کونړ کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وایي، چې پاکستاني جېټ الوتکو د دغه ولایت پر نور ګل ولسوالۍ بمبار کړی دی.
د کونړ لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب الله حنیف وایي، چې پاکستاني جنګي الوتکو نن سهار وختي شاوخوا درې بجې (دوشنبه، ۳۰ د وږي) د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې پر یوه کور بمبار کړی دی.
د هغه د مالوماتو له مخې په دې برید کې درې ملکي وګړي وژل شوي، ګڼ شمېر نور ټپیان شوي او کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.
بلخوا په سیمه کې یو شمېر سرچینو ویلي، چې د بیا ځلي احتمالي بمبار او جګړې له امله یو شمېر کورنۍ د خپلو مېنو پرېښوولو ته هم اړي شوي دي.
دغه بمباري له هغه وروسته شوي چې د خیبرپښتونخوا ايالت په «هنګو» سیمه کې تېره ورځ د یوه وسله وال برید پرمهال پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
