شاتو فارم

پکتیا کې تر نورو ډېر سږ کال ۵۵۰ ټنه شات ترلاسه شوي، خو بازار یې پیکه دی

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیا ولایت ګڼ اوسېدونکي د شاتو مچیو روزنه کوي او تر ډېره له همدې لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې هم پوره کوي.

په دې ولایت کې هر کال په زیاته کچه شات ترلاسه کیږي. د پکتیا ولایت د کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالروف وايي، د زیاتو اورښتونو او د مچیو د ښې روزنې له امله یې سږ کال ۵۵۰۰ ټنه کیلو شات راټول کړي، چې د نورو کلونو په پرتله زیاتوالی ښيي.

هغه وویل: «سږ کال مونږ په پکتیا کې د راټول کړیو مالوماتو پر بنسټ چې د شاتو د مچیو له ساتونکو او کاروباریانو مو تر لاسه کړي، نو ۵۵۰ ټنه شات تر لاسه شوي دي، چې دا د تېر کال په پرتله د پام وړ ډېروالی ښيي، نو د زیاتوالي لامل یې موسمي بارانونه او وارې وې.»

په دې ولایت کې بیا د شاتو روزونکي او سوداګر له سږنیو حاصلاتو خوښ دي، خو د خرڅلاو په اړه یې اندېښنه لري. دوی وايي، د نورو کلونو په پرتله یې بازار خورا پیکه دی او له اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې په کور دننه او بهر ورته د خرڅلاو زمینه برابره کړي.

د پکتیا ولایت ګڼ اوسېدونکي د شاتو مچیو روزنه کوي او تر ډېره له همدې لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې هم پوره کوي.

د مچیو یو تن ساتونکي نور احمد ګردېزي اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د شمشوبې او پلوڅې او سینځلې په نومونو له موچویو شات تر لاسه کوي، چې د هغه په خبره، سږ کال د بارانونو له امله یې حاصلات هم د پام وړ ډېر شوي و، نوموړی د تر لاسه کړیو حاصلاتو خرڅلاو ته اندېښمن دی او وايي، که یې د بازار موندنې برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه و نه شي، نو د ګټې پر ځای به تاوان وکړي.

نوموړي وویل: «مونږ ۱۳۰ صندوقه مچۍ لرو، چې له دې مچیو د شمشموبې او سینځلې په نومونو شات تر لاسه کوو، نو سږ کال هم د نورو ډېر غني و او په ښه ډول مو ترې حاصلات تر لاسه کړي دي، خو یوه ستونزه چې اوس ورته په تشویش کې یو، هغه د خرڅلاو مسله ده، سږ کال یې بازار ډېر سوړ دی او که پر وخت یې خرڅ نه کړو، نو د ګټې پر ځای به له تاوان سره مخ شو.»

په همدې کاروبار مصروف یو بل تن جمیل هم له حاصلاتو خوښي څرګندوي، خو د خرڅلاو په اړه یې اندېښمن دی. هغه وايي، پخوا په زیاته کچه شات له پکتیا عربي هیوادونو ته انتقالېدل، چې د هغه په وینا اوس یې صادرات د پام وړ راکم شوي، نوموړی زیاتوي، چې په کور دننه هم د اقتصادي مشکلاتو له امله خلک د شاتو اخیستلو توان نه لري.

جمیل وايي: «سږ کال یې حاصلات ښه و، خو اوس مو کور ساتلي، نه یې دوکانداران اخیستلو ته زړه ښه کوي او نه هم د پخوا په څېر مسافر دغه شات عربي هیوادنو ته وړي، نو دلته په هیواد کې هم خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که ورته کرنې ریاست د خرڅلاو زمینه برابره نه کړي، همدا حاصلات به راباندې تاوان شي.»

حاصلاتو خوښي څرګندوي، خو د خرڅلاو په اړه یې اندېښمن دی.

په مرکز ګردېز کې ځینې هټۍ وال هم د شاتو د خرڅلاو بازار پیکه بولي او وايي، پخوا به یې هره ورځ په زیاته کچه شات پلورل، خو اوس په کې د خپلو هټیو کرایه هم نه شي پوره کولی.

په دې اړه یو تن هټۍ وال میرویس توتاخېل وویل: «پخوا به مو چې د شاتو له مچیو له روزونکو شات واخیستل، نو په پرچون ډول به په زیاته کچه پلورل کېدل، ولې اوس یوازې مونږ کرایه پوره کولی شو او هتا ځینې دوکانداران په کې کرایه هم نه شي پوره کولی، د دې ټولو ستونزو لامل اقتصادي مشکلات دي.

کرنې ریس عبدالروف سعید وايي، هڅه کوي، چې د بازار موندنې او ځینو نورو برخو کې هغو ستونزو ته رسېدنه وکړي، چې اوس مهال ورسره د شاتو د مچیو روزونکي لاس او ګرېوان دي.

نوموړی وايي: «مونږ تل هڅه کړې، چې د شاتو د روزونکو ستونزو ته رسېدنه وکړ، کومې ستونزې چې د ریاست په وس پوره وي، هغه دلته حل کوو، ولې ځینې ستونزې په لویه کچه وي، بیا په دې برخه کې له وزارت همکاري غواړو، نو د شاتو بازار موندنې لپاره مو هم اړونده ستونزه له وزارت سره شریکه کړې ده.»

که څه هم په کور دننه هر کال په کافي اندازه د شاتو حاصلات تر لاسه کیږي، خو لاهم ځینې سوداګر پاکستاني شات هیواد ته را واردوي، چې دې کار د خپلو وطني تولیداتو په ارزښت او بازار منفي اغېز کړی دی.