د امریکا د استازو جرګې غړی، سټ مولټن، وایي چې دی او یو شمېر پخواني سرتېري هڅه کوي څو په افغانستان کې د امریکا د پوځ پخواني همکاران له دغه هېواده وباسي.
سټ مولټن دا څرګندونې له «فېس د نېشن» پروګرام سره په مرکه کې کړې دي چې د «CBS» شبکې له خوا د یکشنبې په ورځ (١ د وږي) خپره شوې ده.
مولټن په دې پروګرام کې ویلي چې دوی به تر هغه خپلو هڅو ته دوام ورکړي، څو ټول هغه کسان چې په افغانستان کې یې له امریکا سره همکاري کړې، خوندي ځای ته ولېږدول شي.
هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کډوالۍ پالیسۍ سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې ټرمپ له کډوالو سره «نژادپالانه» چلند کوي او «نه غواړي له سپینپوستو پرته بل څوک امریکا ته داخل شي».
مولټن ویلي چې دی لا هم «د پردې تر شا» د امریکا له بېلابېلو ایالتونو څخه له پخوانیو سرتېرو سره همکاري کوي، څو د امریکا پخواني افغان همکاران خوندي ځای ته ولېږدول شي.
هغه زیاته کړې چې په کانګرس کې به له خپل موقف څخه هم استفاده وکړي، څو د حکومت د کډوالۍ په پالیسۍ کې د بدلون لپاره هڅې وکړي او واشنګټن له هغو کسانو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې او خپل ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته، د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو په بندولو سره، د افغانستان د امریکا د پخوانیو همکارانو او د هغوی د کورنیو د غړو د انتقال بهیر درولی و.
د دغو کسانو یو شمېر یې د سیمې په هېوادونو کې او یو شمېر نور په افغانستان کې پاتې دي او د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې ژوند کوي.
په دې وروستیو کې یوې فدرالي محکمې د ټرمپ دغه تګلاره غیرقانوني بللې او لغوه کړې ده. د محکمې دغه حکم د افغانستان د امریکا د پخوانیو همکارانو د دوسیو د بیا څېړنې لپاره لاره پرانیزي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې بهیر د بیا پیل خبر نه دی ورکړی.
