د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دغه سازمان د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د یوه کارکوونکي د مړینې خبر ورکړی، چې د حوثیانو په بند کې یې ژوند له لاسه ورکړی او د دې ډلې په بند کې یې د نورو کارکوونکو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
ګوترش نن (یکشنبه، د عقرب ۱۰مه) په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې ویلي، چې د محمد شامي په نوم د یمن یو وګړی، چې د ملګرو ملتونو کارکوونکی و، د حوثیانو په بند کې مړ شوی دی.
د ګوترش په وینا، محمد شامي د ۲۰۲۴ کال د جون له شپږمې راهیسې د حوثیانو په بند کې و او تر دوو کلونو ډېر وخت یې له رسمي تور او عادلانه قانوني بهیر پرته په بند کې تېر کړی و.
هغه زیاته کړې، چې دا د حوثیانو په توقیفځایونو کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د مړینې دویمه پېښه ده. تر دې مخکې هم په ۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یو کارکوونکی د حوثیانو په بند کې مړ شوی و.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک ویلي، چې د شامي کورنۍ د هغه تر مړینې شاوخوا یوه میاشت وروسته له پېښې خبره شوې او تر اوسه یې د نوموړي د مړینې د لامل او څرنګوالي په اړه کوم وضاحت نه دی ترلاسه کړی.
هغه د حوثیانو له چارواکو د بشپړې روڼتیا او د پېښې د بېړنۍ، خپلواکې او هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د ملګرو ملتونو د دغه کارکوونکي کورنۍ حق لري په حقیقت پوه شي.
د ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو نیول له ۲۰۲۴ کال راهیسې زیات شوي دي. حوثیانو د همدې کال د مې په ۳۱مه او د جون په شپږمه د ملګرو ملتونو او نادولتي سازمانونو تر ۶۰ ډېر کارکوونکي نیولي او پر هغوی یې د امریکا او اسرائیلو د جاسوسۍ په شبکه کې د غړیتوب تور لګولی و؛ خو د دغو تورونو لپاره یې د عامو خلکو د لاسرسي وړ او د خپلواکې ارزونې وړ شواهد نه دي وړاندې کړي.
د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې هم د ملګرو ملتونو لږ تر لږه اته نور کارکوونکي ونیول شول او د همدې کال په اګست کې د نیونو نوې څپه پیل شوه. د تازه راپورونو له مخې، اوس د ملګرو ملتونو او نادولتي سازمانونو ټولټال ۷۲ کارکوونکي د حوثیانو په بند کې دي.
حوثیانو تر اوسه د محمد شامي د مړینې په اړه څه نه دي ویلي. ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د هغو اوو نورو کارکوونکو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې له شامي سره یوځای نیول شوي وو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي: «زه لا هم د ملګرو ملتونو د اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو، د بشري مرستو د سازمانونو او د مدني ټولنې د بنسټونو د هغو کارکوونکو د خوندیتوب او روغتیا په اړه ژوره اندېښنه لرم، چې لا هم [د حوثیانو] په بند کې دي.»
