د ارزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په وسلهواله شخړه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ارزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال ارزګاني ویلي، دغه پېښه د تېرې جمعې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، د شخړې پر مهال د یوې کورنۍ کسانو پر بل لوري ډزې کړې، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
ارزګان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې وخت ناوخت پکې د ځمکو او شخصي لانجو پر سر خپلمنځي شخړې رامنځته کېږي او له امله یې خلکو ته مرګژوبله اوړي.
ارزګان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې څلور کسانو ته مرګژوبله اوښتې
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
