«د افغانستان متحدې جبهې» ویلي، د طالبانو د استخباراتو یو غړی یې په کندهار کې وژلی چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو په نیولو، شکنجه کولو او وژلو کې یې لاس درلود.
متحدې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه طالب غړی د پنجشنبې په ورځ (۲۹ د زمری) له غرمې وروسته شاوخوا ۳:۳۰ بجې د کندهار ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې په نښه شوی دی.
«د افغانستان متحدې جبهې» ویلي: «د طالبانو دغه استخباراتي افسر په دې ولایت کې د ګڼ شمېر پخوانیو امنیتي ځواکونو په نیولو، شکنجه کولو او وژلو کې ونډه لرله.»
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې «د افغانستان متحدې جبهې» د سې شنبې په شپه په کندهار کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو پر دروازې د برید خبر هم ورکړی و.
دغې جبهې ادعا کړې وه چې د خپلو ځواکونو په برید کې د طالبانو پنځه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
