د اسراییلو برید ته د ایران د بهرنیو چارو د وزارت غبرګون؛ ایران د خپلې دفاع حق او مسوولیت لري

Photo: UGC

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو برید ته په غبرګون کې ویلي چې دا هیواد د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې «د بهرني تېري په وړاندې د دفاع حق او مسوولیت لري».

دې وزارت نن (شنبه، ۵ د لړم) تر غرمې وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اسراییلو برید «د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتونو د منشور په ځانګړې توګه د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت پر وړاندې د ګواښ او زور کارولو د مخنیوي د اصل له مخې» یو «تېریګر اقدام» بولي او غندي یې.

دې وزارت زیاته کړې چې د ایران دولت «د خپل امنیت او حیاتي ګټو د دفاع لپاره د ایراني ملت د مادي او معنوي وړتیاوو پر کارولو په ټینګار او همدا راز د سیمه‌ییزې سولې او امنیت په برخه کې د خپلو مسوولیتونو په درک سره د سیمې د سولې او ثبات لپاره ټولو سیمه‌ییزو هیوادونو ته فردي او جمعي مسوولیت ور یادوي».

دې وزارت ویلي چې «په سیمه کې د ټولو سوله خوښو» هیوادونو او نورو هغو چې د اسراییلو برید یې غندلی دی، درناوی کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې: «له شک پرته د اشغال دوام، په سیمه کې د صهیونیستي رژیم غیر قانوني اقدامت او جنایات په ځانګړې توګه د فلسطیني وګړو نسل وژنه او پر لبنان تېری چې د امریکا او یو شمېر لوېدیځو هیوادونو تر هر ډول تسلیحاتي او سیاسي ملاتړ لاندې ترسره کېږي، په سیمه کې د ترینګلتیا او ناامنۍ اصلي لامل دی.»

دې وزارت د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو او د «نسل وژنې د جنایت د مخنیوي» کنوانسیون د لاسلیکوونکو مسوولیت ته اشاره کړې او «د نسل وژنې او د غزې او لبنان پر خلاف یې د جګړې او تېري د درولو او صهیونیستي رژیم د جنګ د مهارولو پر بېړنئ اړتیا» ټینګار کړی دی.

اسراییلي پوځ نن اعلان وکړ چې د تېرې میاشتې پر مهال پر دې هیواد د ایران د بریدونو په ځواب کې یې د دې هیواد پوځي مراکز په دقیقه توګه په نښه کړي دي.

ایران هم تایید کړې چې دا بریدونه په تهران، خوزستان او ایلام کې پر نظامي مرکزونو ترسره شوي او د دې هیواد دوه پوځیان وژل شوي دي.

دا بریدونه د سیمې او د ایران د ګاونډیو هیوادونو له توندو غبرګونو سره مخ شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه