اطلاعات روز: له بدخشان ولايت څخه سرچينې وايي، چې د دې ولايت په فيض اباد ښار کې د يوې کورنۍ درې غړي د ګاز نيونې له امله مړه شوي دي.
دا درې نفره د يوه بل د کاکا زامن او ماما ګان و او د فيض اباد ښار په څلورمه ناحيه کې يې ژوند کاوه.
دوی تېره شپه (يکشنبه، ۱۸ د مرغومي) د ګازي بخارۍ له امله ګاز نيولي دي.
د مړو شويو نږدې خپلوان وايي، چې په دوی کې يو يې د کوچنیو پورونو د بانک کارمند و او يو بل يې د بدخشان د ولايتي روغتون خدماتي کارکونکی و.
په دې وروستيو کې د ګاز نیونې له امله له خوست، کندهار او کابل ښار څخه د شپږو نورو کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی دی.
د افغانستان خلک د ژمي په موسم کې له ګاز او ډبرو سکرو څخه استفاده کوي چې وخت ناوخته د مرګونو پېښو لامل کېږي.