اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ پر کان کیندونکو غر را ښویېدلی چې له امله درې کان کیندونکي مړه او دوه نور ټپیان شوي.
سرچینه وایي، دا پېښه تېر ماِښام ناوخته (پنجشنبه،۱د زمري) د برګمټال ولسوالۍ ولسوالۍ اړوند «پچیګرام» سیمه کې را منځته شوې.
سرچینې ویلي، د کان کیندنې په دې پېښه کې مړه او ټپي شوي کان کیندونکي د برګمټال ولسوالۍ اړوند اوسېدونکي وو.
سرچینه زیاتوي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي، خو د روغتیایي حالت په تړاو یې نور جزیات نه دي ورکړي.
تر دا مهاله د دغې پېښې په تړاو نورستان کې د طالبانو ځایي مسولینو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د نورستان په بېلابېلو کانونو کې د غره ښویېدنو په پېښو کې لسګونه کان کیندونکي مړه او ټپیان شوي دي.
