ملګري ملتونه: له پاکستانه راستنېدونکي کډوال د ایران له راستنېدونکو درې برابره ډېرې مرستې ترلاسه کوي

Oplus_131072

د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو ترمنځ د څو موخیزې نغدي مرستې په وېش کې د پام وړ توپیر شته. له پاکستانه راستنېدونکو کسانو ته د ایران له راستنېدونکو کسانو څخه شاوخوا درې برابره ډېره مرسته ورکول کېږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۶مه، د «د افغانستان د راستنېدونکو د مقاومت کتنه» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، راستنېدونکو کسانو افغانستان ته د ننوتلو پر مهال په پولو کې نغدي مرستې، روغتیايي خدمتونه، خوراکي توکي او سیم‌کارتونه ترلاسه کړي دي.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمایي کې له ټولټال ۱.۹ میلیونه راستنېدونکو څخه ۳۸ سلنه کسانو نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.

خو له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ترمنځ د نغدي مرستو په وېش کې څرګند توپیر موجود دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د څېړل شوې مودې پر مهال له ایران څخه یوازې ۲۴ سلنه راستنېدونکو څو موخیزه نغدي مرسته ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو لپاره دغه کچه ۶۹ سلنه وه.

دغه سازمان په خپل نوي راپور کې د مرستو اندازه نه ده یاده کړې؛ خو په ۲۰۲۴ کال کې د راستنېدونکو لپاره د دغه سازمان په ګډ پروګرام کې د هرې کورنۍ لپاره د څو موخیزې نغدي مرستې ۱۴۰ ډالره ټاکل شوي وو.

په دې بسته کې د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو لپاره مرسته شامله وه. سربېره پر دې، د هر کس د لېږد د لګښت لپاره په منځني ډول ۲۰ ډالره هم په پام کې نیول شوي وو.

راستنېدونکې کورنۍ د خوړو او سرپناه له ستونزو سره مخ دي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، افغانستان ته له ستنېدو وروسته راستنېدونکي له ګڼو «بیړنیو او اوږدمهالو اړتیاوو» سره مخ دي.

د راستنېدونکو ترمنځ تر ټولو مهمه بیړنۍ او اوږدمهاله اړتیا خواړه دي. ۶۹ سلنه راستنېدونکي د خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

راستنېدونکي د سرپناه په برابرولو کې هم له ستونزو سره مخ دي او ۶۷ سلنه یې د خوندي سرپناه لپاره مرستې ته اړتیا لري. د راستنېدونکو ۷۷ سلنه کسان په لنډمهالو سرپناه‌ځایونو کې ژوند کوي او ۵۱ سلنه یې د کورنۍ د غړو لپاره کافي ځای نه لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د کار او معیشت فرصتونه هم د ۵۶ سلنه راستنېدونکو لپاره یوه اساسي اړتیا وه. یوازې پنځه سلنه راستنېدونکي د عاید د ترلاسه کولو لپاره تولیدي شتمني یا ملکیت لري. همدارنګه، ۵۴ سلنه کسانو ویلي چې له مرکې مخکې په ۳۰ ورځو کې یې عاید د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوله.

ډېری راستنېدونکي له افغانستانه د وتلو اراده نه لري

د کډوالۍ نړیوال سازمان نوی راپور له ۱۵۴۷ راستنېدونکو کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی. له دې ډلې ۸۸۸ کسان له پاکستان او ۶۵۹ کسان له ایران څخه راستانه شوي دي. دغه سازمان په افغانستان کې د دوی له بېرته ستنېدو شاوخوا ۹ تر ۱۵ میاشتو وروسته وضعیت ارزولی دی.

سره له اقتصادي ستونزو او د خدماتو له کمښت سره، ۷۵ سلنه راستنېدونکو ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د خپل اوسني استوګنځای د پرېښودو اراده نه لري.

په مقابل کې، شپږ سلنه غواړي له افغانستانه ووځي او پنځه سلنه غواړي د هېواد دننه بل ځای ته کډه شي. یوازې یوه سلنه غواړي خپل اصلي استوګنځای ته بېرته ستانه شي، په داسې حال کې چې ۱۳ سلنه کسان د خپل راتلونکي پلان په اړه ډاډه نه دي.

دغه وضعیت د افرادو او کورنیو ترمنځ توپیر لري. ۷۶ سلنه راستنېدونکو کورنیو د ځای بدلولو اراده نه لرله، په داسې حال کې چې د یوازې راستنېدونکو د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲ کسانو ترمنځ دغه کچه ۶۹ سلنه وه.

همدارنګه، ۱۶ سلنه یوازې راستنېدونکو ویلي چې غواړي یو ځل بیا له افغانستانه ووځي؛ خو د کورنیو ترمنځ دغه کچه یوازې څلور سلنه وه.

په تېرو درېیو کلونو کې ۶.۵ میلیونه کسان افغانستان ته راستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۳۱مې پورې ټولټال ۶ میلیونه، ۴۷۳ زره او ۹۷۸ کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۵ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د ډسمبر تر ۳۱مې پورې، چې د دغه نوي راپور اصلي تمرکز همدا موده ده، ۱ میلیون، ۹۳۱ زره او ۴۱۸ کسان په جبري او داوطلبانه توګه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

له دې ډلې:

  • ۱ میلیون، ۱۳۸ زره او ۳۷۴ کسان له ایران څخه راستانه شوي؛
  • ۷۹۳ زره او ۴۴ کسان له پاکستان څخه راستانه شوي دي.

په دې موده کې له څېړل شویو ټولو راستنېدونکو څخه ۴۸ سلنه ښځې او ۵۲ سلنه نارینه وو.

همدارنګه، د دغو ټولو کسانو ۵۸ سلنه ماشومان وو، یعنې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته