۲۵ ماشومانو پلار

د ۲۵ ماشومانو پلار

انصاري پېژندونکی او ختيځ پېژندونکی، چې خپل ژوند يې افغان ماشومانو ته وقف کړ

خبریال: عابر شایګان

ژباړن: امېد اشنا

شپږ کلن علي رضا د نورو ماشومانو په شان له ډاکټر، ستن او د جراحي له چړې وېرېده. په ۱۳۵۱ کې چې جاپانی ډاکټرانو غوښتل په وزير اکبرخان روغتون کې د سؤشکل یا نامعموله بڼې له امله د هغه پښه عمليات کړي، خو هغه نه منله. مور او پلار يې مخکې له لاسه ورکړي و، چې هغه يې له رواني اړخه دې عمليات ته چمتو کاوه. د ورځو په تېرېدو سرژ دولوژیه دو بورکوی هلته ورځي؛ يو مهربان فرانسوی سړی، چې لسګونه بې سرپرسته، يتيم، معلول او زخمي افغانان ماشومان يې د خپلو اولادونو په څېر پالل. هغه علي رضا له ځان سره کور ته بوته، چې هغه کار ورته وکړي، چې بايد مور او پلار يې ورته کړی وای، خو هغوی اوس نه و.

له دې پېښې شاوخوا ۵۰ کاله تيريږي. فرانسوي وتلي انصاري پېژندونکي او اسلام پېژندونکي سرژ دولوژیه دو بورکوی ۱۵ کاله مخکې له نړۍ سترګې پټې کړې دي او هغه يتيم او بې سرپرسته ماشوم، علي رضا، د کابل د يوه معتبر پوهنتون استاد دی.

ولي حميدي د هغو ماشومانو له ډلې و، چې په ۱۳۵۹ کال د سرژ دو بورکوی کور ته ولاړ.

د الهياتو دوکتور، په قاره کې د ختيځ پېژندنې د موسـسې بنسټګر او د اسلام پېژندنې او تصوف وتلی مختصص سرژ دو بورکوی په ۱۹۶۲ کې کابل ته راغی او په کابل پوهنتون کې يې د اسلامي عرفان او تصوف د استاد په توګه دنده پيل کړه. ډېر وخت ونه ووت چې کور يې د سړک غاړې، يتيمو، معلولو او بې سرپرسته افغان ماشومانو د سر سيوری شو. دې ماشومانو، چې په هره دوره کې يې شمېر له ۲۰ تنو زيات و، نه يوازې يو پناهځای، بلکې نوی کور موندلی و. دو بورکوی د يو ملاتړي او زړه سواندي پلار په توګه د دې کورنۍ په سر کې و.

علي رضا همدرد ۴۸ کاله مخکې، له کوچي مور او پلار څخه پاتې شوی يتيم ماشوم و، چې والدين يې د قبيلوي جګړو له امله په څلور کلنۍ کې ورک کړي و. کله چې سرژ دو بورکوی هغه له ځانه سره په پُل محمودخان کې خپل کور ته بوته، هلته ۱۵ نورو ماشومانو هم ژوند کاوه: «پلار لوی زړه درلود. کله به يې چې يو ماشوم په ستونزه کې ليد، ور سره له مرستې يې ځان نشوای سپمولای. هغه ته اسانه کار و، ورته ويل به يې، زما کور ته راشه. کوم ناروغ به يې چې کور ته راته، د خدای د ډالۍ په توګه يې مانه.»

علي رضا همدرد د افغان بې سرپرسته ماشومانو له ډلې و، چې د سرژ دو بورکوی په کور کې يې ۱۱ کاله ژوند وکړ.

ښاغلی همدرد ۵۲ کلن دی او د ژوند ۱۱ کلونه يې (۱۳۵۱ ــ ۱۳۶۲) د سرژ دو بورکوی په کور کې تېر کړي. هغه د کابل په پلي تخنيک پوهنتون کې د «فن اوري» یا نوښت برخې استاد دی. د همدرد په څېر ولي حميدي هم د هغو ماشومانو له ډلې و، چې د سرژ دو بورکوی په کور کې لوی شوی دی.

د ولي حميدي پښې په ۱۳۵۹ کې، کله چې ۱۳ کلن و، د چاودنې له امله پرې شوې. د هغه کورنۍ د کابل د پُل ارتل سيمې د غره په يوه لوړه برخه کې په يوه کوچني کور کې ژوند کاوه، چې ولي ته پر هغې کږې، وږې او لوړه لار تګ شونی نه و. يو ماشوم، چې د سرژ دو بورکوی په کور کې يې ژوند کاوه، ولي هغه ته معرفي کوي: «کله چې پلار بورکوی زه په علي اباد روغتون کې وليدم، فورا يې خپل کور ته بوتلم. په کور کې يې د ۲۵ نورو ماشومانو ساتنه او پالنه هم کوله. موږ يې ښوونځي ته لېږلو او کتابچه او قلم يې راکول. کور کې يې هم ښوونکی راته نيولی و، چې د ښوونځي په درسونو کې يې راسره مرسته کوله.»

