په کندهار کې یوې سرچینې نن (شنبه، د لیندۍ ۷مه) اطلاعات روز ته وویل، چې د کندهار ښار په منډيګک سیمه کې د طالبانو په مخامخ ډزو کې یو خیاط وژل شوی دی.
د سمین خان په نوم دغه وژل شوی ځوان، چې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او کورنۍ یې اوس مهال د کندهار ښار د درېیمې ناحیې د بایپاس په سیمه کې اوسېږي، د کابل دروازې پر چوک یې د شیرزاد په نوم خیاطي کوله.
سرچینې وايي، د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته نوموړی په تېروتنه د کندهار ښار منډيګک امنیتي سیمې ته داخل شوی و. هغه د طالبانو له لومړۍ امنیتي کړۍ تېر شوی و، خو د دویمې کړۍ د ساتونکو له لوري پرې ډزې شوې، چې درې مرمۍ یې پر سینه لګېدلې دي.
سرچینې ویلي، یاد ځوان په ټپي حالت کې میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوی و، خو د ډېرې وینې بهېدنې له امله یې د جمعې په ورځ په روغتون کې ساه ورکړې ده.
یوې باوري سرچینې ویلي، د کندهار لپاره د طالبانو والي د دغه ځوان پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او له کورنۍ سره یې خواخوږي کړې ده.
منډيګک په کندهار کې د طالبانو له مهمو او خوندي امنیتي سیمو څخه ګڼل کېږي، چې ملا هبتالله هم ډېری وخت په دغه سیمه کې اوسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په کندهار کې د طالبانو پر امنیتي پوستو د ورته ډزو له امله ملکي وګړي وژل شوي دي.
