په بدخشان کې لاریونونه؛ طالبانو د فصيح الدين فطرت په مشرۍ د يو پلاوي د لېږلو خبر ورکړ

GMICafghanistan

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دې ډلې د پوځ د لوی درستيز فصيح الدين فطرت په مشرۍ بدخشان ته يو پلاوی ځي، تر څو د دې ولايت په «ارګو» او «درایم» ولسوالیو کې د لاريونونو څېړنه وکړي.

ښاغلي مجاهد په هغه اعلاميه کې چې تېره شپه (شنبه، ۱۵ د غويي) پر ايکس خپره شوې، ليکلي چې دا پلاوی د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخوند له لوري ټاکل شوی دی.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې طالب ځواکونو د خپل مشر د فرمان له مخې، د بدخشان ولايت په ګډون په ټول افغانستان کې د تارياکو د کښت د له منځه وړلو لپاره عمليات پېل کړي او هيڅ سيمه «مستثنا» نه ده.

د طالبانو وياند په بدخشان کې د دې ډلې د ځواکونو او ولسي خلکو ترمنځ نښتې ته په اشاره ليکلي: «له بده مرغه ځينو سرغړوونکو پر هغو امنيتي ځواکونو هجوم ور وړی چې له کوکنارو سره په مبارزې بوخت دي او له کبله يې بدې پېښې رامنځته شوې دي.»

د دوو وروستيو ورځو پر مهال د بدخشان په «درایم» او «ارګو» ولسواليو کې د «طالبانو د ډزو له امله» د دوو ملکي وګړو تر وژل کېدو وروسته، په دې ولسوالیو کې د طالبانو پر خلاف پراخ لاريونونه وشول.

ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي، چې کله په دې دوو ولسوالیو کې ځايي خلکو د تارياکو د کښت د تخريب مخه ونيوله، د طالبانو له نشه يي توکو سره د مبارزې قطعې پر هغوی ډزې وکړې چې له کبله يې په درایم ولسوالۍ کې يو تن ووژل شو او همدا راز په ارګو ولسوالۍ کې هم يو تن مړ او پنځه تنه ژوبل شوي دي.

د سرچينو له خولې، په دواړو ولسوالیو کې د طالب ځواکونو تر ډزو او د ملکي خلکو تر وژل کېدو وروسته، ځايي خلکو لاریونونه وکړل او «مرګ پر امارت» شعار يې ورکاوه.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت هم په بدخشان کې لاريونونه تاييد کړي و او ويلي يې دي، چې هڅه کوي په دې ولايت کې «رامنځته شوې ستونزه» له ځايي خلکو سره په همکارۍ حل کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه