د طالبانو استخباراتو په هرات کې غلامنبي مدثر، مدني فعال او د پوهنتون استاد، د جبرئیل سیمې د اوسېدونکو د اعتراضونو په اړه د خبرونو د بیا خپرولو له امله نیولی او زنداني کړی دی.
د غلامنبي مدثر یوه نږدې کس نن (دوشنبه، د وږي ۲مه) «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته ویلي چې هغه له ۱۵ ورځو راهیسې د طالبانو د استخباراتو په بند کې دی او د هغه د برخلیک او وضعیت په اړه هېڅ معلومات نشته.
د سرچینې په وینا، مدثر د اګست په ۱۸مه د هرات د جبرئیل له سیمې څخه د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.
د مدثر یوه خپلوان ویلي چې هغه یو عادي او ملکي وګړی دی او مدني فعالیتونه او مدافعتي هڅې یې تل سولهییزې وې.
د مدثر خپلوانو له رسنیو او بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې د هغه د برخلیک د روښانه کېدو او خوشې کېدو لپاره د نوموړي د وضعیت په اړه خبرونه خپاره او غوښتنه وکړي.
سرچینې وایي، د دغه مدني فعال د نیول کېدو لامل د جبرئیل سیمې د اوسېدونکو د اعتراضونو په اړه د خبرونو خپرول او د دغو اعتراضونو د یوه وژل شوي کس په اړه معلومات شریکول دي.
د جون پر نهمه، چې د جوزا له ۱۹مې سره برابره ده، د هرات د هزارهمېشتې جبرئیل سیمې یو شمېر اوسېدونکو د ښځو او نجونو د جامو د اغوستلو د څرنګوالي له امله د هغوی د نیولو پر ضد لاریون وکړ.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې دغه لاریون هغه مهال په تاوتریخوالي واوښت چې د طالبانو ملکي جامو اغوستونکو ځواکونو پر لاریونوالو په وهلو ټکولو او ډزو پیل وکړ.
د یوناما په راپور کې راغلي چې د طالبانو ځواکونو یو هلک په ډزو وواژه او یو شمېر لاریونوال یې ووهل او پرې یې ډزې وکړې، چې له امله یې لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شول.
د یوناما په راپور کې همداراز ویل شوي چې طالبانو لږ تر لږه ۱۷ لاریونوال نیولي دي. په راپور کې د نیول شویو کسانو د برخلیک په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
