د تودو اوبو چینه

ارزګان کې د تودو اوبو هغه چینه چې درملنې لپاره کارول کېږي

خبریال: احسان‌الله ولسمل

د ارزګان مرکز ترينکوټ څخه ختيځ طرف ته په څو کيلومترۍ کې د تودو اوبو يوه چینه چې هره ورځ لسګونه ناروغان د درملنې په هدف په کې لمبېږي. دغه اوبه چې د «ګرم اب» سيمه کې شتون لري سيمه يې د تودو اوبو په نوم مشهوره ده.

د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ ځايي ادارې چارواکي وايي، تودې اوبه د کال په ټولو موسمونو کې ګرمې وي او خلک د ناروغيو درملنې لپاره په کې لمبيږي. ښايي دا په هېواد کې د اوبو لومړنۍ زيرمه وي چې زيات خلک ورباندې باور کوي او درملنې لپاره ورځي.

مسوولين وايي دغو اوبو ته د ارزګان ترڅنګ له کندهار ولايت څخه هم خلک ورځي او د ناروغيو درملنې په هدف یې کاروي.

د اطلاعات او فرهنګ رياست د فرهنګ د برخې يو مسوول غلام نبي الفت يې په اړه اطلاعات روز ته وويل: «دغه سيمه چې د ګرم اب په نوم ياديږي تودې اوبه په کې موجودې دي. دغه اوبه د ډېرو کلونو راهیسې دلته شته او تودو اوبو ته خلک د بدن د دردونو په هدف ورځي موږ خپله ډېر ځلې دغو اوبو ته ورغلي يو، دغه اوبه د ډېرو امراضو درملنه کوي خلکو دغو اوبو ته ورتګ يو رواج اوس ګرځولۍ دی. په کال کې يو ځل حتمن دغو اوبو ته ورځي او دغه اوبه د الله ج په حکمت سره د کال په ټولو وختونو کې ګرمې وي دغه ځاي، تاريخي مخينه هم لري.»

مسوولين وايي دغو اوبو ته د ارزګان ترڅنګ له کندهار ولايت څخه هم خلک ورځي او د ناروغيو درملنې په هدف یې کاروي.

هغه کسان چې يادو اوبو ته د ناروغيو د درملنې په هدف راغلي دي، وايي يادو اوبو ته زيات شمېر کسان د هډوکو دردونو او نورو ناروغيو په هدف ورځي ترڅو درملنه يې وشي.

خلک وايي د تودو اوبو شاوخوا سيمه ورځ تربلې د خرابېدو په حال کې ده او دولت باید ورته پاملرنه وکړي.

د سميع الله په نوم يو کس اطلاعات روز ته وويل: «موږ دغو اوبو ته راځو په دغو اوبو کې زموږ د ناروغيو درملنه کيږي دا ډيرې ښه اوبه دي زموږ ترڅنګ ډېر ټول خلک په دغو اوبو کې لمبيږي خلکو ته يې زياتي ګټي رسولي دي.»

د ارزګان د چاپيريال ساتنې ادارې مسوولين هم مني چې په دغه ولايت کې د تودو اوبو چاپیريال خراب شوی او د له منځه تلو په حال کې دی.

د ارزګان د چاپیريال ساتنې ادارې مدير فضلي الله روښان وايي دوی به هڅه وکړي ترڅو دغه طبیعي منابع خوندي کړي.

هغه وويل: «د چاپیريال ساتنې اداره پلان لري ترڅو په هېواد کې ټول هغه سيمې چې طبعي ښکلا لري خوندي کړي موږ به په خپل پلان کې د تودو اوبو سيمه د ځان سره ونيسو ترڅو د رغولو چارې ته يې پام وکړو.»

دا چې د ګرم اب سيمه کې دغه اوبه څومره د خلکو په درملنه کې رول لري موږ يې په اړه د يوه ډاکټر سره غږېدلي يو.

ډاکټر سیف‌الدین بیا وایي، چې په دې سیمه کې په تودو اوبو ځان مینځنه د ګټې پر ځای تاوان لري او د ساري ناروغیو منبع ګرځي.

د ارزګان د عامې روغتيا په رياست کې د واکسين د برخې مشر ډاکټر سيف الدين همنوا وايي په تودو اوبو ځان مينځل ګټه کوي خو په خبره يې چې د ګرم اب په سيمه کې په تودو اوبو د ځان مینځنې د ګټې پر ځاي خلکو ته په زيان ځکه ګرځي چي هلته په يوه ډنډ کې لسګونه کسان ځان مينځي او د ساري ناروغيو د انتقال لپاره دغه اوبه منبع ګرځي.

هغه وویل: «دغه اوبه د ساري ناروغيو لپاره منبع ده ځکه که يو څوک فکر کوي چې په تودو اوبو د يوې ناروغۍ درملنه کيږي بیا په کې اوبه ګرمي کړي او ښه پاک دې ځان په ومينځي، خو دا چې دوی په يوه ډنډ شوي اوبو کې ټول يو ځاي لمبيږي په دغو اوبو کې د ډول ډول امراض پاتې کيږي چې بیا نورو کسانو ته هم انتقال کيږي.»

د تودو اوبو ترڅنګ د ارزګان خلک د بېلابېلو ناروغيو د درملنې په هدف زيارتونو ته هم ورځي چې مشهوره زيارتونه په ترينکوټ کې د «محمداکا» په نوم زيارت دی چې د غاښ د دردونو درملنه په کې کېږي او ترڅنګ يې د ارزګان کندهار پر لويه لاره يو زيارت دی چې په نشي توکو نصوارو روږدي کسان ورځي د ياد زيارت په ليدو سره نصوار پريږدي او ددغه ولایت په چوره ولسوالۍ کې د نیازو نيکه په نوم يو زيارت دی چې د خلکو په باور د فلج وهلو کسانو درملنه په کې کېږي.