العربیه رسنۍ د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې ایران پاکستان ته ویلي، چمتو دی له امریکا سره په جنیوا، دوحه یا اسلاماباد کې خبرې بیا پیل کړي.
د راپور له مخې، ایران پاکستان ته ویلي چې خبرې باید د پاکستان په منځګړیتوب د لاسلیک شوي «د تفاهم یادښت» له مخې ترسره شي.
العربیه د خپلې سرچینې په حواله زیاتوي چې ایران غواړي خبرې لومړی د هرمز تنګي، وروسته د خپلو کنګل شویو شتمنیو او په پای کې د خپل اټومي پروګرام په اړه بیا پیل کړي.
سرچینې همداراز ویلي چې ایران پاکستان ته خبر ورکړی چې د هرمز تنګي له لارې د نوي دهلېز له جوړېدو سره مخالفت لري.
تر اوسه د ایران، پاکستان او امریکا چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې امریکا له تېرو دوو شپو راهیسې پر ایران خپل بریدونه درولي او د ایران وسلهوالو ځواکونو هم په سیمه کې پر امریکايي اډو خپل بریدونه بند کړي دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د «اسلاماباد د تفاهم یادښت» له لاسلیک شاوخوا دوه اوونۍ وروسته، د هرمز تنګي د مدیریت پر سر د اختلاف له امله بېرته پیل شوې.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز هم ویلي چې ډونالډ ټرمپ پر ایران بریدونه د دې لپاره درولي، څو ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړل شي.