سرژ دو بورکوی، چې د ۱۹۱۷ کال د اګست په ۲۸ په پاريس کې زېږېدلی و، د پلار له طرفه د فرانسې له پخوانو اشرافو څخه و او د مور له خوا د لهستان له اشرافو. هغه د چټکې ځيرکتيا او ذهني پياوړتيا په مټ له ۱۴ کلنۍ په يوازې ځان د عربي ژبې زده کړه پيل کړه. وروسته د دومينيکن ټيم غړی و، چې په ۱۹۵۰ کې يې په قاهره کې د ختيځ پېژندنې موسـسه جوړه کړه. د دومينيکي دا راهب، د قاهرې په مسیحي عبادت ځای کې اوسېده. په عين حال کې يې په دې ښار کې د اسلامي عرفان په برخه کې خپل مطالعه پراخ کړل او د افغانستان د يوولسمې پېړۍ د نامتو صوفي او عارف خواجه عبدالله انصاري لېوال شو او وروسته د اسلامي عرفان نړۍ ته نږدې شو.

په مصر کې يې د ۱۷ کاله تېرولو په دوران کې فارسي ژبه زده کړه او د انصاريات په نوم د يو لړ آثارو په خپرولو بريالی شو، چې له دې ډلې د خواجه انصاري د منازل السايرين دوه عربي شرحې هم وې. منازل السايرين د عملي عرفان او تګلارې په اړه د خواجه عبدالله انصاري تر ټولو مهم اثر دی.

سرژ دو بورکوی کابل ته لومړی سفر په ۱۹۵۵ کال کې وکړ، چې د خواجه عبدالله انصاري د شخصيت په اړه وينا ته بلل شوی و. دا سفر هغه ته د افغانستان له خلکو او کلتور سره د ژورې اړيکې پيلامه شوه، چې د عمر تر پايه کلکه پاتې شوه.

په کابل پوهنتون کې د استادي وړانديز هغه دې ته چمتو کړ چې په ۱۹۶۲ کې کال ته راشي او په ياد پوهنتون کې د يوازيني کشيش په توګه په دې اسلامي هېواد کې د تصوف تاريخ تدريس کړي. سرژ دو بورکوی له ناوړه حالت سره د ډېرو افغان ماشومانو له مخ کېدو سره خپل ډېر وخت د هغوی ساتنې او پالنې ته ورکړ. د ماشومانو راټولول، ساتنه، تغذيه، روزنه او له هغوی سره مينه سرژ دو بورکوی له څېړنې او عملي کار څخه لرې کړ.

وتلی اسلام پېژندونکی او ختيځ پېژندونکی فرانسوی لوييس ماسينيون د هغه استاد او فرانسوی فیلسوف او اسلام پېژندونکی کوربن هنري د هغه ملګری و. سرژ دو بورکوی د هغوی په څېر هڅه کوله چې د ختيځ او لويديځ د تمدنونو او اسلام او مسيحيت تر منځ پُل جوړ کړي. هغه ځينې وخت يوازې په خصوصي خبرو کې د “همپالنې” ستونزه ياده کړې ده:«خدای يوازې يو دی، نو دينونه ولې ډېر دي؟»

هغه په جدي توګه د هر ډول فکري او دیني بنسټپالنې سره مخالف و. هغه د هر ډول فکري يا ديني بنسټپالنې مخالف و او د اسلامي بنسټ پالنې پراختيا يې هيولا يادوله.

هغه په افغانستان کې له ۲۰ کاله ژوند وروسته، په ۱۹۸۳ کې د روس پلوه دولت له واکمن کېدو وروسته، چې د هغه زامن يې زنداني او شکنجه کړل او پر هغه يې د جاسوسي تور ولګاوه، مجبور شو افغانستان پرېږدي. د خلق ديموکراتیک ګوند په مشرۍ د درېيم ولسمشر ببرک کارمل د واک پر مهال کې (۱۹۷۹ ــ ۱۹۸۶) سرژ دو بورکوی د جاسوسي په تور له فعاليتونو محروم او د عيسی او علي رضا په ګډون يې شپږ، اووه زامن زنداني شول. عيسی چې کله کوچنی و، پلار او مور يې له لاسه ورکړل او ۱۳۵۱ کې له دو بورکوی سره بلد شو او د هغه کور ته ولاړ. له ۱۵ کاله ژوند وروسته هغه له دو بورکوی سره د همکاري په جرم بندي شو. ولي حميدي د پښې د معلوليت له امله د دولتي امنيت د خدمتونو ادارې (خاد) له څېړنو او زندان بچ پاتې شو. هغه د دو بورکوی په مرسته په استقلال لېسه کې تر دولسم ټولګي زده کړې وکړې، خو د پښو د معلوليت له امله يې لوړې زده کړې ونشوای کړای.

ښاغلی حميدي ۵۴ کلن او اوس په کابل کې د يوه مرستندوی سازمان کارکوونکی دی: «هغه وخت زموږ لپاره د بورکوی پلار مرسته ډېره ګټوره وه. زما د پښې په تداوي کې يې هم زياته مرسته وکړه. ما ته يې ډېر خدمت وکړ. بورکوی يو نېک، باسليقه او مرستندوی سړی و. د افغانستان له خلکو سره يې ډېره مرسته وکړه. غوښتل يې يوازې مرسته وکړي.»

