په کندهار او پکتیا ولایتونو کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

Photo:Social Media

په کندهار او پکتیا ولايتونو کې د ۶۸ ميليونه افغانيو په لګښت د بېلابېلو ټولګټو پروژو چارې پيل او د ځینو یې بشپړې شوې.

د کندهار ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندهار ښار د نهمې او دولسمې ناحیې ترمنځ د برېښناکوټ عمومي سړک د دویم فاز د جوړولو چارې د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه سړک د دویم فاز د جوړولو چارې نن (سه شنبه، ۲۷ د زمري) پیل شوې او ټاکل شوې چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال تر پایه بشپړې شي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، په دې پروژه کې د ترینکوټ له زړې هډې څخه تر ګلدان پورې د ۱.۵ کیلومتره اوږد او ۴۰ متره پراخ سړک جوړول شامل دي.

بلخوا د پکتیا لپاره د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي نثار احمد نجات ویلي، په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت څلور د والیبال لوبغالي، یو د فوټبال لوبغالی، یو کانال او یو استنادي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

نوموړي ویلي، دغه پروژې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) او د ځوانانو خدماتي موسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ د زرمت، سیدکرم او مرکز ګردېز په ولسوالیو کې پلې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د ګردېز ښار اړوند د ملک‌خېل او خوست‌پل په سیمو کې یو ۵۳۰ متره اوږد کانال او ۳۶۱ متره اوږد استنادي دېوال هم جوړ شوی دی.

د هغه په خبره، د استنادي دېوال د جوړولو چارې د «AOM» نړیوالې مرستندویه ادارې په څه باندې اته میلیونه افغانیو مالي مرسته ترسره شوې دي.

دا پروژې داسې مهال پیل شوي چې له دې مخکې یو شمېر خصوصي ودانیز او لوجستیکي شرکتونه ادعا کړې وه، چې د طالبانو د قراردادونو د اسانتیا برخې مسوولان له دوی پیسې او باج اخلي.

 د دغو شرکتونو مسوولانو ویلي و، طالبان د محدودیتونو او خنډ جوړونې له لارې په هره پروژه کې مشخصه ونډه غواړي او که ونډه ورنه کړل شي، نه یوازې غوښتنلیکونه ردوي، بلکې د شرکتونو لپاره نورې ستونزې هم رامنځته کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته