په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشره رباب فاطمه د خپل لومړي ولایتي سفر په ترڅ کې ننګرهار ته تللې ده.
یوناما نن (یکشنبه، د عقرب ۱۰مه) په فېسبوک کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې مېرمن فاطمې ننګرهار ته د سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو، ښځو، سیمهییزو مشرانو، سوداګرو، بېرته راستنو شویو کډوالو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره لیدلي دي.
یوناما د رباب فاطمې د سفر موخه د «اړتیاوو او مهمو مسئلو» لیدل او په اړه یې د معلوماتو راټولول بللي دي.
د یوناما مشرې په ننګرهار کې د طالبانو د والي له مرستیال غلامرحمان حیدري سره هم لیدلي او ویلي یې دي، چې ملګري ملتونه د افغانستان ملاتړ ته ژمن دي.
