هرات کې د طالبانو د والي دفتر: ایران په پوله کې د افغان وګړو د وژنې قضیه څیړي

اطلاعات روز: په هرات کې د طالبانو د والي دفتر په دې ولایت کې د ایران د سر قونسل علي رضا مرحمتي په حواله ویلي، چې د ایران په پوله کې د څو افغان وګړو د وژنې قضیه د دې هیواد محکمو ته سپارل شوې، تر څو د دې پېښې اسناد او عاملین په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.

ویل شوي، چې دا څرګندونې هرات کې د طالبانو د والي نوراحمد اسلام‌جار او د ایران د سفارت او قونسولګرۍ د چارواکو ترمنځ د کتنې پر مهال مطرح شوې دي.

هرات کې د طالبانو د والي له فتر څخه نن (دوشنبه، ۱ د مرغومي) په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال سید حسین مرتضوي هرات ولایت ته سفر کړی او د طالبانو له والي سره یې د کډوالو د ستونزو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

مرتضوي ویلي، چې ایران د افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره کار کوي او ژمنه یې کړې چې د افغان وګړو لپاره به د ویزې د ورکولو پروسه ساده او اسانه کړي.

په دې کتنه کې، په هرات کې د ایران سر قونسل علي رضا مرحمتي څرګنده کړې، چې د هغو افغان کډوالو قضیه چې د ایران په پوله کې وژل شوي د ایران قضايي محکمو ته سپارل شوې، تر څو د دې پیښې ټول اسناد او عوامل په هر اړخیزه توګه وڅیړل شي.

د طالبانو والي بیا د افغان وګړو لپاره د ویزو د اسانتیا لپاره د اړوندو ایراني ادارو څخه د زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ایران د افغان اتباعو لپاره خپلې ویزې په جدي توګه محدودې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان اتباع د بې کارۍ او اقتصادي بحران له امله ایران ته په مرګونو قاچاقي لارو د تګ هڅه کوي.

په وروستیو میاشتو کې ګڼ شمیر افغانان په ترافیکي پیښو، د ایراني پوله ساتو په ډزو او د ایران-افغانستان په پوله کې د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

د لیندۍ په لومړیو کې راپور ورکړل شو چې د فراه په پوله کې د ایران پوله ساتو ځواکونو ۱۰ تنه افغان اتباع په غیرقانوني توګه ایران ته د اوښتو پر مهال وژلي دي.

د قربانیانو له ډلې نهه تنه د هرات اوسیدونکي وو، چې د بې کارۍ له امله د ایران پر لور رهي شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه