ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر، د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره یوځای تهران ته رسېدلی دی.
د ایران د صدا او سیما د راپور له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مؤمني د پاکستان له دغو دوو لوړپوړو چارواکو څخه تهران ته د رسېدو پر مهال هرکلی کړی دی.
دغې رسنۍ زیاته کړې چې هغوی به له ایراني چارواکو سره د دوهاړخیزو مسایلو او «د سیمې د سولې او امنیت» په اړه خبرې وکړي.
پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو اصلي منځګړی دی او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مذاکرات بېرته پیل شي.
د پاکستان د پوځ مشر د دغه هېواد د منځګړیتوب د هڅو په لړ کې تر دې مخکې هم دوه ځله تهران ته سفر کړی دی.
