اطلاعات روز: د ايران د سفارت مرستيال سيد حسين مرتضوي ويلي، چې د ايران ستراتېژيک سياست د افغانستان د خلکو په ګټه او په دې هيواد کې د جنګو غوښتونکو پر خلاف دی.
د ايران – ايرنا دولتي خبري اژانس په وينا، موسوي دا څرګندونې باميان ولايت ته د خپل سفر او د طالبانو له والي عبدالله سرحدي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
مرتضوي ویلي، چې ايران له افغانستان سره د دوستانه اړيکو غوښتونکی او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه روغتيا او اقتصاد کې د همکارۍ لپاره چمتو دی.
نوموړي په باميان کې د «امام خميني» د روغتون د بيا رغونې له چارو هم ليدنه کړې.
مرتضوي په باميانو کې د طالبانو له والي سره په ليدنه کې زياته کړې، دا چې لوېديځې او اسراييلي رسنۍ د ايران او افغانستان ترمنځ د ترينګلتيا زياتولو په لټه کې دي زیاته کړې، چې «د اسلامي جمهوري ايران سياست په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنيت رامنځته کول دي او په ايران کې د افغانستان د ملت د ګټو پر خلاف او د جنګ غوښتونکو په ګټه هيڅ حرکت نه رامنځته شوی او نه رامنځته کېږي».
په باميانو کې د طالبانو والي بیا ويلي، چې افغانستان د ټولو قومونو او مذهبونو ګډ کور دی او قومي او مذهبي تعصبات په دې هيواد کې ځای نه لري.
ده ويلي، چې طالبان هم له بېلابېلو هيوادونو په ځانګړي توګه ايران سره د نيکو اړيکو په لټه دي.
سره له دې چې طالبان له پاکستان او ايران سره ترينګلتياوې لري او سرحدي شخړې يې ورسره کړې دي، مګر بيا هم نږدې اړيکې لري. دواړو هيوادونو د طالبانو ډيپلوماټان منلي او له دې ډلې سره ډيپلوماټيکې اړيکې لري.
