د پنټاګون ارزونه: د امریکا برید د ایران اټومي تاسیسات نه دي «ویجاړ» کړي

اطلاعات روز: سي‌اېن‌اېن د اوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا د دفاع وزارت استخباراتي ارزونه ښيي چې د دغه هېواد په برید کې د ایران هستوي تاسیسات په بشپړه توګه نه دي «ویجاړ» شوي.

د سي اېن اېن په وینا، دا ارزونه د امریکا دفاعي استخباراتې ادارې، چې د پنټاګون استخباراتي څانګه ده، چمتو کړې ده.

سي اېن اېن د دې ارزونې د دوو باخبره سرچینو په حواله لیکلي، چې «د ایران د غني‌شوي یورانیم زېرمې له منځه نه دي وړل شوي» او سنټرفیوجونه هم تر ډېره «بې‌زیانه پاتې دي».

يوې بلې سرچينې سي‌اېن‌اېن ته ويلي، چې د دې ارزونې له مخې د امريکا برید په پایله کې د ايران اټومي پروګرام «يوازې څو مياشتې شاته تللی دی».

سپینې ماڼۍ بیت دا ارزونه تایید کړې، خو د هغې محتوا یې په کلکه رد کړې ده.

کارولین لیویت، د سپینې ماڼۍ ویاندې په یوه بیان کې وویل: «دا ارزونه په بشپړ ډول ناسم ده او د ”فوق محرم“ په توګه طبقه بندي شوې وه، خو دا د استخباراتي ټولنې د یو بې هویته او ټیټ رتبه ناکام کس له لوري سي‌اېن‌اېن ته افشا شوې ده.»

هغې زياته کړې: «ټول پوهېږي چې کله تاسو په بشپړ ډول څوارلس بمونه چې ۳۰زره پونډه و، پر خپلو هدفونو غورځوئ، څه پېښېږي: بشپړه ویجاړي.»

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې اوس مهال په هالنډ کې دی، دا ارزونه «جعلي» بللې او بیا یې ټینګار کړی چې «د ایران اټومي سایټونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.»

امريکا د ایران او اسراییل د جګړې په لسمه ورځ د ایران درې هستوي سایټونه ـ فردو، نطنز او اصفهان ـ د سنګر ماتوونکو بمونو او تاماهاوک کروز توغندیو په وسیله تر برید لاندې ونیول.

له برید وروسته د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې اټومي سایټونه «ویجاړ شوي»، مګر امریکایی کارپوهانو د پایلو په اړه شک کړی دی.

د برید وروسته ایراني رسنیو هم راپور ورکړ چې اټومي سایټونو ته کوم جدي زیان نه دی رسیدلی او دوی دمخه خالي کړي وو.

خو، د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې اعلان کړی، چې تر اوسه توانېدلې نه ده چې د دغو سايټونو د واردو شويو زيانونو ارزونه وکړي، او د زيانونو د دقيقې ارزونې لپاره اړينه ده چې ادارې مفتشین وکولای شي دغه سايټونه  وڅېړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه