د طالبانو د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې په ټول هېواد کې له ۵۳ زرو څخه ډېرو مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو ته د تعقیب وسیلې یا «جيپياېس» نصب شوي دي.
دغه وزارت نن، سهشنبه، د تلې په ۷مه، د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې اوس مهال ۲۳ خصوصي شرکتونه د دغو وسایلو د نصبولو په برخه کې فعالیت کوي.
د طالبانو د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د تخنیکي خدمتونو او خوندیتوب رییس، حفیظالله حلیمي، ویلي چې تر اوسه ۵۳ زره او ۲۷۰ بار وړونکو او مسافر وړونکو وسایطو ته د تعقیب وسایل نصب شوي دي.
د طالبانو د ترانسپورټ وزارت او ترافیک ادارې تېر کال پر لویو لارو د مسافر وړونکو بسونو لپاره د تعقیبي وسایلو نصب اجباري اعلان کړی و.
د تعقیب وسایل د موټر لوری، موقعیت او سرعت ثبتوي او د ترافیکي پېښو د کمولو او د موټرو، سپرلیو او بار د خوندیتوب په موخه نصبېږي.
