رسنۍ

سوله او رسنۍ؛ راتلونکی د محدودیت تېغ دوو غاړو ترمنځ

«ښې راتلونکې لپاره ډېر هیله من نه یم»

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: بهادرخان رحماني

د بیان ازادي د وګړو د بشري حقونو له بنسټیزو ارزښتونو او د انسانانو له طبیعي حقونو دی. خو په دې ورځو کې د بیان ازداۍ ارزښت او د هغې پر تبعې د هغو بنسټونو برخلیک چې د بیان ازادۍ برخه کې فعالیت لري، لکه افغانستان کې خپلواکې رسنۍ چې خورا د محدودیت له ګواښ سره مخې دي او لېرې نه ده، چې د افغان سولې لړۍ یوې پایلې سره، د بیان ازادي د ټولنې له بدنې څخه ووځي. که څه هم د افغان سولې لړۍ لرلید لا نامالوم او په ټوله کې د افغانستان سیاسي راتلونکې ناڅرګنده ده، په دې منځ کې د افغانستان د ازادو او خپلواکو رسنیو راتلونکی کار او برخلیک، چې د تېرو دوو اونیو له لاسته راوړنو ګڼل کیږي، هم نامالوم دی.

ازادې او خپلواکې رسنۍ له تېرو دوو لسیزو راهیسې، لکه د افغان امنیتي ځواکونو په څېر ترورېزم او افراطیت سره په لومړۍ کرښه کې دي او د ولسواکۍ او بشري حقونو ارزښتونو بنسټیزکولو لپاره یې مبارزه کړې ده. دغه راز په افغانستان کې رسنۍ فساد سره مبارزه کې او د حکومت پر کړنو څار کې هم پام وړ او اغېزمن رول لوبولی دی. په دې سره د افغان سولې پروسه کې د دې نظام د اساسي رکن استازي غیب دي او پر سولې د خواوو د هوکړې په صورت کې، د بیان ازادۍ محدودیت او د ازادو رسنیو فعالیت کې جدي اندېښنې شتون لري.

د افغانستان خبریالانو خوندیتوب کمېټې اجرایيوي مسوول صدیق الله توحیدي اطلاعات روز سره خبرو کې، د سولې له هوکړې وروسته د رسنیو راتلونکي ته د اندېښنو په اړه وایي، د سولې  لړۍ جریان کې د نظامي او سیاسي جریان په توګه د طالبانو ډلې شتون، کومې اندېښنې چې رامنځته کوي، هغه رسنیو سره د طالبانو پخوانی چارچلند دی. د توحیدي له نظره، له ۲۰۰۱ کال وړاندې او ۲۰۰۷ تر ۲۰۲۰ کال د جګړو جریان کې، رسنیو ته د طالبانو نظر د دښمنۍ دی. په دې کلونو کې مو ډېر خبریالان له لاسه ورکړي، چې د رسنیز کار له امله یې ځانونه له لاسه ورکړي دي: «د دوحې له هوکړه لیک وروسته چې د طالبانو چلند کې کوم بدلون راغی، رسنیو ته د انعطافي نظر بڼه وه. طالبانو ویلي، چې د بیان ازادي د اسلامي حکمونو چوکاټ کې مني. خو دا چې څه ډول احکام تفسیر او توجیه کوي، تراوسه جوته نه ده. ښایي طالبان له اسلامي احکامو خپل تفسیر وړاندې کړي او له دې لارې پر رسنیو فشار ډېر کړي.»

د افغانستان خبریالانو خوندیتوب کمېټې اجرایيوي مسوول صدیق الله توحیدي

ښاغلي توحیدي د ځینو رسنیو سوداګریز ماهیت ته په اشارې وایي، چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه او د بشر حقونو فعالین خپلې اندېښنې ښکاره او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د سولې روانو خبرو کې د بیان ازادۍ خوندیتوب او رسنیو ټولنې استازو شتون څخه ملاتړ وکړي: «خو د رسنیو مالکین او ځینو مشخص وګړي چې دې تېرو دوو لسیزو کې یې د رسنیو له لارې سترو پانګو ته لاسرسی موندلی دی، د مبارزې دې برخه کې د بیان ازادۍ ملاتړو په توګه یې شتون غایب دی. هغوی خپلې پېسې لاسته راوړې، ډېری یې له افغانستان بهر ژوند کوي او اوس که محدودیت هم وضع شي، د سیاسي او اقتصادي ملاحظاتو له امله به هم نیوکه و نه کړي. خو د هغو رسنیو خبریالان او مسوول مدیران چې یوازې معاش لپاره کار کوي، د راتلونکي کشمکش ډګر کې یوازې پاتېږي.»

د اطلاعاتو او کلتور چارسمبالی وزیر محمدطاهر زهیر اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې راڼه او تېز ټولنیز جریانونه او بدلونونه د مهار وړ نه دي. ځینې موضوعات چې طالبانو د اسلامي امارت پرمهال حرام ګڼل، اوس هغه حرام نه بولي. لکه انځور او د ویډیو لیدنه چې تر ډېره رسنیو کې کاریږي، تېر کې طالبانو حرام ګڼل او اوس ترې په خپله ګټه اخلي: «طالبان اړ دي، چې که سیاست کوي، باید له دې وسیلو هم ګټنه وکړي. دا رامنځته شوې لړۍ د حذف او محدودولو وړ نه ده. زموږ درک دا دی چې ښایي ځینې ډلې پر خپلواکو رسنیو د محدودیت وضع کېدو غوښتونکي شي، خو امکان نه لري. ځکه اوسنیو حالاتو له تېر سره ډېر توپیر کړی دی.»

د اطلاعاتو او کلتور چارسمبالی وزیر محمدطاهر زهیر

د اطلاعات او کلتور چارسمبالی وزیر وایي، د تېرو دوو لسیزو یوازینۍ لاسته راوړنه چې تر ټولو مهمه یادیږي او همدا ډول هر ډول لاسته راوړنه چې ټول پر اجماع لري، د بیان ازادۍ بنسټیزکېدنه او افغانستان کې د خپلواکو رسنیو پرمختیا ده. «زموږ دریځ دا دی چې دا مهم ارزښت او لاسته راوړنه په هېڅ توګه او تر هېڅ شرایطو لاندې نه باید زیان وویني او مخ په تلونکې رسنۍ باید و نه دریږي.» د اطلاعات او کلتور سرپرست وایي، چې یو جامع نوې طرحه یې د ملي پخلاینې عالي شورا او د افغانستان سولې مرکچي پلاوي ته سپارلې، چې په هغې کې د دې وزارت لیدلوری وړاندې شوی او د دې غوښتونکي شوي چې د سولې خبرو جریان او د افغان سولې اړوند هرې ناسته کې، د خبریالانو استازي او د افغانستان رسنیو استازي حضور ولري.

د اریانا راډیو ټلوېزیون اجراییوي رییس خوشحال اصفي اطلاعات روز سره خبرو کې، د رسنیو کاري راتلونکې ته د اندېښنې ښکاره کولو ترڅنګ، د سولې لړۍ کې د ملي او نړیوالو ضمانتونو نه شتون ته اشاره کوي او وایي، چې اوسمهال د بیان ازادۍ خوندیتوب او د ازادو رسنیو ملاتړ برخه کې هېڅ ډول لازمه ضمانت نشته دی: «نه ډېر هیله من یم او نه ډېر بدبینه. خو له تېر او د طالبانو شناخت ته په کتو، راتلونکي ته ډېر هیله من نه یم. له دې سره که چېرې د دې ډلې فکر کې کوم بدلون راغلی وي یا پر دوی د نړیوالې ټولنې فشار راشي، چې دوی د تېرو ۲۰ کلونو بدلونونه ومني، په هغې وخت کې به هیله مني زیاته شي. مالومه ده چې د بدلونونو راتګ سره به یو لړۍ محدودیتونه ولګیږي، خو زه له دې سره موافقه نه یم چې تېرو ۲۰ کلونو ته وګرځو او هر څه له لاسه ورکړو.»

د اریانا راډیو ټلوېزیون اجراییوي رییس خوشحال اصفي

ښاغلی اصفي وایي، که د سولې له هوکړې وروسته د افغانستان پر خپلواکو رسنیو محدودیت ولګیږي، ټولو ته به یې پایلې منفي وي. د سولې اوسنۍ خبرې د راکړې ورکړې خبرې دي، یانې څه، څه باید له لاسه ورکړو او څه، څه لاس ته راوړو: «که د ښکېلو لورو ترمنځ سوله وشي او راتلونکې کې پر یو سیاسي نظام هوکړه وشي، په هغې وخت کې به د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې په ضمانت، داسې زیاته څه له لاسه ور نه کړو. خو که سناریو ولټه شي، له شک پرته به منفي پایلې له ځان سره ولري.»

د هشت صبح ورځپاڼې مسوول مدیر مجیب مهرداد اطلاعات روز سره خبرو کې دې موضوع ته نغوته کوي، چې د افغانستان رسنیو خپلو راپورونو کې وکولی شول توازن داسې مراعت کړي چې په حقیقت کې د ټولو خواوو غږ رسنیو کې انعکاس شي. خو بیا هم اندېښنې شته. له دې سره د هیله منۍ ځای دی چې دولت او نړیواله ټولنه هر ډول سوله د دې تېرو دوو لسیزو ارزښتونو په خوندیتوب پورې تړلی دی، چې د دې ارزښتونو له ډلې د بیان ازادي او د رسنیو خپلواکې دي: «که سوله وشي، په دې لړۍ کې اغېزاچوونکې خواوې د بیان ازادۍ او د رسنیو خپلواکۍ خوندیتوب لپاره هڅې کوي. زه باور لرم چې د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه د بیان ازادۍ موضوع د یو مخکې شرط په توګه د سولې پروسه کې وړاندې کوي.»

د هشت صبح ورځپاڼې مسوول مدیر مجیب مهرداد

ښاغلی مهرداد باوري دی چې که د سولې لړۍ دې خبرو پایله کې کوم حکومت رامنځته کیږي، بشپړ یو لوریز به نه وي، چې د یوې خوا ټولې رایې او باورونه به په نظر کې نیول کیږي: «دا به مشارکتي حکومت وي، چې د ټول افغانستان وګړي به په کې خپل غږ اوچت کړی شي. که مشارکتي حکومت د عادلانه سولې هوکړې پایله وي، موږ کولی شو چې د بیان ازادۍ خوندیتوب برخه کې هیله من و اوسو. هیله من یم چې طالبان هم دغه واقعیت درک کړي چې خپلواکې رسنۍ د دوو وروستیو لسیزو د بدلونونو برخه ده او له دې واقعیت سره منطقي چلند وکړي.» ښاغلی مهرداد وایي، چې نړیواله ټولنه د بیان ازادي او رسنۍ د نوي افغانستان د واقعیت په توګه په رسمیت پېژني او تل یې خپلې مرستې د دې ارزښتونو خوندیتوب په شرط کړي دي. پر دې بنسټ لا هم د هیله منۍ ځای شته دی.

ښاغلی مهرداد پر رسنیو د محدودیت پایلو په اړه، افغانستان کې د پراخه فساد موضوع ته اشاره کوي او وایي، چې فساد د خلکو د سیاسي او ټولنیز کلتور یوه برخه ګرځېدلې ده. دوو وروستیو لسیزو کې فساد سره د مبارزې برخه کې ډېر بنسټونه رامنځته شوي چې هېڅ یو یې فساد سره د مبارزې برخه کې جدي اغېز نه دی کړی: «یوازینۍ برخه چې فساد یې ننګولی، مفسیدین یې تر فشار لاندې راوستي او حکومت یې تر یوه بریده ځواب ویونکی کړی، د افغانستان رسنیو افشاګریانې دي. که د حکومت پر کړنو دا نیوکیز او څارونکی غږ کمزوری یا محدود شي، په دې مانا ده چې فسادکوونکي بښل کیږي او بالاخره د فساد زیاتېدو، نه ځواب وینې او استبدادي حکومت ته لار پرانیزي.»

وروستیو کلونو کې نه یوازې طالبانو ډله او افغانستان کې نورې ترهګریزې فعال ډلې له خبریالانو او خپلواکو رسنیو سره خصمانه چلند لرلی او خپلو ځانمرګو بریدونو او چاودنو سره یې د افغانستان له رسنیو قرباني اخیستې، بلکې افغان حکومت هم له رسنیو سره ښې اړیکې نه دي لرلي. حکومت کې د فساد پراختیا، بډې اخیستنې او تبعیضي چلند د دې لامل شوی چې رسنۍ دغه نامطلوبه پدیدې رسنیزې او افشا کړي او په حقیقت کې د حکومت لوړو کچو وګړو د ګتو پر وړاندې یو ګواښ شي. پر دې بنسټ د افغانستان دا خپلواکې رسنۍ په اوسنیو شرایطو کې د محدودیت د تېز تېغ دوو غاړو ترمنځ راغلی، چې کاري راتلونکی یې په ابهام کې نیولی دی.