د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، الکساندر سرېګوویچ اوګورودنیکوف افغانستان ته د بلاروس د نوي غیرمقیم سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
دغه وزارت نن (یکشنبه، د عقرب ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نوموړي خپل باورلیک د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته سپارلی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د بلاروس نوي سفیر ته د بریا هیله کړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې د بلاروس نوي غیرمقیم سفیر هم ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره به هڅې وکړي.
بلاروس، چې د روسیې نږدې متحد دی، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له دې ډلې سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅې کړې دي.
په دې موده کې د طالبانو چارواکو څو ځله بلاروس ته سفرونه کړي او د دغه هېواد چارواکي هم کابل ته تللي دي.
