پکتیکا کې د نشه یي توکو د کر مخنیوي هڅې؛ لسګونه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت او د نشه يي توکو له کرکېلې څخه د مخنیوي لپاره په بېلابېلو برخو کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالي کې ۲۱۳ کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

چارواکي زیاتوي، چې په دې پروژو کې ۳۳ یې د مڼو ساتنې لپاره د سړو خونو، ۵۰ یې د پیازو، ۸۰ د کچالو زیرمتونونه او ۵۰ یې بیا د ممیزو خونې دي، چې د پکتیکا په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د کرنې د لا ودې په موخه بزګرانو ته جوړې او  پرانیستل شوې.

د پکتیکا د کرنې او مالدارۍ ریس فضل ربي زمانزی وايي، چې په دې پروژو ۱۶۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په خبره یې چې پلې کېدو سره به یې په پکتیکا کې کرنیز محصلات د پام وړ وده وکړي.

هغه زیاته کړه، چې له دې پروژو یې بله موخه د نشه يي توکو له کر څخه مخنیوی، چې لاهم په ځینو سیمو کې کروندګر له دې لارې عواید ترلاسه کوي.

نوموړي اطلاعات روز ته وویل: «کومې پروژې چې په پکتیکا کې مونږ ګټې اخیستنې ته وسپارلې، دغه پروژې مونږ په مرکز ښرنې، خیرکوټ، ارګون، یوسف خېل، مټاخان، سروبي او یحیی خېل په ولسوالیو کې جوړې شوې دي، له دې پروژو زمونږ هدف دا دی، چې کروند ګر د نشه یي توکو له کښت څخه لاس واخلي او هم مو د کرنیزو محصولاتو په برخه کې وده کړې وي.»

پکتیکا کې ۲۱۳ کرنیزې پروژې د نشه یي توکو کر مخنیوي په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې په پکتیکا کې د سړو خونو نه موجودیت له امله له دې وړاندې دوی کرنیز محصولات بازار ته نشوای وړاندې کولی، چې اوس به همدا محصولات په سړو خونو کې ساتل کیږي او له دې لارې به په مناسب وخت کې د خرڅلاو لپاره وړاندې کیږي.

زمانزي وویل: «پخوا له دې چې مونږ سړې خونې نه درلودې، نو یو خو زمونږ بزګران اکثره یې په نشه يي بوټو کر بوخت و او بل هغهو د خپلو کرنیزو حاصلاتو د ساتنې لپاره هم داسې مناسب ځای او امکانات نه درلودل، چې هغوی دې په کې خپل پیدا وار ساتلي وای، نو د دې خونو په جوړېدو سره به یو بزګران له نشه يي بوټو کرلو لاس واخلي او بل به مونږ وکړای شو، چې هر وخت خپل حاصلات بازار ته وړاندې کړو.»

په همدې حال کې بیا د پکتیکا مرستیال والي محمد ابراهیم کټوازي اطلاعات روز ته وویل، چې جوړې شوې سړې خونې به تر یو بریده د بزګرانو اقتصادي ستونزې هوارې کړي، خو نوموړی ټینګار کوي، چې د نشه يي بوټو له کرلو څخه د مخنیوي لپاره په کار ده، چې دیني عالمان او قومي مخور بزګرانو ته په دې اړه عامه پوهاوی وړکړي.

د پکتیکا مرستیال والي محمد ابراهیم کټوازي اطلاعات روز ته وویل، چې جوړې شوې سړې خونې به تر یو بریده د بزګرانو اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

کټوازي زیاته کړه: «زه به خوشبختانه ووایم، چې په پکتیکا کې د مخدره توکو کښت کم شوی او کوم نشه يي توکې چې کرل کیږي، نو د دې د مخنیوي لپاره به هم هڅې کوو او په دې کې د دیني عالمانو رول ډېر مهم دی، نو هغوی باید بزګرانو ته د همدې ناوړه بوټي په اړه مالومات وړکړي او بل کومې سړې خونې چې جوړې شوې، نو دا به هم د دې سبب وګرځي، چې بزګران ترې منع کړي.»

پکتیکا کې بیا بزګران وايي، په هغو سیمو کې چې اوس مهال نشه يي بوټي کرل کیږي، د سړو خونو جوړېدل یې ښه بدیل کېدای شي او په خبره یې چې د کرنیزو بوټو له لارې به په حلال ډول پیسې تر لاسه کړي.

جمال الدین اطلاعات روز ته وویل، که حکومت ورته د همداسې سړو خونو او کرنیزو تخمونو په برخه کې همکاري وکړي، نو بزګران بیا دې ته نه اړ کیږي، چې د حرام بوټي له کرلو پیسې تر لاسه کړي.

نوموړی وايي: «دا چې حکومت غواړي، چې دلته په هیواد کې دې د نشه يي توکو د کر مخه ونیول شي، نو ورته په کار ده، چې داسې سړې خونې او تخمونه چې بزګر ورته اړتیا لري، هغه باید ورکړي، نو که امکانات وي، بیا هیڅکله بزګران نه غواړي، چې د چرسو او نورو حرامو بوټو په کرلو دې پیسې پیدا کړي، نو اوس هم په ځینو سیمو کې بزګران ځکه چرس کري، چې هغوی د مڼو، انګورو، کچالو او نورو د ساتنې لپاره ځای نه لري.»

پکتیکا کې بزګران وایي، که حکومت ورته د همداسې سړو خونو او کرنیزو تخمونو په برخه کې همکاري وکړي، نو بزګران بیا دې ته نه اړ کیږي، چې د حرام بوټي له کرلو پیسې تر لاسه کړي.

په پکتیکا کې له دې وړاندې هم د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې کروندګرو ته له نشه يي بوټو کرلو څخه د مخنیوي لپاره د زعفرانو  او د غنمو اصلاح شوي تخمونه او نور وسایل ورکړل شوي و.

که څه هم په ځینو سیمو کې د پکتیکا قومي مشرانو تړون کړی، چې بزګران به نشه يي بوټي نه کري، نو لاهم داسې سیمې شته، چې هلته د افغان حکومت حاکمیت نه شته او کروند ګر له یاد بوټي پیسې تر لاسه کوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه