د هرات دودیزه ټولنه کې د یو نرښځي د مبارزې کیسه

پرلپسې ۶۴ کاله ربړېدونکی ژوند؛ د هرات دودیزه ټولنه کې د یو نرښځي د مبارزې کیسه

خبریال: واجد روحاني

ژباړن: بهادرخان رحماني

د صبور په وینا، هغه په ۱۳۸۳ل کال کې هند ته په اته میاشتني سفر کې په مسلکي ډول له یوې ښځینه هنرمندې څخه نڅا زده کړې ده. هغه نڅا یو ډول ورزش او غوره ساتیري بولي: «نڅا سره ډېره لېوالتیا لرم. ۶۴ کلنۍ کې هم د نڅا له امله ځوان پاتې یم او خپل ځان ته د زاړه فکر نه کوم.»

۶۴ کاله عمر یې په سختۍ کې تېر کړی: د هرات په خورا دودیزه ټولنه کې له سپکاوي تر وهلو ډبولو. له همدې امله تل په انزوا کې و او ځان ځاني به یې ټاکله. د صبور پرلپسې سختۍ یواځینی لامل درلود: د هغه جنسیت.

جنسي لږه کي په خپل ژوند کې ډېرې ناخوالې لري. ۶۴ کلن صبور اطلاعات روز سره په خبرو کې وایي، چې د خپل جنسیت له امله ځلونه د ځورونې او ان وهلو ډبولو لاندې راغلې: «خلک مې وېښته، چې جګ دي، کشوي او وایي، وېښته مې لاس جوړي یا مصنوعي دي. دوا مې وخوړه چې سینې مې وړې شي، څو د خلکو له ځورنې خلاص شم.»

د کورنۍ خورا سخت دودونه د دې لامل شول، چې صبور د کوچنیوالي په ټول ژوند کې خپل جنسي هویت پټ وساتي. هغه د خپلې مور سپارښتنو ته اشاره کوي، چې له هغه یې غوښتي و، چې له نورو سره کم وګرځي او کمې خبرې وکړي، څو خلک یې له جنسیته خبر نه شي: «تل به مې مور راته ویل، چې هر چېرې ځې، هېڅ خبرې مه کوه او په خپله لار ځه او له هېڅ چا سره کار مه لره. ما به د کور کار کاوه او د کور پاکوالي کې به مې برخه اخیسته.» کلونه کیږي، چې د صبور مور او پلار تر خاورو لاندې شوي. له هغې وخته را وروسته بیا صبور خپل جنسي هویت نه دی پټ کړی.

نرښځتوب/دوه جنسه (Intersex) هغه وګړو ته ویل کیږي، چې جنسي غړي او د بدن غړي یې په بشپړه توګه ښځينه یا نارینه و نه اوسي. ډیری دغه وګړي یو جنس ته اړوند جنسي غړي لري (لومړني صفات) خو د وېښتو بڼه، د غږ لحن، بدن کې د غوړ وېش، د هډوکو جوړښت او د غړو مقاومت (دویم صفات) یې ډېر یا لږ بل جنس ته ورته وي. د بشري حقونو بنسټونه او د جنسي لږه کیو ملاتړي، د دې ځانګړنو درلودونکي وګړي نه ښځینه او نه نارینه پېژني. هغوی په دریم جنس هم یادوي.

«خلک مې پر شونډو لبسټیک وهلو ته نه پرېږدي»

د صبور پر بدن د ټپونو هغه نښې، چې د خلکو جنسي غوښتنې ته یې ځان نه دی ورکړی، تر اوسه شته.

صبور وایي، په ځلونو جنسي غوښتنې ته د تن نه ایښېدو له امله، وهل ډول شوی او ان په چاقو وهل شوی دی. صبور اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، اړ شوی چې د جنسي ځورونو له امله خپل ښځینه غړي د هورمون تراپي په وسیله، واړه کړي.

ډیر جنسي لږه کي (همجنس بازان، نرښځي، دوه جنسه…) په افغانستان کې د خپل هویت له څرګندولو وېريږي او ځان ځاني خپلوي. صبور حسیني وایي، چې هرات کې ۸ ترانس جنډر پېژني چې ډېری یې نه غواړي خپل هویت یې څرګند شي.

پوښښ کې یې خپلواکي او د سړک تر غاړې او جنسي نه ځورونه د دغو جنسي لږه کیو له اصلي غوښتنو دي. صبور حسیني، مینه لري چې شوخ او ښځینه جامې واغوندي او د هرات پر سړکونو خپلواک ګامونه واخلي: «موږ باید خپلواک و اوسو او هر ډول جامې پر تن کړو. زما خوښېږي چې شوخې جامې واغوندم. هغه کالي چې زما ښکېلتیا او جذابیت نور هم ډېر کړي. خلک مې نه پرېږدي چې زه سینګار وکړم. زموږ نارینه بدن کې د ښځو احساس او عواطف نغښتي دي.»

هغه وایي، له لاسي صنایعو، خیاطي او د لوب توکو جوړولو سره یې په وړوکوالي کې ډېره مینه وه او خپل ډیری وخت یې له همدې کارونو سره تېر کړی دی.

نڅا سره مینه

صبور، هرات کې یو له پېژندل شویو څېرو دی. هغه له کوچنیوالي تر دې مهاله له نڅا سره مینه درلوده. خو اوس د جنسي ځورونې له ډاره، ډېر کم په محفلونو او د خوښۍ مراسمو کې نڅیږي.

کله چې صبور ځوان و، د هراتیانو د خوښیو ډېرو مراسمو کې نڅا لپاره ورته. د هغه په وینا، د پېسو لپاره نه، بلکه نڅا سره د مینې له امله نڅېده.

د صبور په وینا، هغه په ۱۳۸۳ل کال کې هند ته په اته میاشتني سفر کې په مسلکي ډول له یوې ښځینه هنرمندې څخه نڅا زده کړې ده. هغه نڅا یو ډول ورزش او غوره ساتیري بولي: «نڅا سره ډېره لېوالتیا لرم. ۶۴ کلنۍ کې هم د نڅا له امله ځوان پاتې یم او خپل ځان ته د زاړه فکر نه کوم.»

هغه وایي، اوس هم د ځینو مراسمو بلنلیکونه ورته راځي، خو دی یې ډېر کمو ته ورځي. یو له هغو دلیلونو چې دغه نرښځې کم د خوښیو مراسمو ته ورځي، د جنسې ځورونې تېرې ترخې تجربې دي.

صبور وایي، په ځلونو جنسي غوښتنې ته د ځان نه ورکړې له امله وهل ډبول شوې او ان یې چاقو خوړلی

جنسي لږه کي د کارموندنې برخه کې هم له سختو ستونزو تېریږي. ډیری له دوی د کار نه شتون له امله په کور ناستي وي او پر نورو تکیه وي. خو صبور دا خنډ مات کړی. هغه په ورځني ډول ۳۰ کیلو مټره لار وهي او د هرات د ګذره ولسوالۍ په یو ښوونځي کې ښوونکی دی. یو سخت کار، خو دا چې صبور نورو ته له لاس غځونې ژغوري همدا لار ده.

د صبور په وینا، د خپل معاش یوه زیاته برخه ښوونځي ته په تګ راتګ کې لګوي، ځکه چې کور یې هرات ښار کې دی او ښوونځی د ګذره په ولسوالۍ کې: «زه د منځني اود لیسې ټولګیو ته درس ورکوم، ځکه چې خبرې اورېدونکي نه دي. زه له زده کوونکو سره تاوتریخوالی نه کوم او له مهربانۍ کار اخلم او زیات لومړنۍ دورې ته د درس ورکولو لېوالتیا لرم.»

صبور د ښوونځي لومړنۍ یا ابتدایه دوره هرات کې د نجونو په ښوونځي کې تر سره کړې. د لېسې دوره یې بیا په ۱۳۶۲ل کال کابل کې د ابن سینا ښوونځي کې تر سره کړې ده. نوموړي په یاد ښوونځي کې د ساینس برخه کې زده کړې کړي.

هنر کې ونډه

صبور د هنر په توګه د نڅا ترڅنګ، په خپل ژوند کې د تمثیلي ټوټې د اجرا کولو او ښودلو ویاړ هم لري. د ده په وینا، د هرات په یو وړکتون کې یې له کلونو تمثیلي ټوټې اجرا او ښودلې دي. صبور ته تازه په تازه په یو ټلوېزیون کې د «خیال پلو» رول ورکړل شوی دی او دا رول په ویاړ سره لوبوي. هغه په دې رول کې د نڅا رول تر سره کوي.

صبور ته تازه په تازه په یو ټلوېزیون کې د «خیال پلو» رول ورکړل شوی دی

د قانون چوپتیا

یو ټولنپوه علي کاوه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کوي، چې باید ټولنه کې د جنسي لږه کیو پېژندنې لپاره عدالت غوښتنه وشي، څو د دغو لږه کیو ځورونه کمه شي: «ان د جنسي لږه کیو خپلوان، هغوی ځوروي. د ټولنې ډېری وګړي د دې لږه کیو ځانګړنې نه پېژني او باید د دوی پر وړاندې د ټولنې پوهای ډېر شي.»

د ښاغلي کاوه په وینا، د نرښځو او دوه جنسوو پر وړاندې د ټولنې تبعیض له امله، د دوی ډېریو د عمر تر پایه خپل جنسیت پټ ساتلی دی.

د ولسي جرګې غړې مسعوده کرخې ټینګار کوي، چې څومره ژر باید په قوانینو کې د جنسي لږه کیو هویت باید تعریف شي.

نرښځي د هېواد په مدني قوانینو کې ځانګړی ځای نه لري او د هېواد په نافذه قوانینو کې د جنسي لږه کیو په اړه تقریبآ څه نه دي ویل شوي. یواځې په ۲۰۵۷ مه ماده کې د «خنثی جنس» په اړه یادونه شوې ده: «خنثی هغه چې نرتوب او ښځتوب یې نه پېژندل کیږي، لږ تر لږه برخه یې (لور او زوی ته په کتو د میراث تر ټولو کمه برخه) حق کیږي او پاتې برخه یې نورو وارثینو ته ورکول کیږي.»

ولسي جرګه کې د هرات خلکو استازې، مسعوده کرخي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې، د بشر حقونو له فعالانو غواړي، چې له جنسي لږه کیو د ملاتړ قانون لومړنۍ یا ابتدایي طرحه دې عدلیې وزارت ته وسپاري، څو په هغې کار پیل او د پلي کېدو پړاو ته ورسیږي.

اغلې کرخي، تېر کال د ولسي جرګې یوې عمومي ناستې کې د جنسي لږه کیو ځینې ستونزې یادې کړې وې: «زه لومړنۍ غړې وم، چې پارلمان کې مې د جنسي لږه کیو بحث رامنځته کړ، خو د خلکو استاز مې ملاتړ و نه کړ او ان په عمومي ناسته کې د بشر حقونو مدافعینو هم سکوت وکړ او ماته یې بد، بد را وکتل، چې ولې د جنسي لږه کیو بحث مطرح کوم.»

د ولسي جرګې دغې غړې ټینګار وکړ، چې ژر باید د جنسي لږه کیو هویت په قوانینو کې تعریف شي، څو د ټولنې د دې برخې له اوږو رواني او ټولنیز بوج کم شي. په افغانستان کې د جنسي لږکیو لپاره د شته ټولنیزو نورمونو له امله د وضعیت ښه کیدو لپاره هیڅ امکانات نشته او څرګنده نه ده، چې قانون او ټولنه به کله جنسي لږه کي د یو واقعیت په توګه ومني. خو صبور د یوې داسې ورځې انتظار کوي، چې نور یې د ژوند دغه واقعیت هغه ته درد ور نه کړي: «خوښېږي مې، داسې یوه ورځ راشي چې خلکو ته په خپلواکه توګه نڅا ور زده کړم او کله چې ښار کې قدم وهم، څوک را باندې ملنډې و نه وهي او نه مې هم څوک ووهي. کله چې د خلکو ځورونې له امله د پولیسو حوزو ته ورشو، زموږ غږ واورېدل شي. د هرات ټولنه باید موږ د یو انسان په توګه ومني.»