له خبرو او د دې هڅو له سیمه ییزو ملاتړو په اړه وروستي پرمختګونه د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره شریک کړل.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر ویلي: «سولې ته د لاسرسي لپاره یو استثنایي فرصت افغانستان ته په لاس ورغلی او د افغانستان اسلامي جمهوریت تیار دی، چې له دې چانسه ګته واخلي.»
هغه له طالبانو غوښتي، چې تاوتریخوالی او جنګ څنګ ته کړي او له سولې ملاتړ وکړي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا د خبرپاڼې له مخې، عبدالله د پانګونې، سوداګریزو راکړو ورکړو او سیمه ییز نښلولو برخو کې د کابل او تاشکند ترمنځ د مرستې غوښتنه کړې ده.
سردار اوکتامویچ امور زاکوف په ځواب کې ویلي، چې تاشکند تیار دی افغانستان کې د پانګونې بنسټیزو برخو او سیمه ییز اتصال لپاره هر اړخیزه ملاتړ وکړي.
هغه تر اوسه د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال سره لیدلي دي او پام کې ده، چې له ولسمشر، د اسلامي بورډ له مشر، د دیني چارو کمېسیون له مشر او د دې هېواد د نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.
د ملي روغې جوړوې عالي شورا ویلي دي، چې د ښاغلي عبدالله دغه سفر سیمه ییزو هېوادونو ته د افغان سولې له هڅو د ملاتړ جلبولو په دوام شوی دی. عبدالله له دې وړاندې افغانستان کې د سولې له پروسې د ملاتړ خپلولو لپاره پاکستان، هند او ایران ته سفر کړی و.