د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ارزګان ولایت کې د مرکز ترینکوټ په ښار کې د «عیدګاه مرکزي جامع جومات» په نوم یو جامع جومات پرانیست، چې د جوړولو لګښت یې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی.
هغه په دغو مراسمو کې وویل، دیني مرکزونه د نبوي اخلاقو، دیني شعور او هویت، فکري روزنې او اسلامي نهضت سپېڅلي بنسټونه دي.
ملا برادر د دیني مرکزونو د فزیکي ودانیو د جوړولو ترڅنګ، د هغو پر معنوي او واقعي ابادۍ هم ټینګار وکړ.
ملا برادر په یادو مراسمو کې له دیني عالمانو وغوښتل، چې د دیني مرکزونو له لارې خلکو ته په دوامداره توګه د دیني زدهکړو، نبوي اخلاقو او یووالي درسونه وړاندې کړي او د جوماتونو منبرونه د خیر، فلاح، اصلاح او اتحاد پر منبرونو بدل کړي.
د معلوماتو له مخې، د ترینکوټ عیدګاه مرکزي جامع جومات پر ۱۲ جریبه ځمکه د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې په یوه وخت کې د ۳۵ زرو لمونځکوونکو د ځایولو ظرفیت لري.
ملا برادر په ارزګان کې د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی جامع جومات پرانیست
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