په ۲۰۰۳ کې په کابل کې له سرژ دو بورکوی سره د علي رضا همدرد (ښۍ خوا ته لومړی کس) او د هغه د ملګرو يادګاري انځور.

د سرژ دو بورکوی د افغان ناسکه زامنو اړيکه او يادونه د هغه له تلو وروسته هم هغوی ته سرخوږی و. د لمريزې اويايمې لسيزې په دويمه نيمايي کې چې د طالبانو رژيم واکمن و، کله چې د ولي حميدی د انځور خبر، چې له پلار دو بورکوی سره يې اخيستی او د خپل کور په دېوال يې راځړولی و، هغوی ته ورسېد، ولي حميدي يې «د امر بالمعروف او نهي عن المنکر» ادارې ته بوته. د ښاغلي حميدي ګاونډي طالبانو ته خبر ورکړی و، چې هغه د يوه مسيحي کشيش په کور کې لوی شوی او اوس يې هم د هغه کشیش انځور د خپل کور پر دېوال راځړولی دی: «راغلل، زه يې په يو صندوق کې واچولم او يو يې وړم. بيا تصادفا مې هلته يو اشنا پيدا شو او زه يې له هغوی خلاص کړم، که نه اعدامولم يې. وروسته له هغه وتښتېدم او ځان مې د هغوی له سترګو پناه کړ.»

د بورکوی يو ښه والی دا و، چې د هغو ماشومانو په عقايدو او باورونو کې يې مداخله نه کوله، چې د ده تر ساتنې او پالنې لاندې و.

ناسکه اولادونه يې وايي چې هغه له کوم مطلب پرته په رښتيني ډول له هغوی سره مرسته او هملاري کړې ده: «پلار کولی شوای چې په اساني زموږ دين او مذهب بدل کړي، خو هغه هېڅکله دا کار ونکړ. هر کس په خپله لاره روان و. د پلار يوه ښېګڼه همدا وه. پلار هېڅکله ونه ويل چې زه تاسو ته اوبه او ډوډۍ درکوم او تاسو ساتم، نو زما دين ومنئ.»

فرانسوی ښوونکی او مرستندوی ايتيان ژيل، چې څلور کاله په پُل محمودخان کې له سرژ دو بورکوی سره دېوال شريک ګاونډی و، وايي چې د هغه کور د افغانستان د خلکو له کلتور سره د بلدتيا او د فارسي ژبې د زده کړې لپاره ښه ځای و: «کله يې چې کور ته ورغلم، څو بې سرپرسته ماشومان يې لوی کړي و او ساتل يې. ټولو پلار ورته ويل او په کور کې يې ټولو په فارسي خبرې کولې. کور يې زما لپاره د افغانستان د خلکو له کلتور او دودونو سره د بلدتيا او د فارسي ژبې د زده کړې لپاره ګټور ځای و.»

د طالبانو د اسلامي امارت له سقوط وروسته په ۲۰۰۳ کال کې سرژ دو بورکوی له خپل يوه ناسکه زوی سره د مرستې لپاره له فرانسې څخه کابل ته راغی. په پُل محمودخان کې خپل پخواني کور ته ولاړ او څو ورځې يې له خپلو ناسکه اولادونو سره تېرې کړې. ولي حميدي، چې هغه وخت ورته نه هېرېدونکی دی، وايي چې پلار بورکوی هڅه کوله چې په افغانستان کې بشردوستانه مرستې بېرته پيل کړي: «څو ورځې مو يو ځای تېرې کړې. ډېر خوشاله و. غوښتل يې ټول عمر په افغانستان کې پاتې شي او همدلته وفات شي؛ خو عمر يې زيات و، د پښې هډوکی يې عمليات کړی و او نور يې د پخوانيو فعاليتونو پيلولو امکانات او شرايط نلرل.»

په لمريزه اويايمه لسيزه کې د طالبانو اسلامي امارت ولي حميدي د عيسويتوب په تور وځوراوه.

سرژ دو بورکوی د ۲۰۰۵ کال د مارچ په ۲ په فرانسه کې له نړۍ سترګې پټې کړې. له غوښتنې سره سم يې پر قبر د خواجه عبدالله انصاري دا جمله ليکل شوې ده: «که زما د قبر ليدو ته راځئ، د دې یادګار څلي په لیدو حیرانېږۍ مه.»

خپل تنبور راواخلئ؛ ځکه چې غم او خفګان د خدای د مېلمستيا سره مناسب نه دي.»

علي رضا همدرد، چې اوس يې د پښې د سؤشکل ستونزه حل شوې، وايي که پلار دو بورکوی نه وای، اوس به يې نشوای کولی چې په اسانۍ پر لاره ولاړ شي. اوس يوازینی کار چې هغه يې پلار دو بورکوی ته کولی شي، دعا ده: «هر وخت لمانځه کې ورته دعاګانې کوم؛ ځکه چې موږ ته يې زيات خدمت کړی دی. »